د نړیوالو مرستو راتلونکی؛ چین خو به د امریکا تشه نه ډکوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شان یوان
- دنده, د بي بي سي چین څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د امریکا له لوري د بهرنیو مرستو ناڅاپي درېدو په دې اړه په نړیواله کچه اندېښنې راپورته کړې چې تشه به یې څوک ډکه کړي. په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د بهرنیو مرستو له اوږدمهاله ژمنو په شا کېږي، مرستندوی سکتورونه او پالیسي جوړوونکي اندېښمن دي چې بیجینګ خو به نه ورمخکې کېږي. هغه چین چې پرمختیايي چارې د نرم ځواک وسیله ګڼي.
چین وار د مخه پر کمبوډیا سترګې خښې کړې دي.
هلته د جګړو له مهاله تر ځمکې لاندې پاتې ماینونه اوس هم ملکیانو ته مرګژوبله اړوي او له لسیزو راهیسې کمبوډیايي حکومت سره په دې برخه کې د مبارزې لپاره نړیوالې مرستې روانې دي.
هغسې چې ټرمپ د بهرنیو مرستو بندولو اعلان وکړ، تر هغه یوه اوونۍ وروسته په کمبوډیا کې د ماین پاکۍ ادارې (سياېماېسي) وویل چې چین د دې پروژې لپاره د ۴ اعشاریه ۴ میلیونه ډالره ورکولو ژمنه کړې چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې به پيل شي.
د مرستې له ډګره د امریکا ناڅاپي وتلو چین ته فرصت په لاس ورکړ چې ګټه پورته کړي او د خپل نرم ځواک پیاوړي کولو لپاره په افریقا کې له جنوبي هېوادونو، لاتيني امریکا، اسیا او اواقیانوسیه ملکونو سره اړیکې وغځوي.
د کمبوډیا د ماین پاکۍ ادارې مشر هینګ راتانا وروسته وویل، په داسې حال کې چې امریکا د خپلو بهرنیو مرستو پر تګلارو بیاکتنه کوي مرستې به بېرته پیل کړي.
کارپوهان وایي چې که څه هم په کمبوډیا کې د چین دا سمدستي غبرګون د پام وړ دی خو دا خامخا په دې معنا نه ده چې د امریکا د مرستو د مسئولیت اخیستلو اراده لري او یا هم بیجینګ غواړي چې د امریکا رامنځته کړې تشه ډکه کړي.
د چین د مرستو ډول
چین د نړیوالې پرمختیا یو لوی لوبغاړی دی. د مرستو رسولو شمېرو یا اېډ ډېټا د یوې څېړنې له مخې چې په ویرجینیا کې د ویلیم اېنډ مېري پوهنتون کړې ده، چین د ۲۰۰۰م او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ موده کې یو اعشاریه ۳۴ تریلیون ډالره مصرف کړي دي خو پرتله یې امریکا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۳ کاله یو اعشاریه ۲۴ ټریلیون ډالر لګولي دي چې تر چین کمې دي. له دې سره چین ځان د نړیوالې پرمختیا تر ټولو ستر تمویلوونکی ثابت کړی دی.
د چین مرستې د (بيارای) په ترڅ کې ترسره کېږي چې د (سړک او کمربند نوښت) په معنا ده. دا د چین د بهرني سیاست یو ابتکار دی چې د ولسمشر شي جینګ پينګ په لاسلیک په ۲۰۱۳ کې په دې موخه پیل شوی چې د پانګونې او زېربناو جوړولو له لارې دغه هېواد له نړۍ سره ونښلوي.
په دې وروستیو کې د بياریای لګښتونه په بې ساري کچه لوړ شوي دي.
چین په ۲۰۱۸ کې خپلې مرستې رسمي کړې او د (سيایډيسياې) یا (د چین د نړیوالې پرمختیايي همکارۍ اداره) نوم یې ورکړ چې د امریکا د پرمختیايي ادارې یا (یو اېسېډ) معادله ده.
خو د بیجینګ د مرستو ډول یا ماډل د واشنګټن هغو سره د پام وړ توپير لري.
د اېډ ډېټا د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا ۸۰ سلنه مرستې داسې ورکړل شوې چې د پور په ډول یې ترې بېرته د غوښتلو تمه نه لرله خو د چین یوازې درې سلنه مرستې داسې وې.
