پاکستان ته د چین د مرستیال لومړي وزیر د سفر هدف څه دی؟

د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد په بلنه د چین مرستیال لومړی وزیر اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر ورځي چې د "سي پېک" د لسمې کلیزې په دستوره کې به ګډون وکړي او د چین- پاکستان پر اقتصادي اړیکو او ستراتیژیکې همکارۍ به خبرې وکړي.

پاکستان ته د چین د صدر اعظم د مرستیال او کمونیست ګوند د مرکزي کمېتې د غړي هي لیفینګ د سفر به د اګسټ تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. په دې سفر کې له دغه جګپوړي چینايي چارواکي سره یوه چینایي ډله هم ملګرې ده.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی لیفینګ به د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز (سې پېک) د لسمې کلیزې په دستوره کې هم ګډون او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او نورو جګپوړو حکومتي چارواکو سره به لیده کاته ولري.

ښاغلي لیفینګ د نړیوالو اقتصادي اړیکو او د یو کمربند او یوې لارې د نوښت په پلي کولو کې مهم رول لوبولی چې سي پېک یې یوه مهمه پروژه ده.

سي پېک د چین-پاکستان په ګډه همکارۍ د پاکستان سوېل لوېدیځ ګوادر بندر او د چین د شمال لویدېځې سیمې سنکیانګ ترمنځ د یوې لویې سوداګریزې لارې د جوړولو لپاره پیل شوې ده.

اسلام اباد کې د دغه چینايي چارواکي او د سي پېک د غونډې لپاره د دوشنبې او سې شنبې په ورځو ټول ښوونځي، کالجونه، پوهنتونونه، شخصي شرکتونه، بازارونه او سوداګریز بانکونه رخصت شوي.

وړاندې چین د هغو هېوادونو په نوملړ کې و، چې د پاکستان مرکزي بانک کې یې د پام وړ پیسو زېرمه کولو او میلیاردونو ډالرو پور په ورکولو د پاکستان اقتصاد له مخ ځوړ حالته وژغوره.

د دغه چینايي چارواکي د سفر لپاره اسلام اباد کې ټینک امنیت نیول شوی او پر تګ-راتګ ځینې ځایونو کې بندیز لګول شوی.

چین په تېرو لسو کلونو کې له پاکستان سره پر اقتصادي پروژو میلیاردونه ډالره پانګونه کړې، چې ډېره برخه یې د انرژۍ او زېربناوو پر جوړولو متمرکزه وه.‌

په تېره جولای میاشت کې پاکستان کې د حکومت له بدلېدو راهیسې پاکستان ته د چین پام نور زیات شوی دی.