ایا افغانستان به له وچکالۍ خلاص شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عاصم مایار
- دنده, د کابل پوليتخنیک پوهنتون اوستاد
- د خپرېدو وخت
ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې دورې د سختې وچکالۍ پرمهال یانې په ۲۰۱۸ کال کې خپل سلاکار ډاکټر قیومي کلیفورنیا پوهنتون ته ولېږه چې افغانستان ته د وچکالۍ د اټکل لپاره د سیسټم پر جوړولو خبرې وکړي.
خو د نړیوالو سیسټمونو په څېر دغه پوهنتون وچکالي تر شپږو میاشتو ډېره اټکلولی نه شوه او نور مالي لاملونه هم وو چې له کبله یې هغه معامله ونه شوه.
وروسته ولسمشر غني د کابل یوه پوهنتون کې د اوبو لپاره یو څېړنیز مرکز جوړ کړ او د تاسیس پر مهال یې موخه د اوبو د ستونزو حلول یاد کړل. خو دغه مرکز هم د ځینو ستونزو له کبله تر دې دمه کومه د پام وړ پایله نه لري.
د افغانستان د اوبو لویه ستونزه وچکالي ده چې پر مهال یې پر کرنه سربېره په لویو ښارونو کې د څښاک په اوبو کې کمی راځي. سخته وچکالي په افغانستان کې ناورین جوړولی شي، ځکه چې د کلیو او بانډو ډېر اوسېدونکي خپلې لومړنۍ اړتیاوې له کرنې او مالدارۍ پوره کوي.
څېړنې اټکل کوي چې له ۲۰۴۰ مېلادي کال وروسته به افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ شي.
افغانستان د ژمي پر واورو ډېره تکیه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د اوبو کلنی بېلانس تر ډیره حده د ژمي د واورو په ورښت باندې تکیه دی، ځکه چې واوره تر باران په ځمکه ډېر وخت پاتې کېږي او د باران اوبه په ځانګړي ډول پسرلي کې د زېرمو نشتوالي له امله نه زېرمه کیږي.
د کال نور فصلونه په افغانستان کې معمولا وچ وي. همدا لامل دی چې د کال اقلیم تر ډېره د ژمي له ورښت سره تړاو لري. له دې کبله د ژمي موسم د وړاندوینو په کارولو سره د ټول کال د وچکالۍ اټکل کېدای شي.
د ورښت د اټکل نړیوال سیستمونه په افغانستان کې د روان ژمي لپاره تر اوسط کچې د لږ ورښت وړاندوینه کوي. په دې توګه په افغانستان کې پر وروستیو واورو سربېره، راتلونکی کال د ټيټې کچې وچکالۍ تمه کیږي.
د ۲۰۱۹ کال په ژمي کې-چې د اوبو له اړخه یو استثنایی کال و-افغانستان هره اوونۍ ورښت درلود، چې په ۲۰۲۰ کال کې د باران کچه نورمال حد ته راټیټه شوه.
خو د روان کال لپاره د وړاندوینو پر بنسټ، افغانستان ممکن د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر پایه یو یا دوه ورښتونه ولري، چې دا کچه تر نورمال هغه لږ ده او دا د راتلونکي کال د وچکالۍ پیل په ګوته کوي.
له همدې کبله سپارښتنه کیږي چې اړوند افغان ادارې او د دوی نړیوال مرستندویان باید اړین اقدامات پیل کړي.
پخوانیو ثبت شویو ارقامو او په افغانستان کې د وچکالۍ دورې ته په کتو، وچکالي ممکن په راتلونکو دوو یا دریو کلونو کې لا سخته شي. خو د دې کلونو لپاره باید د هر کال د ژمني ورښت د وړاندوینو پر بنسټ پریکړه وشي.
د وچکالۍ د زیان د مدیریت لپاره ستراتیژي

د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې وچکالي یوه طبیعي ښکارنده یا پدیده ده نو د پېښېدو مخنیوی یې د انسانانو لخوا ناشونی دی. خو د ښه مدیریت پر مټ کېدای شي د زیان کچه داسې کنټرول شي چې د خلکو په ژوند اثر ونه کړي.
