د افغانستان د قضا او څارنوالۍ ځینې مخکېنۍ کارکوونکې: پخواني مجرمان او د نشه‌يي توکو قاچاقچیان مو ګواښي

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي پښتو
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د قضا او څارنوالۍ برخې ځينې مخکېنۍ کارکوونکې وايي، هغه کسان یې ژوند ګواښي او له دوی د انتقام اخیستلو په تکل دي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل او یا هم د نشه يي توکو قاچاقچیان وو. ځکه چې دوی د دغو کسانو دوسیې څېړلې او په ترڅ کې یې په سزا او بند محکوم شوي وو خو تر سقوط وروسته له زندانونو خوشي شوي.

له دغو څارنوالانو او قاضیانو یې ځینې لا هم په افغانستان کې ایسارې پاتې دي او وايي چې په پټه ژوند کوي. یو شمېر یې اروپا ته د تګ په تمه په اسلام اباد کې له نامالوم وضعیت سره مخ دي او ځينې یې چې بهرنیو هېوادونو ته رسېدلې دي، په افغانستان کې خپلو پاتې کورنیو او په بهر کې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي.

موږ په کابل، اسلام اباد او لندن کې له همداسې ځينو ښځينه څارنوالانو سره غږېدلي یو او د دوی په غوښتنه یې د امنیت د خوندیتوب لپاره په رپوټ کې په مستعارو نومونو یادوو.

کابل-افغانستان

"خپل ځای هر وخت بدلوم، په یوه موقعیت کې نه اوسېږم. په کوم وضعیت کې چې اوس ژوند کوو، نه پوهېږو چې مړه یو، ژوندي یو، ډوډۍ خورو، نه یې خورو، بس روحاً ناراحته یو. زه او فامیل مې تر تهدید لاندې یو. خدای دې په ټولو فضل وکړي"

دا د څارنوالې حلیمې خبرې دي چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کاري ژوند کې یې د سلګونه تورنو کسانو دوسیې څېړلې او مجرمان یې په سزا رسولي دي. خو اوس د هغوی د انتقام له وېرې په کابل کې هغسې په پټه ژوند کولو ته مجبوره شوې لکه یو مجرم چې د قانون له منګولو ځان ساتي او له پولیسو خپلې لارې ګودرې بدلوي.

دا وايي چې کله خو ان تر کوره تعقیب یا څارل شوې ده.

"دوی موږ راواخیستلو او پر ځمکه یې راګوزار کړو"

حلیمه که څه هم په زغرده نه وایي چې "تعقیبوونکي" یې د طالبانو حکومتي مسولان او که هغه تورن کسان دي چې دې یې قضیې څېړلې او په ترڅ کې یې په بند محکوم شوي وو خو زیاتوي، "اوس چې پر لاره ځم نو ځان پټ ساتم، وایم چې څوک مې ونه پېژني. په کورنۍ مې ډارېږم چې خدای مه کړه کومه صدمه ورته ونه رسېږي"

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه واک ته د بیا رسېدو راهیسې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د جمهوريت د مهال حقوقي او قضايي نظام له منځه وړی او د ګڼو نورو ادارو غوندې یې د قضا او څارنوالۍ برخې ښځينه کارکوونکې هم له کاره منع کړې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې د ګڼو ادارو په کور ناستو ښځينه کارکوونکو ته لا هم تنخوا ورکوي خو څارنواله حلیمه وايي چې له لومړۍ ورځې دوی ته یوه ټنګه هم نه ده ورکړل شوې.

دا زیاتوي، "یوې بهرنۍ پروژې کې مې کار کاوه، هغوی هم د وروستۍ میاشتې معاش رانه وخوړ"

حلیمه وايي، د دوو کلونو بېکارۍ له کبله ان د کور ځينو وسایلو خرڅولو ته مجبوره شوې ده، "په ما مې خپل وطن او وظیفه ډېر ګران دي، کلونه مو دې خاورې ته خدمت وکړ، خو دوی موږ راواخیستلو او پر ځمکه یې راګوزار کړو"

ترې ومې پوښتل چې ولې تر اوسه افغانستان کې پاتې یې او د ځينو نورو ښځينه څارنوالانو غوندې کوم بهرني هېواد ته نه یې تللې؟

د حلیمې ځواب و، "که په عزت او ابرو له کورنۍ سره یو ځای د تګ زمینه برابره شي نو ځم، خو هغوی د پاکستان له لارې خلک بیايي، مګر زه چې مړه هم شم پاکستان ته نه ځم. که مرم، خپل وطن کې به مرم خو د پاکستان په دوا چې رغېږم هم، وبه یې نه خورم"

د یادولو ده چې ورته اندېښنې د تېرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ هم څرګندې کړې وې چې ګواکې د خپلې مخکېنۍ دندې له کبله " په افغانستان کې د تېر نظام هغه قاضیان او مدافع وکیلان له جدي خطر سره مخ دي" چې په تېر کې یې د طالبانو غړو دوسیې څارلې او یا یې له دوی تحقیق کړی و.

