افغانستان؛ د اوبو کنټرولولو ځینې کوچني بندونه ولې په اوبو لاهو شوي؟

بند
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

تېرو څو اونیو کې سختو اورښتونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نورو زیانونو تر څنګ په ځینو سیمو کې هغه کوچني بندونه یا چیک ډیمونه هم ویجاړ کړي، چې د اوبو بهیر د کنټرول او د سېلابونو زیانونو د کمولو په موخه جوړ شوي وو.

ځائي خلک وایي، ځینې دغه بندونه په وروستیو کلونو کې جوړ او لومړی ځل پکې اوبه ټولې شوې وې.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو چارواکی مني، چې ځینو سیمو کې کوچني بندونه ویجاړ شوي، خو د پلټنو خبرې تر څنګ وايي، ښایې ځینو سیمو کې سېلابونه دومره ځواکمن وو، چي دغه بندونه یې اغېزمن کړي دي.

په افغانستان کې د اورښتونو د بڼې بدلون، د سېلابونو راوتل، وچوبی، پرله پسې موسمي پېښي دا ټول د اقلیمي بدلون نښې دي، چې افغانستان کې ورځ تر بلې څرګندیږي او زیاتېږي.

ددغه ډول طبیعي افتونو او پېښو د اغېز کمولو او مخنیوي لپاره، چې تر ډېره کلیوالي خلک یې زیانمن کړي او لاهم ورسره مخ دي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وړو او منځنۍ کچې چیک ډیمونو د جوړولو بهیر پیل شوی دی.

یو شمېر مرستندویه بنسټونو په دې هېواد کې دې چارو ته مخ کړی. د خوړو او کرنې سازمان وایي، تېر کال یې په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ چیک ډیمونه جوړ کړي دي.

بند

خو وروستیو اورښتونو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه کندهار، هلمند او زابل کې جوړ شوي ځیني چیک ډیمونه ویجاړ یا هم اغېزمن کړي دي.

پر ټولنیزو رسنیو د هلمند نوزاد او د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د هغو چیک ډیمونو انځورونه او ویډیوګانې هم لاس پر لاس کېږي، چې وروستیو دوو کلونو کې جوړ او د تېرو اوونیو اوروښتونو اغېزمن کړي دي.

په یوه ویډیو کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یو چیک ډیم هم ښکاري، چې د خوړو د نړیوال پروګرام څه باندې څلور میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی او هغه کې زېرمه شوې اوبه د بند په تنه کې د رامنځته شویو درزونو څخه راوځي.

د کندهار دامان ولسوالۍ کې یو بل چیک ډیم چې څو کاله وړاندې جوړ شوی، وروستیو اورښتونو یې پرچاوۍ او خاورین دېوالونه ویجاړ کړي دي.

یوه ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، دا دریم ځل دی، چې دوی دغه بند ترمیم کړی، خو د سېلابونو له راوتلو وروسته بېرته ویجاړ شي.

دې پېښو د وړو بندونو د خوندیتوب په اړه له خلکو سره اندېښنې زیاتې کړې، چې نه یوازي د اوبو اړتیاوې به یې پوره نه شي، بلکې تر څنګ یې دا ویره هم زیاته کړې، چي د چیک ډیمونو نړېدل به مالي او ځاني زیانونه واړوي.

بند

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د یو شمېر چیک ډیمونو پروژې د کار په بدل کې د خوړو د ورکړې د پروګرام له مخي پلې شوې، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړیوال پروګرام کوي او موخه یې خلکو ته کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رئیس عبدالسلام بریالی وايي، سږکال د اورښتونو له کبله پراخ سېلابونه راووتل، چي دده په ټکو د نورو مالي زیانونو تر څنګ یې یو شمېر کوچني چیک ډیمونه هم اغېزمن کړي.

ښاغلی بریالی وايي دوی د زیانمن شویو چیک ډیمونو په اړه پلټنه پیل کړې دي. نوموړی وايي:

''هغه بندونه چې د کار کيفيت يې ټيټ وي، په هيڅ صورت د منلو وړ نه دي، هره پروژه چې دلته پلي کېږي، په ځانګړې توګه د اوبو په برخه کې، باید معیاري وي، چې تر بشپړېدو وروسته خلک ترې اغېزمن نه شي، بلکې ګټه ترې واخلي.''

ښاغلی بریالی وايي یو شمېر خاورین بندونه د خلکو له خوا جوړ شوي، چي یوه بېلګه یې په ارغسان ولسوالۍ کې وه او وروستیو اورښتونو ویجاړ کړ.

بند

د اوبو د مدیریت د برخي کارپوهان وايي ددې چیک ډېمونو د تخریب لاملونه په فني ډول د هغو نه جوړېدل او د سیمې له خاورې او چاپېریاله ناخبرتیا ده.

زمری کوچی، چې په جرمني کې یې د اوبو د مدیریت برخه کې لوړې زدکړې کړې وایي، د چیک ډیمونو مخکي د سېلابونو د اوبو د سرعت کمولو په موخه د وړو خاورینو بندونو نه جوړول، د چیک ډیم دېوال ته نژدې د پارچاوۍ (سېل لارې) جوړېدل، د کلني اورښت نه محاسبه او ناسم ډیزاین د کوچنیو او منځنیو بندونو د ویجاړېدو اصلي لامل کېدای شي . دی زیاتوي:

''هغه موسسات او ادارې، چې د کار بدل کې د نقدو پیسو یا د خوړو د ورکړي پروګرامونه مخته وړي، هغوی د سیمې په اړه مالومات نه لري، په ځانګړې توګه د کلنيو اورښتونو او د سېلابونو د فشار په اړه بې خبره دي.''

ښاغلی کوچی وايي دغه موسسات د سېلابي اوبو په لار کې یو دېوال وهي، چې پایلې یې ټولو ته ښکاره دي.

په افغانستان کې کوچني بندونه د اوبو لګولو، د څښاک د اوبو او نورو مهمو اړتیاو لپاره په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د اوبو په برابرولو کې مهم رول لوبوي.

د دوی ویجاړېدل نه یوازې د ځایی خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د دوامداره اوبو لپاره هڅې هم کمزورې او د خلکو بې باوري پر پیل شوي بهیر باندي زیاتوي.

کارپوهان وايي د کوچنیو بندونو دا ډول ویجاړېدل به مرسته کوونکي بنسټونه اړ کړي، چې خپلې مرستې ودروي، ځکه نو ددوي په خبره ددغه ډول پروژو د جوړولو پر کیفیت باید څار زیات او په اړه یې ډاډ ترلاسه شي او نه پاملرنه به یې په کلیوالي سیمو کې ناورین رامنځته کړي.