د همدې هدف د ترلاسولو لپاره د ۲۰۱۸ کال په پای کې افغان حکومت د خوړو او کرنې له نړیوال سازمان (FAO) وغوښتل چې د افغانستان لپاره د وچکالۍ د زیان د مدیریت ستراتیژي جوړه کړي.
یادې ادارې د یو کال په تېرېدو سره دا چاره بشپړه او د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې یې ستراتیژي خپره کړه. دا ستراتیژي به د ولسمشر د دفتر لخوا د شپږو سکټوري وزارتونو، د احصایي او معلوماتو ملي ادارې او د دوی ولایتي څانګو په ګډ کار سره پلې کېږي.
د افغانستان د وچکالۍ د مدیریت ستراتیژي د لنډې، منځنۍ او اوږدې مودې موخو سره په ۱۰ - ۱۱ کلونو کې د وچکالۍ خطر له منځه وړلو لپاره خورا یو لوی پروګرام په پام کې نیولی.
دې ستراتیژۍ د ډېرو متوسطو او لویو بندونو جوړولو وړاندیز کړی چې تر اوسه څېړل شوي یا ډیزاین شوي نه دي.
دا ستراتیژي ډېرې پانګې ته هماړتیا لري- لږ تر لږه ۵۰۰ ملیارد ډالر چې د بین الوزارتي بودیجې برخې هم په نظر کې نیول شوې دي-چې اوس یې د ترلاسولو امکان لږ دی.
د ستراتیژۍ پلي کولو پر وړاندې ننګونې او خنډونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوه داسې لوی پروګرام له پلي کولو پرته په هېواد کې د وچکالۍ د زیان مدیریت ناشونی دی. بله دا چې دا ډول ستراتیژۍ اکثرا د حکومت لخوا د ملي بودیجې د تخصیص او پارلمان څخه د تصویب پر مهال په پام کې نه نیول کیږي.
همدارنګه بې ثباته سیاسي وضعیت، د حکومتي جوړښتونو بدلول او امنیتي اندیښنې د دې ستراتیژۍ پلي کول ستونزمنوي.
له بلې خوا، دا ستراتیژي افغان چارواکو ته توان ورکوي چې د هغو نړیوالو سازمانونو چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پیښو د زیان مدیریت لپاره کار کوي، مالي مرستې وغواړي.
خو په حکومت کې نوموړو ادارو ته د مناسبو طرحو جوړولو وړتیا لږ ده، چې له امله یې تر اوسه د پام وړ مرستې نه دي تر لاسه شوې.
د مخ پر وده هېوادونو د وچکالۍ د مدیریت تجربې ښیي چې دا ډول لوړ اهداف لږ تر لږه د څلوېښتو کلونو ثابتو حکومتي جوړښتونو او پالیسیو ته اړتیا لري.
تیرې نیمې پیړۍ ته په کتو، افغانانو له دوو لسیزو په کمه موده کې بشپړ حکومتونه نړولي. همدې جګړو او د حکومتونو بدلون افغانستان د بندونو او اوبو د زېرمو جوړولو ته چې د وچکالۍ د منفي اغېز په کمولو کې رغند رول لري، نه دی پریښی.
سربیره پر دې د بې ثباته سیاسي وضعیت، ټیټ ظرفیت او د بندونو د جوړولو څو اړخیزو ننګونو له کبله، د وچکالۍ له خطر د افغانستان ژغورل ګران کار دی. له بلې خوا تمه کیږي د اقلیم د بدلون له بحران سره به د وچکالۍ پېښېدل نور هم ډېر شي.
د وچکالۍ خطر له منځه وړلو پورې، ممکن افغانستان تلپاتې اقتصادي پرمختګ سره مخ نشي چې دا به د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیا اهدافو لاسته راوړل، په ځانګړي ډول د بې وزلۍ د کچې ټيټول، د لوږې له منځه وړل او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړي.




