همدا راز یې ویلي وو، چې د تېر نظام قاضیان او مدافع وکیلان د طالبانو له لوري‌ له زندانونو د خوشي شویو تورنو کسانو د انتقام اخیستلو له جدي خطر سره مخ دي او ګڼ یې په پټه ژوند کوي.

اسلام اباد- پاکستان

"د ځمکې له لارې پاکستان ته راتګ راته سخت و، ډارېدلم چې تورخم کې مې ونه پېژني او ومې نه نیسي"

دا د څارنوالې کبرا خبرې دي چې د افغانستان د قضا او څارنوالۍ په برخه کې یې کار کړی.

که څه هم طالبان وايي، که څوک یې د "نظام ضد کړنې" ونه کړي، دوی غرض نه ورسره کوي خو کبرا وايي چې د خپل مسلک له کبله په وېره کې وه او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند ورته سخت شوی و.

کبرا زیاتوي، "ما د کورني تاوتریخوالي پر ډېرو خطرناکو قضیو کار کړی. د مخدره موادو د قاچاقچیانو مهمې دوسیې مې څېړلې دي چې اوس یې مافیا حاکمه او په قدرت کې ده. نو د ځمکې له لارې تګ ته مې اندېښنه درلوده او ډارېدلم چې هسې نه ومو پېژني"

خو له دې وېرې سره سره دا څارنواله د جمهوري نظام تر سقوط وروسته هم شاوخوا شپاړس میاشتې په کابل کې اوسېدله خو وخت راغی چې بریتانیا ته د رسېدو په تکل یې له خپل مېړه او زوی سره اسلام اباد ته د اوښتو نیت وکړ.

کبرا وايي، د پاکستان ویزې او هوايي ټېکټونه ډېر قیمته وو، "د درو کسانو پر ویزو او ټېکټونو تقریباً درې زره ډالره لګښت راته، بیا مې د کور ځينې شیان ورته خرڅ کړل او بلاخره شاوخوا څلور میاشتې مخکې اسلام اباد ته راغلو"

له خپل مسلکه لېرې والی

څارنوالې کبرا د نشه يي توکو د مخنیوي اړوند څارنوالۍ کې کار کاوه چې د بریتانیا حکومت په مالي مرسته یې چارې ترسره کېدلې او اوس د خپلو افغان کارکوونکو لپاره په بریتانیا کې د مېشتېدا د ځانګړې پروسې ارپ په ترڅ کې بریتانیا ته بېول کېږي.

دا که یو خوا ګیله منه ده چې د بریتانیا حکومت خپلو افغان نظامي کارکوونکو ته د سفر او اسلام اباد کې د اوسېدو ټول لګښتونه ورکړل خو دې هم د سفر او هم تر یوې مودې هلته د اوسېدو مصرف په خپله وکړ، نو بلخوا اوس خوشاله ده چې په یوه هوټل کې ځای او خرڅ خوراک ورته برابر کړای شوی او بریتانیا ته د بېولو بهیر یې روان دی.

کبرا زیاتوي، "له دوی ډېره منندویه یم خو مالومه نه ده چې کله مو بیايي او هیله مو ده چې ما سره مې زوی هم پرېږدي،‌ځکه چې هغه تر اتلس کلنۍ پورته دی او دوی له چا سره تر اتلس کلنۍ لوړ اولادونه نه پرېږدي"

څارنواله کبرا همدا راز دې ته هم اندېښمنه ده چې بریتانیا کې ښايي د خپل مسلک قضا او څارنوالۍ اړوند کومه دنده ورنه کړای شي او وايي، "پوهېږم چې هغه موقف او هغه عزت او ابرو به په پردي وطن کې نه لرو، لکه دلته مو چې یو ښه شخصیت او قدر درلود خو لږ تر لږه له دې اوسني روان وحشت، خطر او سپکاوي خو به مو اولادونه او موږ خوندي یو"

د یادولو ده چې د ګڼو نورو برخو په څېر طالبان په قضايي برخه کې د ښځو د رول مخالف دي.

ښايي دا هم یو لامل وي‌ چې د څارنوالې کبرا په څېر د قضا او څارنوالۍ برخې کارکوونکې په افغانستان کې خپل راتلونکی په خطر کې ویني.

