يوه ډله افغان قاضيان وايي "طالبانو د دوی پر ځای بې تجربې او لږو زدکړو کسان ګومارلي"

د خپرېدو وخت

بي بي سي يو داسې پرانستی لیک ترلاسه کړی چې یو شمېر افغان قاضیانو په کې ویلي چې له "سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي". دوی وايي په "کور کېنول شوي" او پر ځای یې د دوی په وینا داسې کسان ګومارل شوي چې "لږ زدکړې لري او کاري تجربه نه لري".

خو طالبان وايي قاضیان له دندو نه دي ګوښه شوي او دوی د قضايي نظام لپاره پر یوه پلان کار کوي او له مخې به یې هغه قاضیان چې سم کار یې کړی وي دندو ته را وغوښتل شي.

په ليک کې چې بي بي سي تر لاسه کړی ادعا شوې چې دا لیک د دوه زره قاضیانو په استازیتوب چمتو شوی او د بشري حقونو د ملاتړو هېوادونو، اسلامي هېوادونو د مشرانو او د نړیوالې ټولنې په نوم کښل شوی دی.

په دې ليک کې له دې مشرانو غوښتل شوي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د قاضیانو د خوندیتوب ډاډ ورکړي او دوی خپلو دندو ته وروګرځي او یا دا چې د کډوالو په توګه ومنل شي.

په لیک کې ویل شوي چې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ سره دوی له دندې ګوښي کړل شوي او د طالبانو د حکومت له خوا داسې کسان پر دندو ګومارل شوي چې د قضا په برخه کې "تجربه نه لري".

دغو قاضیانو ویلي چې په تېرو دوه میاشتو کې د قاضیانو د وژنې او ځورولو څو پېښې رامنځته شوي او دا د دوی په وینا ښيي چې "د طالبانو ځیني خپل سري وسله وال او القاعده پورې اړه کسان چې له زندانونو خوشي شوی له دوی د غچ اخيستو په لټه کې دي".

بي بي سي د دې لیک په اړه د افغانستان د قاضیانو د ټونلې له یوه غړي سره خبرې وکړي. دا قاضي چې نه غواړي یې واخستل شي په لیک د راغلو مطالبو په تایید وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته قاضیان له "سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي".

دی وايي، د طالبانو په راتګ سره هغه ټول کسان خوشې شوي چې د اختطاف، قاچاق او نورو جرمونو په تور نیول شوي وو. ده ادعا کړې چې څو ورځې وړاندې په "هلمند کې یو قاضي ووژل شول او د داسې نورو پېښو خطر هم شته".

د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د قاضیانو د منفک کولو خبره ردوي. هغه بي بي سي ته وویل، هغه قاضیان به دندو ته را وغوښتل شي چې په تېر کې یې سم کار کړی وي، رشوت يې نه وي خوړلی او سمې پرېکړې يې کړې وي.

د نوموړي په وينا "هغه قاضيان چې په جرمونو کې ښکېل وي، له خلکو يې پيسې خوړلې وي، په غصبونو کې يې لاس درلود د هغوی جلا موضوع دی. دغه قاضيان چې شکايت يې کړی داسې ښکاري چې د ځان لپاره کېس جوړوي. که قاضيان دلته اوسېږي څوک څه نه ورته وايي".

یوه میاشت وړاندې هم یو شمیر ښځینه قاضیانو له خپل پټن ځایه بي بي سي سره خبرو کې وویل چې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. د بي بي سي د څېړنو پایله کې موندل شوي چې ۲۲۰ تنه ښځینه قاضیانې په ټول افغانستان کې ځانونه پټ کړي او د خپل امنیت اندېښمنې دي.