د کډوالۍ نړیوال رپوټ: ملګري ملتونه وايي د ۷۰ سلنه کسانو جلاوطني له ۵ کلونو اوږده شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

نوي مالومات ښيي چې په تېره یوه لسیزه کې په لومړي ځل نړۍ کې له خپلو اصلي سیمو بې ځایه کېدو ته د خلکو د اړوتلو یا جبري بې ځای کېدو کچه ټیټه شوې ده.

خو ملګري ملتونه وايي، دمګرۍ په هرو لسو کې د اووه کسانو (۷۰ سلنه خلکو) کډوالي کلونو ته غځېدلې، د خپلې راتلونکې کنټرول یې له لاسه وتلی او په نورو هېوادونو کې د فقر تر کرښې لاندې په بشري مرستو ژوند تېروي.

کډ‌والو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو‌این‌اېچ‌سي‌ار) وايي، اوس پلان دا دی چې په راتلونکې لسیزه کې (تر ۲۰۳۵کال پورې) د بې‌ځای شویو او پر بشري مرستو د متکي کډوالو شمېر نیمايي ته راکښته کړي.

دغه هدف ته رسېدو لپاره د کډوالو په اصلي هېوادونو او سیمو کې د کاري فرصتونو، زدکړو، روغتیايي خدماتو او نورو دوایمي حل لارو په رامنځته کېدو ټینګار شوی او د کډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر برهم صالح له حکومتونو، بشردوستانه او پراختیايي بنسټونو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې د دغو ستونزو په حل کې مرسته او همکاري غوښتې ده.

افغانستان د نړۍ د هغو هېواونو په کتار دی، چې د تېرو څه باندې ۴ لسیزو جګړو، ناخوالو او نورو عواملو له کبله یې میلیونه وګړي یا په کور دننه بې ځایه او یا نورو هېواونو ته کډوال شوي دي.

په ۲۰۲۵م کال کې د خپل هېواد ته د ستنو شویو لویه برخه هم افغانان دي.

د ملګرو ملتونو شمېري ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲ اعشاریه ۷۸ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، چې اکثریت یې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي.

له دغو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر اوسه هم راونه ده.

د طالبانو حکومت شمېرې ښيي چې همدا تېره ورځ (چارشنبه د جون لسمه) په ټولیز ډول ۷۲۴ کورنۍ ورستنې شوې دي.

په ۲۰۲۵ کال کې وضعیت څنګه و؟

یو‌این‌اېچ‌سي‌ار وايي، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۵ اعشاریه ۴ میلیون کسان د تاوتریخوالي او له ځورونې د خلاصون لپاره نورو هېواونو ته بې‌ځایه شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو تازه رپوټ ښيي چې په دې کال کې خپلو اصلي هېوادونو او سیمو ته د ستنېدونکو کسانو لړۍ هم چټکه شوې، داسې چې ۴ اعشاریه ۴ میلیونه کسان له بهره خپلو اصلي هېوادونو او څه باندې لس میلیونه نور بیا په هېوادونو کې دننه خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.

د افغانستان، سودان او سوریې نومونه د هغو هېوادونو په توګه اخیستل شوي، چې ډېر ستنېدونکي لري.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم ۲۰۲۵م کال کې خپلو اصلي هېوادونو ته د کډوالو د ستنېدو کچه په تېرو شپږو لسیزو کې دویمې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، خو ډېر کډوال تر فشار لاندې یا په جبري ډول او په داسې حال کې خپل هېوادونو ته استول شوي، چې هلته شرایط لا هم ډېر ښه نه دي.

په ټوله کې په ۲۰۲۵ کال کې د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر له ۳ سلنې ټیټېدو سره ۴۱ اعشاریه ۶ میلیونو ته کښته شوی دی.

خو یو مثبت پرمختګ دا بلل شوی، چې په دغه کال کې نږدې ۴۶ زره بې‌هېواده وګړو د نړۍ په ۲۴ هېواونو کې تابعیت ترلاسه کړی دی.

د کډوالۍ دام کې ایسارېدل

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د چارو لوی کمېشنر وايي، ډېرو کډوالو لپاره بې‌ځایه کېدل یا د خپلو اصلي سیمو پرېښودل د ژغورنې د یوې لار په توګه پیل شي، خو بیا د ټول عمر لپاره دوام مومي.

ښاغلی صالح وايي ۷۰ سلنه کډوال له کلونو کلونو په جلاوطنۍ کې ایسار پاتې دي او ډېر یې د بې‌وزلۍ یا فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

نوموړي ویلي "پناه او ساتنه ژوند ژغورونکي دي او د بحث وړ نه دي، خو موږ داسې راتلونکې نه شو منلی چې میلیونونه کډوال پکې د کلونو یا لسیزو لپاره بې له دې چې د خپل ژوند د بیا جوړولو واقعي فرصتونه ولري، بندیان پاتې شي."

هغه ویلي، "بشردوستانه مرستې ژوند ژغوري، خو دا وروستی حل نه دی او کډوالو ته دا توان نه وربخښي چې پر خپله راتلونکې پخپله کنټرول ولري."

څه وړاندیز شوي؟

د کډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر وايي "د فکر بڼه کې بدلون ته اړتیا لرو، چې هغو خلکو ته چې له جګړې او ځورونې تښتي، د هیلو او فرصتونو نوی احساس رامنځته شي."

برهم صالح پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې خپلو اصلي هېوادونو ته د کډوالو د ستنولو د نوښت ملاتړ وکړي، چې په دې توګه میلیونونه کسان د اوږدمهاله بې‌ځایه کېدنې او پر بشري مرستو د بسیاينې له اړتیا خلاص شي.

نوموړی وايي، د دوی د نوي پلان موخه دا ده چې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې، چې ډېر کډوال پکې مېشت دي، د هغوی ستونزې حل شي. دا به د بېرته ستنېدو، ځای پر ځای کېدو او بشري ویزو د فرصتونو په زیاتولو او بشردوستانه مرستو ته له اړتیا د ځان‌بساینې کې مرسته وکړي.

ملګري ملتونه وايي، داوطلبانه ستنېدل باید اصلي حل وي. د لویو جګړو حل کېدل کولی شي میلیونونو کډوالو ته د خوندي او باوقاره ستنېدو لاره هواره کړي.

یو‌این‌اېچ‌سي‌ار مشر پر دې هم ټینګار کړی چې کډوال باید د کار بازار، زدکړو، مالي او روغتیايي خدماتو په څېر د خپلو هېوادونو په ملي سیستمونو کې شامل شي، چې عاید ترلاسه او اقتصاد کې ونډه واخلي.

په دې لړ کې پر ډېرې داخلي پانګونې ټینګار شوی دی.