د اوکرایین لویدیځ کې د روسیې برید ۴ کسان وژلي،لسګونه نور ټپیان دي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر وايي، د اوکرایین په لویدیځ لوویف ښار کې روسي ځواکونو پر یوې ودانۍ توغندلی توغولی، چې لږ تر لږه څلور کسان یې وژلي دي.

ایهور کلیمینکو زیاته کړې چې، برید کې ۳۲ کسان ژوبل شوي هم دي.

د لوویف ښاروال دا برید پر ملکي ځایونو "یو له سترو بریدونو" یاد کړی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د "روسي ترهګرو" دغه شپني برید ته د "مثبت" ځواب ورکولو ژمنه کړې.

روسيی پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي کلیمینکو پر ټیلیګرام لیکلي، چې له برید وروسته له دغې ودانۍ اووه کسان ژغورل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې وېره شته چې نور کسان ودانۍ کې تر ویجاړیو لاندې بند پاتې وي.

ښاروال اندري سادووي ویلي، شاوخوا دغې ودانۍ کې شاوخوا ۶۰ کورونه سخت زیانمن شوي او د یو شمېر ودانیو چتونه رالوېدلي دي.

هغې زیاته کړې چې برید کې د سیمې یو ښوونځی او د پولیتختیک پوهنتون لیلیه هم زیانمن شوي دي.

ډاکټره ساشا دوژیک چې په لندن کې د اوکرایین په انستیتوت کې کار کوي خو اوس مهال په لوویف کې ده، د برید پر مهال تشناب کې پټه شوې وه.

هغې بي بي سي ته ویلي:"دا هغه کار دی چې مونږ یې باید وکړو، دا په اوکرایین کې اوس معمول خبره ده. کله چې توغندی د استوګنې له ودانۍ ۲ کیلومتره لېري‌ ولګېد او د تشناب دیوالونه یې ولړځول نو زه پوه شم چې قوي برید و."

د اوکرایین هوایی ځواک ادعا کړې چې روسیې دغه توغندي له تور سمندرګي توغولي دي.

د اوکرایین وسله والو ځواکونو پر ټلیګرام لیکلي:"له لسو کلیبر کروز توغندیو اووه ویشتل شوي خو یو راکټ بیا لویدیځ ته لار بدله کړې او په لوویف لګېدلی دی."

بي بي سي د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

له میاشتو راهیسې روسیه د اوکرایین پر ښارونو د وژونکو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي، ډېر کله ملکي کسان په نښه کوي او پراخه مرګ ژوبله اړوي.

تېره اوونۍ د اوکرایین په ختیځ کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو ته څېرمه په کارماتورڅک کې پر یوه رستورانت او یوې لویې مغازې برید له امله د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول.

که څه هم لوویف د اوکرایین په لویدیځ کې دی او د اوکرایین په سویل او ختیځ کې له لومړۍ کرښې یو څه لېري دی خو له دې مخکې هم پرې ورته بریدونه شوي دي.