چینايي شرکت د یوې نیمې لسیزې په ځنډ "د مېس عینک کان اړوند ودانیزې چارې پیل کړې"

د عکس سرچینه، Social media
د مېس عینک قراردادي چینايي شرکت نن له یوې نیمې لسیزې ډېر ځنډ وروسته په لوګر کې د یوې رسمي پرانېستې په ترڅ کې لومړني کارونه پیل کړل.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان بي بي سي ته وویل "د دغې سترې پروژې اړوند ودانیزې پروژې په ځانګړي ډول سړک جوړولو چارې نن چارشنبه پیل شوې چې د ده په ټکو دا په اصل کې "پر کان د عملي کار پیلېدو په مانا ده."
د طالبانو حکومت د کانونو وزارت ټینګار کړی چې د مېس عینک کان چارې به د افغانستان " ملي ګټو په رڼا کې د چینايي اېم سي سي شرکت د پخوانیو ژمنو سره سم پر مخ ځي."
د ښاغلي افغان په ټکو چینايي کمپنۍ مکلفه ده چې کاني سیمې ته نهه کیلومتره پوخ سړک وغځوي او پر کان د کار له پیله مخکې ۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولید او ځینې نورې پرمختیايي چارې هم بشپړې کړي."
دغه شرکت د تړون له مخې د کان کيندنې تر څنګ کاني سیمې ته د پاخه سړک جوړولو، ماشینونو لېږد او ځینې نورو پراختیايې پروژو مسولیت هم درلود، د همدې شرایطو له مخې نن لوګر کې مېس عینک ته د غزیدلي سړک د جوړېدو کار پیل شو چې ورسره فکر کېږي د دغه ارزښتناک کان کيندنې ته یې مزل لنډېږي.
د پرانيستې دغې مراسمو کې د لوړ پوړو طالب چارواکو تر څنګ کابل کې د چین سفیر او د اېم سي سي کمپنۍ مسولینو هم برخه اخيستې وه.
د مېس عینک کان ارزښت

د عکس سرچینه، کانونو وزارت
د عینکو مېسو کان د لوګر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه او نړۍ کې د مېسو ستر کان پېژندل شوی دی.
د اېم سي سي په نوم چینايي شرکت د عینک کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸ کال کې د هغه مهال افغان حکومت سره چې مشري یې حامد کرزي کوله لاسلیک کړی و.
په پام کې وه چې دغه شرکت پر مېس عینک کان، چې د میسو یو ستر کان بلل کېږي څه باندې درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلابېلو تخنیکي او امنیتي دلایلو له کبله یې کار ځنډېدلی و.
د لوګر د مېسو عینک کان په نړۍ کې د مېسو یو له لویو کانونو شمېرل کېږي چې اټکل کېږي له پروسس سره یې کارموندنه او پانګونه وغوړېږي.
د افغانستان کانونو وزارت دا کان په دغه هېواد کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې د مېسو دویم لوی کان بللی دی.
په دې کان د عملي چارو له پیل سره درې زره کسانو ته نېغ په نېغه او زرګونو نورو ته غیر مستقیم د کار پیدا کېدو ویل کېږي.
طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو وروسته که څه هم له ځینو قراردادیانو سره تړونونه لغوه کړل خو په ټوله کې یې د کان کيندنې پر بهیر پانګونه چټکه کړې او د افغانستان په لر او بر کې پر یو زیات شمېر کانونو کارونه پیل شوي.
د طالبانو د حکومت پر مهال د چین د اېم سي سي شرکت مسولینو څو ځلې افغانستان ته سفرونه وکړل او ټینګار یې کاوه چې په دې سیمه کې له تاریخي اثارو خوندي ایستلو وروسته به د پروژې عملي کارونه پیلوي.

د عکس سرچینه، socia media
اوس د طالبانو د کانونو وزارت وايي چې دا مهال د مېس عینک کان اړوند ټول خنډونه له منځه وړل شوي او د لرغونو اثاروخوندي ساتلو لپاره یې یوه بدیله خوندي لار غوره کړې.
ویل کېږي اوس به لرغوني اثار پر خپل ځای پاتې وي او د مېسو کېندنه به د ځمکې لاندې تونلونو له لارې کېږي او تر څنګ به یې هڅه کېږي چې لرغوني اثار هم خوندي ځای ته ولېږدول شي، معلومه نده چې پر دې ډول به د لرغونو اثارو اړوند شته اندېښنې څومره په پام کې ونیول شي.
له دې مخکې د مۍ په میاشت کې د طالبانو حکومت د کانونو پخواني سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور چین ته یو میاشتنی مهلت ورکړی و او غوښتنه یې کړې وه چې چین دې د تړون پر بنسټ ژر پر کان رسمي کار پیل کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وړاندې ویلي چې "د دغه کان د استخراج چارې کلونه کلونه ځنډېدلې او قراردادي چینايي شرکت ته یې نور وخت نشي ورکولی."
وړمه میاشت د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت دا هم ویلي وو چې د 'اېم سي سي' شرکت ټولې غوښتنې پر ځای شوې او له کانه د استخراج د پیلولو پر وړاندې ټول خنډونه لېري شوي دي."





