لندن- بریتانیا

"یوه ورځ ما ته زنګ راغی چې زما د څو میلیونه افغانیو تریاک ضبط شوي وو، تا او قاضي دواړه نه پرېږدم، زه مو بندي کړی وم، اوس به یا هغه تریاک بېرته راته سپارئ او یا به یې پیسې راکوئ. په ما پسې یې د کور نږدې نانبايي هم کتلې وه او زموږ کوڅه کې یې هم پوښتنې کولې چې فلانۍ چیرې اوسېږي؟"

دا د څارنیار شبنم خبرې دي چې د تخلیې پروګرام په ترڅ کې شاوخوا کال مخکې لومړی اسلام اباد او بیا بریتانیا ته را انتقال کړای شوې ده. دا یوازې ده او د کور بل هېڅ غړی ورسره نه شته.

دې هم د کبرا په څېر په کابل کې د نشه يي‌ توکو د مخنیوي په یوه اداره کې د څارنوالې په توګه دنده ترسره کوله او اوس د بریتانیا د جنوب ختیځې سیمې په یوه هوټل کې مېشته ده.

که څه هم څارنیار شبنم په کابل کې له هغه تهدیده اوس زرګونه کیلومتره لرې ده خو په افغانستان کې خپلې پاتې کورنۍ ته اندېښمنه ده.

د دې ارمان دی چې که د بریتانیا حکومت یې د کورنۍ نور غړي هم ورته راولي. خو د ارپ په نوم په بریتانیا کې د افغانانو د مېشتېدنې بهیر په ځانګړي ډول د مجردو کسانو لپاره ځينې داسې محدودیتونه لري چې ښايي د شبنم دغه هیله په اسانه پوره نه کړي.

د نوي ژوند ننګونې

خو یوازې دا ستونزه نه ده، څارنیار شبنم دې ته هم اندېښمنه ده چې په بریتانیا کې د افغان کډوالو سمبالوونکې ادارې ځینې داسې کارونه او وظیفې ورته وړاندیزوي چې د دې له "مسلک او شخصیت" سره برابرې نه دي.

شبنم وايي، "کله راته وايي چې د رومیانو په فارم کې کار وکړه خو هغه زما لپاره مناسب کار نه دی. کله هوټلونو کې د صفاکارۍ او رستورانت کې د ګارسون کار راته وړاندیزوي، دا خو زه نه شم کولای"

د یادولو ده چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته په هوټلونو کې ځای ورکړی او ګڼو هغو ته یې کورونه ویشلي دي او هره میاشت هغو کورنیو ته یوه ټاکل شوې اندازه پیسې هم ورکوي چې د ګټې وټې سرچینه نه لري. خو هر کډوال هڅوي چې یوازې د دولت پیسو ته کې نه ني او په خپله هم کار وکړي.

پر انګریزي ژبې نه برلاسي او د بریتانیا له چاپېریال سره نه بلدتیا هم هغه ننګونې دي چې دغه هېواد ته راغلي افغانان یې پخپله خوښه د کار موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

څارنیار شبنم هم هڅه کوله چې د خپل مسلک اړوند کار ورته پيدا شي خو له اوږده انتظار او د کډوالو سمبالوونکو ادارو تر فشار وروسته یې اوس د ښوونځي زدکوونکو د "راهنما" په توګه دنده موندلې. که څه هم خوشاله نه ده خو دا هم غنیمت ګڼي او اوس بوخته ده.

دا یوازې څارنواله حلیمه نه ده چې د قضا او څارنوالۍ په برخه کې له دېرش کلنې تجربې سره سره اوس په کور ناستي ته اړ ایستل شوې او نه هم څارنیار شبنم یوازې هغه ده چې په یوه پردي هېواد کې د خپل مسلک خلاف کار کولو ته مجبوره شوې بلکې میلیونونه افغانې نجونې او ښځې په افغانستان کې د سیاسي بدلون له کبله په یو نا یو ډول اغېزمنې او له خپلو ارمانونونو لاس په سر کېدو ته اړ ایستل شوې دي.

د طالبانو حکومت له لوري یې پر مخ د زدکړو او کار دروازې تړل شوې او د عام ژوند په برخه کې هم له مختلفو بندیزونو او محدودیتونو سره مخامخ دي. هغه کار چې نړۍ یې په رسمیت د طالبانو له پېژندلو منع کړې ده خو طالبان وايي، ټولو افغان مېرمنو ته "خوندي چاپېریال" برابروي او هغه ټول حقونه ورکوي چې اسلام ورکړي دي.