پاکستان محکمې د هغې ښځې ضمانت رد کړی، چې ''د نشې په حال کې'' یې د ګاډي په ټکر یو پلار او د هغه لور وژلي وو

د عکس سرچینه، .
د پاکستان یوې محکمې د هغې ښځې د ضمانت عریضه رد کړې، چې تېره میاشت یې په کراچۍ ښار کې د نشې په حال کې ګاډی ځغلاوه او د ټکر له کبله یې یو پلار او د هغه لور وژلي وو.
نتاشه دانش نومې دې ښځې د اګست پر ۱۹ مه د کراچۍ ښار په کارساز سیمه کې له یوه موټر سایکل سره ګاډی ټکر کړی و او پر موټرسایکل ناست عمران عارف او د هغه لور امنه عارف د دې ټکر له کبله وژل شوي وو.
له پېښې وروسته د وژل شویو کسانو کورنۍ وویل، نتاشه بخښي او ځايي محکمې د 'قتل بالسبب' په قضیه کې د نوموړې ضمانت منلی و.
د هغې پېښې په تړاو د امنیتي کمرو په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د عمومي سړک تر څنګ پر څنګلارې یو ګاډي په خورا ډېره چټکتیا سره ځغلي، له موټر سایکل سره له ټکر کېږي، مخکې ځي او له یوه بل ګاډي سره هم ټکر کوي، چې پکې ناست څلور کسان ټپیان شوي دي.
د وژل شویو کسانو خپلوانو محکمې ته ویلي و، چې ''د دواوړ لوریو تر منځ معاملات حل شوي دي.''
د دې قضیې مدعي او د وژل شوي کس عمران عارف ورور امتیاز عارف د بي بي سي خبریال ریاض سهیل ته ویلي و، د وژل شویو کسانو خپلوانو موټر چلوونکې نتاشه ''في سبیل الله بخښلې ده'' او د دې لپاره یې هېڅ ډول پیسې نه دي اخیستي.
د اګست میاشتې پر ۳۱ مه بیا د نوموړې پر ضد د پاکستان دولت په مدعیت د نشه يي توکو کارولو یوه قضیه ثبت شوه.
د پولیسو لومړنی رپوټ (ایف ای ار) ښيي، چې د ګاډي ټکر پېښې پر مهال نتاشه دانش د میتهم فیتامین (ائس) نشه کړې وه.
پر دوشنبه بیا د ځايي محکمې په یوه لیکلې پرېکړه کې ویل شوي، چې د تورنې ښځې مدافع وکیل نه دی توانېدلی د نشه يي توکو کارولو قضیه کې محکمې ته د بارو وړ دلیل وړاندې کړي.

د عکس سرچینه، .
له پېښې سملاسي وروسته د تورنې ښځې مدافع وکیلانو ادعا وکړه، چې د هغې ذهني روغتیا ښه نه ده، خو وروسته د ځايي پولیسو مشر د پاکستان له انګلیسي ورځپاڼې ډان سره په یوه مرکه کې وویل، د نتاشه د وینې په معایناتو کې ثابته شوې، چې هغې د ائس په نامه نشه يي توکي کارولي وو.
له هغه وروسته د نوموړې خلاف د پاکستان دولت له لوري په محکمه کې د نشه يي توکو کارولو قضیه ثبت شوه.
پرېکړه کې ویل شوي، چې د نشه يي توکو کارولو مخنیوي قانون کې یوازې شراب نه دي یاد شوي، بلکې دغه قوانین نور نشه یي توکي هم ممنوع بولي.
محکمه وايي، د معایناتو رپوټ ماهرینو چمتو کړی، چې مدافع وکیل یې په هکله پوښتنې راپورته کړې.
د محکمې په حکم کې دغه راز ویل شوي، چې تورنې ښځې لوړې زدکړې کړې او د داسې یوه کس لخوا له لائسنس پرته د نشې په حال د ګاډي چلولو له کبله د دوو کسانو وژل کېدل د خواشینۍ وړ او حیرانونکې پېښه ده.


















