د اوکرایین راتلونکی دفاع وزیر رستم عمروف څوک دی؟

د عکس سرچینه، EPA
د اوکرایین د دفاع وزیر الېکسیې رېزنیکوف ځایناستی رستم عمروف له روسیې سره د مهمو مذاکراتو مخینه لري.
هغه په ۲۰۲۲ کال پر اوکرایین د مسکو د یرغل پیل کې د خپل هېواد په استازیتوب د سولې خبرو کې ګډون کړی و.
هغه د لوړې کچې د بندیانو د خوندي راستنولو بهیر کې یوه مهمه څېره ګڼل کېده او د تور سمندر له لارې یې د اوکرایین د غلو دانو د خوندي صادراتو ډاډ ترلاسه کولو لپاره په خبرو کې برخه اخیستې وه.
د کریمیا د تاتار ټولنې دغه مخکښ غړی د کریمیا ټاپووزمه کې د بومي ترکانو له ټبره دی. عمروف له اسلامي هېوادونو سره د ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د اړیکو د پله په شان رو لوبولی دی.
هغه په ۱۹۸۲ کال د پخواني شوروي اتحاد قلمرو او اوسني (ازبکستان) په سمرقند کې زیږېدلی، هلته د ده مسلمانه کورنۍ د جوزف ستالین د واکمنۍ پرمهال له ۲۰۰،۰۰۰ تاتاري وګړو سره جلا وطنه شوې وه.
دی په ماشومتوب کې د اوکرایین کریمیا ته ولاړ او هلته په دویمه نړیواله جګړه کې تاتار د نازیانو پرضد جنګېدلي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه په ۲۰۲۱ کې د لېګا ټکی نېټ لپاره یوه مقاله کې لیکلي وو: "د کریمیا تاتارو ایستل د شوروي رژیم یو له سترو جرمونو څخه دی. دا کار د وخت د ستمګرو په لاس د ټول ملت له منځه وړلو لپاره پیل شوی و."
هغه همدا توری په ۲۰۱۴ کې له روسیې سره د تورې ټاپووزمې ضمیمه کېدو ته هم کارولی و.
ښاغلی عمروف په اقتصاد کې لېسانس او په مالي چارو کې کې د ماسټرۍ سند لري. دغه ۴۱ کلن سړي خپل کار د مخابراتو په صنعت کې پیل کړی دی.
هغه په ۲۰۱۳ کال کې د ASTEM په نامه د پانګونې یو شرکت او د امریکا سټنفورډ پوهنتون کې یې د د اوکراییني سیاستوالو، وکیلانو او ټولنیزو مشرانو د روزنې لپاره یو اړوند پروګرام پیل کړ.
عمروف په ۲۰۱۹ کې د اوکرایین پارلمان غړیتوب ته انتخاب شو او بیا د یوه دولتي اژانس د دولتي املاکو د صندوق مشر شو- په دغو املاکو پر خصوصي پانګوالو دولتي ملکیتونه پلورل کېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
رستم عمروف ډېر کلونه د کریمیا د تاتارو د مشر مصطفی جمیلوف سلاکار هم تېر شوی.
پر اوکرایین د روسیې له پراخ یرغل پیلېدو سره هغه بي بي سي ته وویل "ددې وحشي یرغل پر وړاندې د سیاسي او دیپلوماتیک حل رامنځ ته کولو" ته ژمن دی.
دی د ۲۰۲۲ په مارچ کې د سولې خبرو پرمهال له روسي میلیاردر رومن ابراموویچ سره - چې سولې خبرو کې یې ګډون کړی و، له مشکوکې مسومېدنې ځورېدلی چې پوستکی او سترګې یې زخمي شوې وې.
خو ښاغلی عمروف بیا دا رپوټونه رد کړل او خلکو ته یې خبرداری ورکړ چې پر "نا تایید شویو رپوټونو" باور مه کوئ.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د یکشنبې په ورځ ولس ته په یوه تلوېزیوني وینا کې ومنله چې د نوي دفاع وزیر په توګه ګومارل کېدو ته به د پارلمان تایید ته په تمه وي او وویل چې دا وزارت "په ټوله کې له پوځ او ټولنې سره د چلن نوي اسلوب او کړنلارو ته اړتیا لري".





















