په چين کې د بيو ټيټېدل او بې کاري

د خپرېدو وخت

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي ډېفلاسیون یا د بیو ټېټېدل د چین پر حکومت فشار ډېروي چې اقتصادي غوښتنې پوره کړي. دا په تېرو دوو کلونو کې لومړی ځل دی چې په چین کې د توکیو بیې ټېټې شوې، صادرات او واردات یې کم شوي چې له امله یې ډېفلاسیون رامنځ ته شوې دی.

اوس مهال د چین حکومت د جایدادونو په مارکیټ کې هم له ننګونو سره مخامخ دی او ترڅنګ یې د ریکاډ په کچه ځوانان په چین کې بې روزګاره دي او تمه ده چې سږکال به هم یولس اعشاریه اته پنځوس میلیونه نور ځوانان له پوهنتونونو نه تر فارغیدو وروسته د کار مارکیټ ته وړاندې شي.

په پېښور کې د چین د چارو کارپوه پروفیسور مراد علي وايي د چین د اقتصادي ودې کمېدل به د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ پر نورو هېوادونو هم اغېزه ولري.

د کارپوهانو نظر دی چې ډېفلاسیون به چین ته د پورونو پرې کول ګران کړي ځکه نو وړاندیز کوي چې له دې حالت نه د وتلو په خاطر د چین حکومت ته پکار ده چې دولتي لګښتونه ډېر او مالیې کمې کړي.

یادونې ده چې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته هم د چین اقتصادي وده ټکنۍ شوې وه خو دا هېواد وتوانېده چې خپل اقتصاد بېرته وغوړوي.

چین چې د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی تقریبا د نړۍ له ټولو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري ځکه نو کارپوکان وايي که په چین کې ارزن شوي توکي نورو هېوادونو ته ورسېږي دا به د هغو هېوادونو پر صنعت او اقتصاد منفي اغېزه ولري.

که دغه حالت دوام کوي نو په خپله چین کې به د بې روزګارۍ ګراف لا لوړ شي او ترڅنګ به یې د کاروباریانو او صنعت کارانو ګټه هم کمه شي.

خو پوښتنه دا ده چې په چین کې ډېفلاسیون ولې رامنځ ته شو او د بیو ټېټېدل له کله نه پیل شول؟

په ګڼو پرمختللو هېوادونو کې د کورونا وبا له امله د محدودیتونو له پای ته رسېدو وروسته هغو خلکو چې د کورونا وبا پرمهال یې پېسې سپما کړې وې د پیسو په مصرفولو پیل وکړ چې له امله یې له شرکتونو نه تقاضا ډېره شوه او شرکتونو نو شو کولای چې د خلکو اړتیا په سمه توګه پوره کړي.

خو په چین کې داسې ونه شول او له کورنا وبا نه وروسته هم اقتصادي وده ډېره نه شوه. همدا دې لامل شو چې په چین کې توکې په داسې حال کې ډېر شي چې صادرات او واردت کم و او دا حالت د ډیفلاسیون یا د بیو د ټېټېدو سبب شو.