چین تر ډېره دا مرستې د پور یا صادراتي کرېډېټونو په توګه ورکوي ځکه خو د مخ پر ودې هېوادونو لپاره تر ټولو لوی رسمي پور ورکوونکی هېواد دی.
د امریکا د مرستو تمرکز تر ډېره پر روغتیا او بشري مرستو باندې وي خو چین له پخوا راهیسې په لویه کچه د انرژۍ، کانونو او بنسټيزو پروژو برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکوي.
د چين بيارای دريځ دا دی چې د مستقیمې مرستې پر ځای په هېوادونو کې د بنسټيزو پروژو له لارې اقتصادي وده رامنځته کېدای شي.
بیجینګ دا "له جنوب سره د جنوب همکاري" بولي چې موخه یې د نړیوالو سویلي هېوادونو تر منځ د سرچینو او پوهې تبادله ده.
په دې توګه چین د خپلو مرستو له دې ډول سره د لوېدیځ له ماډله ځان توپېروي او لوېديځ یې تورن کړی چې ګواکې خپلې مرستې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره کاروي.
خو نیوکه کوونکي استدلال کوي چې چین یوه هېواد ته د خپلو مرستو ورکولو پر مهال هلته د بشري حقونو وضعیت له پامه غورځوي خو امریکا داسې نه کوي او د بشري حقونو حالت ته کتل یې له مهمو شرطونو یو دی.
د بېلګې په ډول، لوېديځ پر روسیې پر اوکرايين د یرغل له امله بندیزونه لګولي خو چین لا هم په پرمختیايي برخه کې ډېره بسپنه ورکوي. همدا راز، چین له سريلنکا سره په داسې حال کې د بنسټيزو پروژو د پلي کولو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړ چې پر دغه هېواد د خونړۍ کورنۍ جګړې پر مهال واشنګټن خپلې مرستې ودرولې.
ایا چین د امریکا د مرستو رول پر غاړه اخیستو ته چمتو دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر کارپوهان وايي چین به د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (یواېساېډ) د رول ځایناستی نه شي.د اېډ ډېټا پالیسۍ د شننې مشره سمانتا کسټر وايي: "چین به د لوېدیځو حکومتونو په څېر د مرستو تشه ډالر د ډالر لپاره ډکه نهکړي. د دواړو ترمنځ یو اساسي فلسفي توپیر شته."
د فلسفي توپیر ترڅنګ، یو مهم خنډ لوژستیک دی. امریکا د لسیزو په اوږدو کې د نادولتي سازمانونو، حکومتونو او ځایي ټولنو له لارې د مرستو یوه پراخه نړیواله شبکه جوړه کړې.
چین دا ډول بنسټیزه شبکه نهلري. د سټاکهولم د نړیوالې سولې د څېړنې انسټېټیوټ ډاکټر جینګډونګ یوان وايي: "د دغې شبکې جوړول کلونه، که نه لسیزې، وخت نیسي".
اقتصادي محدودیتونه بل خنډ دی.
چین په ۲۰۱۶ کې د نړیوالو مرستو لپاره خپل اوج ته ورسېد او په دې کال کې یې ۱۲۵ میلیارده ډالر ولګول چې د خپلې اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ یې پرې وکړ. دا مرستې وروسته کمې شوې او په ۲۰۲۱ کې بېرته د ۲۰۰۸ کچې ته راټیټې شوې، چې یو لوی لامل یې د چین د اقتصاد سستوالی و.
د جان هاپکېنز پوهنتون استاده، ډیبورا براوټیګام، وايي په داسې حال کې چې چین په کور دننه له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، بیجینګ ته به ګرانه وي چې خلکو ته قناعت ورکړي ولې باید په نړیوالو بشري مرستو ډېرې پیسې مصرف کړي، حال دا چې خپل وګړي یې له اقتصادي فشار سره مخ دي "دا مهال په چین کې د دې ډول لګښتونو لپاره هېڅ داخلي فشار نشته".
د نړیوالو مرستو په برخه کې د چین او امریکا رول یو له بل سره مستقیمه سیالي نهده.
د امریکا د مرستو کمېدل دا مانا نهلري چې چین به سملاسي دا تشه ډکه کړي. بلکې، وروستی تاریخ ښيي چې چین به د بشري مرستو کچه ډېره لوړه نهکړي.
