تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسې په اوکرايين کې وژل شوي خبریال ته د مېړانې تر ټولو لوړ مډال ورکړ
فرانسې د اې.ایف.پي یا فرانسې خبري اژانس خبریال ارمان سولدین ته چې په اوکرايين کې وژل شوی دی، د مېړانې تر ټولو لوړ مډال "لیژيون آفوناغ" اهدا کړی دی.
۳۲ کلن سولدین تېره مې میاشت باخموت ته نږدې په یوه راکټي برید کې ووژل شو.
د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون د فرانسې خبري اژانس ته په لیک کې د هغه د "مېړانې" ستاینه کړې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب ادارې د مالوماتو له مخې، سولدین د هغو شاوخوا ۱۷ خبریالانو د ډلې ملګری شو چې پر اوکرايين د روسیې د برید راهیسې په دغه هېواد کې وژل شوي دي.
ارمان سولدین ته پرون پنجشنبې د ولسمشرۍ د یوه فرمان په ترڅ کې دا "ویاړ" ور په برخه کړای شو.
ولسمشر مکرون پخپل یوه مخکېني لیک کې هم د فرانسې خبري اژانس د دغه خبریال د "شخصیت او مېړانې" ستاینه کړې وه.
ارمان سولدین د مې پر نهمه نېټه له یو شمېر نورو خبریالانو او اوکراييني ځواکونو سره یو ځای و چې د باخموت په لویدیځه سیمه چاسیویار کې توغندی ولګېد او دی پکې ووژل شو.
د امانوول پوشو په نوم یو همکار یې وايي، "کامره یې په لاس کې وه چې ساه یې ورکړه"
هغه مهال باخموت له څو میاشتو راهیسې د روسي او اوکراييني ځواکونو د جګړې ډګر و.
د فرانسې د ترهګرۍ ضد محکمې د هغه د وژل کېدو اړوند د جنګي جرمونو څېړنه پیل کړې ده.
د سولدین کورنۍ د بوسنیا له جګړې فرانسې ته کډه شوې وه
ارمان سولدین په بوسنیا کې زېږېدلی او د فرانسې تابعیت یې درلود. دی د فرانسې خبري اژانس له لومړنۍ خبري ډلې و چې پر اوکرايين د روسیې تر برید وروسته دغه هېواد ته لاړ او له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې هماغلته و.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، سولدین لا ماشوم و چې کورنۍ یې په بوسنیا کې د جګړې له کبله کډه کولو ته اړ شوې او په ۱۹۹۲ کې فرانسې ته تللې وه.
د دغه اژانس د اروپا برخې مدیرې کغیستین بوغاژار سولیدن یو "له انرژۍ ډک او زړه ور" خبریال یاد کړی.
"لیژیون آفوناغ" د فرانسې تر ټولو لوړ مډال دی او هغه چا ته ورکول کېږي چې په نظامي او یا هم په ملکي برخه کې یې خپله مېړانه ښکاره کړې وي.
دا مډال لومړی ځل شاوخوا دوه سوه کاله مخکې په ۱۸۰۲ کې د ناپلیون له لوري رامنځ ته شو.