بې‌پولې خبریالان: طالبان دې افغان توکمی فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي خوشی کړي

د خپرېدو وخت

د بې پولې خبریالانو سازمان او ۱۵ فرانسوي رسنیو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې افغان توکمی فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي ژر خوشی کړي.

دغهّ سازمان ادعا کړې چې ښاغلی بهبودي یوه میاشت وړاندې په کابل کې د جاسوسۍ په تور د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بې پولې خبریالانو سازمان او ۱۵ نورو فرانسوي خبري رسنیو او شرکتونو چې مرتضی بهبودي له ځینو سره کار کړی و د خبرپاڼې په خپرولو د ده پر ژر خوشې کېدلو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼې کې راغلي چې ۲۸ کلن مرتضی دوه وروسته تر دې چې افغانستان ته رسېدلی و او د فوتو ژورنالست په توګه د رسمي کار اجازه پاڼې ته په تمه و، په کابل کې نیول شوی او تر اوسه بندی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي موږ په تېرو ۳۰ ورځو کې غلي وو او د ده د خلاصون هڅه مو کوله، خو اوس غواړو نړۍ خبره کړو چې دغه خبریال یو میاشت وړاندې پلازمېنه کابل کې نیول شوی دی.

دغه سازمان ادعا کوي چې ښاغلی بهبودي د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی خو دا یې نه دي ویلي چې د طالبانو حکومت کوم چارواکي یا ادارې دا تور لګولی دی.

بي بي سي هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت له اړوندو څانګو معلومات ترلاسه کړي، خو لږترلږه د کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه خبریال د دوی په توقیف کې نه دی.

مرتضی بهبودي چې فرانسوي تابعیت هم لري کلونه وړاندې له هېواده وتلی و او په فرانسه کې یې ژورنالستیک کار کاوه.

د رسنیو ملاتړ ځینې سازمانونه په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونو او له خبریالانو سره د طالبانو حکومت چلند ته اندېښمنه ښيي، خو طالبان وایي چې شرېعت په چوکاټ کې د رسنیو آزادۍ ته ژمن دي.