د ۲۰۲۳ یوه بیلګه دا ده، کله چې "یواېساېډ" د اېتیوپیا د خوراکي مرستو پروګرام د اداري فساد له امله ودراوه، چین هم د دې خلا د ډکولو لپاره خپلې مرستې ډېرې نهکړې، سره له دې چې له اېتیوپیا سره یې پیاوړي بنسټیزې اړیکې درلودې.
د لیدن پوهنتون استاد سلوادور سانتینو ریګلمې وايي: "چین ته ډېری موکې برابرې شوې چې دې برخه کې رول ولوبوي، خو دا ډېری وخت یوازې د خبرو تر حده پاتې شوې او د عملي پروژو له نظره، چین هېڅکله د مرستو یوه لویه تشه نهده ډکه کړې."
اوږدمهاله لوبه: نړیوال نفوذ کې د چین تګلاره
که څه هم چین به د "یواېساېډ" له خوا له پرېښودلو وروسته د بشري مرستو تشه ډکه نه کړي، خو دا هېواد د اوږدمهاله ستراتیژیو له لارې خپل نړیوال نفوذ پراخوي.
"یواېساېډ" د بیجینګ دا تګلاره درک کړې وه او له همدې امله یې د چین د نفوذ پر وړاندې د مقابلې لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې وه.
فرانسسکو بینکوسمي، چې پخوا د "یواېساېډ" د چین د چارو مشاور و، خبرداری ورکړی چې د مرستو ناڅاپي بندېدو"یو بشپړ ایکوسیستم ګډوډ کړی" او چین لا دمخه د "یواېساېډ" له پخوانیو شریکانو، لکه نیپال او کمبودیا، سره تماس نیولی.
هغه زیاته کړه "دا د څراغ تڼۍ نه ده چې هر وخت یې چالانه یا ګل کړئ".
کارپوهان وايي، د هغو مهمو مرستو ناڅاپي درول، چې ډېری هېوادونه پرې تکیه کوي، د چین په ګټه تمامیږي. دا بیجینګ ته فرصت ورکوي خپله داسې کیسه جوړه کړي چې چین یوازې یو همکار نه دی، بلکې د نړۍ غوره همکار دی.
د اېډ ډېټا کارپوهه سمانتا کسټر وايي: "چین لا دمخه له دې فرصته ګټه اخیستې، پرته له دې چې څه وکړي. چین د امریکا د باورمنتوب تر پوښتنې لاندې راوستلو له لارې خپل مثبت انځور جوړوي."
له ساده تبلیغاتو هاخوا، چین په تېرو شلو کلونو کې په بنسټیزو پروژو ډېر لګښت کړی، چې په (نړیوال جنوب) کې یې د خلکو زړونه ګټلي. د "نه لاسوهنې لرونکي همکار" په توګه د ځان معرفي کولو له لارې، بیجینګ خپل پرمختیایي ماډل ګڼو هېوادونو ته پلورلی.
له "سټډیوم ډیپلوماسۍ" څخه، چې چین یې په ترڅ کې په افریقا کې لوبغالي جوړ کړي، تر لاتینې امریکا کې د لویو بندرونو جوړولو پورې، بیجینګ هڅه کړې چې د پراختیایي پروژو لپاره لومړنی انتخاب شي.
چین د خپلو مالي مرستو لپاره یو مهم شرط لري او هغه "د واحد چین اصل" دی، چې له مخې یې بیجینګ پر تایوان د خپل حاکمیت ادعا کوي.
د وروستیو شمېرو له مخې، ۷۰ هېوادونو، چې ډېری یې د نړیوال جنوب برخه دي، دا اصل منلی. شنونکي وايي، دې مالي ډیپلوماسۍ د بیجینګ خوا ته د تایوان د متحدینو اړولو کې مرسته کړې.
پروفیسوره براوټیګام وايي: "هغه څو قطبي نړۍ، چې د چین مشران یې له اوږدې مودې غواړي، اوس رامنځته کېږي او د ټرمپ اداره دا بهیر ګړندی کوي".
بیجینګ ته به څو کاله وخت پکار وي چې د "یواېساېډ" ځای ونیسي، خو تر هغې پورې، د چین ثابته اوږدمهاله ستراتیژي دا هېواد چمتو ساتي چې د نړیوال نفوذ ځینې ګټې ترلاسه کړي.





















