یوه ځوان خپل ملګري ته واده کې اس ډالۍ کړی

د عکس سرچینه، Social Media
په سعودي عربستان کې یوه ځوان د خپل ملګري واده کې هغه ته یو اس ډالۍ او د واده تالار ته تر پړي نیولی ورسره بېولی چې پر خواله رسنیو دې پېښې ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
ددې پېښې وېډیو هم پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ده.
ځینو د دغه ځوان دا کار ستایلی او نورو بیا ملنډې پرې وهلې دي.
ددغه ځوان د اس ډالۍ زوم او ناوې هم هک پک کړي دي.
یاد ځوان وايي له ملګري سره یې ډېره مینه وه نو ځکه یې اس ورته ډالۍ او د واده تالار ته ورسره بوت.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دغه ځوان د واده تالار کې اس تر پړي نیولی او خپل ملګري ته د اس نسب او اصیل نسل بیانوي.
د ډالۍ ورکوونکی ځوان وايي، دا چې له ملګري سره یې ډېره وفاداري ښيي، نو ځکه یې تر اس بله قېمتي ډالۍ ورته ونه موندله.
د هند په نامه د خواله رسنیو یوې کارنې لیکلي، "د اس دا ډالۍ به دې زوم ته د واده او خوښۍ له تالار بهر ورکړی و یا دا چې د اس پر ځای به دې پیسې ورکړې وې".
الچاپو بیا لیکلي، له اس سره مې زښت ډېره مینه ده، ایا پوهېږئ چې د یوه اصیل عربي اس بیه تر ۷۰ زره کویتي دیناره اوړي؟


















