کلیفورنیا کې په ډزو د ۱۱ کسانو د وژونکي ۷۲ کلن سړي مړی موندل شوی

usa

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیس وایي‌ د وسله وال بریدګر مړی په یوه سپین وان موټر کې وموندل شو
د خپرېدو وخت

د امریکا کلیفورنیا کې پولیس وایي هغه کس مړ موندل شوی چې‌ پرون شپه یې لاس انجلس ته نږدې په مونېتري پارک ښار کې ۱۱ کسان په ډزو وژلي وو.

پولیس وايي‌ دا سړی 'هو کن تران' نوموېږي او ۷۲ کلن و.

دی د نڅا په یوه کلب کې پر خلکو له ډزو وروسته تښتېدلی و او پراخ لټون یې روان و.

خو وروسته د نوموړي مړی په یوه سپین 'وان' موټر کې وموندل شو.

پولیس اوس په دې اړه څېړنې کوي، چې 'هو کن تران' ولې په دغه برید لاس پورې کړی.

د هغه لخوا د وژل شویو کسانو په اړه هم ویل شوي چې ټول د ۵۰ – ۶۰ کلونو او یا تر دې هم د پاخه منګ کسان ښکاري.‌

دې پېښه کې ۱۰ کسان ټپي‌ شوي‌ هم وو چې د ۷ روغتیايي‌ وضعیت نازک دی.

usa

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د مشکوک بریدګر په اړه ویل شوي چې 'هو کن تران' نومېږي‌ او ۷۲ کلن دی

مونتېري پارک د لاس انجلس د ختیځ شاوخوا ۱۳ کیلومترۍ کې پروت دی.

تر دې پېښې لږ مخکې په مونتېري پارک کې زرګونه کسان د نوي سپوږمیز کال جشن کې ګډون لپاره راټول شوي وو.‌

ځايي پولیسو ویلي و دا ډزې یوه سړي کړې او وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

د دغه برید د انګیزې مالومېد هڅې روانې دي.‌

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیس هڅه کوي چې د دغه برید لامل مالوم کړي

د لاس انجلس د پولیسو یوه مشر اندریو مېیر رسنیو ته ویلي، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.‌

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري‌ چې ګڼ شمېر پولیس د پېښې ځای کې راټول شوي.‌

یوه عیني شاهد لاس انجلس ټایمز ته ویلي چې درې کسان په منډه د ده دوکان ته ورغلل او ورته ویې ویل چې دروازې وتړي، ځکه یو کس له ټوپک سره ور روان دی.

امریکا کې د سپوږمیز کال جشن یوه اوونۍ دوام کوي او لسګونه زره کسان پکې برخه اخلي.

مونتېري پارک ښار شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي لري چې ډیر یې اسیايي توکمه دي.‌