تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د محاکمو لپاره نوي قاضیان ګومارلي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې په کابل او ولایتونو کې یو شمیر محاکمو لپاره نژدې ۷۰ تنه قاضیان په دندو ګومارلي. د افغانستان په قضايي قوه کې په دندو نوي ګومارل شوي، ټول مولویان او مفتیان دي.
دوی کې ان یو هم روزل شوی قاضي نه دى چې پوهنتوني زده کړې ولري، خو طالبان وایي چې دا کسان ټول روزل شوي کدرونه دي.
له اعلان شوي نوملړه داسې ښکاري چې نوي ګومارل شوي قاضیان هم د تېرو ګومارنو په څیر ټول د طالبانو د غورځنګ غړي دي.
ګومارل شویو کسانو کې د ښاري او استناف محکمو رئیسان یاد شوي دي.
دې کې ډېری کسان هغه دي چې د جګړې له مهاله د طالبانو د قضايي کمېسیون غړي وو.
اعتراض کوونکي وايي، دې کې هېڅ یو داسې مسلکي قاضي نه شته چې له شرعیاتو پوهنځي فارغ وي او یا یې د افغانستان له دولتي دارالافتا سند تر لاسه کړی وي.
د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق بیا وايي، ګومارل شوي کسان مسلکي دي:
''تخصص یې کړی دی، متخصصین دي، د افتا کورسونه یې ویلي دي، کله چې دوی له علمي دورې فارغېږي، له هغه وروسته د دوو کلونو لپاره د قضا او افتا په برخه کې تخصص کوي، چې ټول مسایل او د همدې قضا او افتا اړوند وي. ''
ښاغلي وثیق بي بي سي ته وویل، په ټیټو څوکیو او اداري برخو کې د افغانستان د پخوانۍ قضایې اډانې غړي هم کار کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له څلور میاشتو پوره کېدو سره تر اوسه د نورو ادارو په څېر قضا اداره هم تر ډېره حده تشه او چارې یې ټکنۍ وې.
د چارو څارونکي وايي له دغو ګومارنو داسې برېښي چې پخواني مسلکي قاضیان او قاضیانې په کور کینول کېږی.
بي بي سي نژدې دوې میاشتې مخکې د اکتوبر وروستیو کې يو داسې پرانستی لیک ترلاسه کړ چې ادعا شوې وه دا لیک د دوه زره افغان قاضیانو په استازیتوب چمتو شوی او په کې د افغان قاضیانو له قوله ویل شوي و چې له "سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي".
مخکینو قاضیانو په دې لیک کې ویلي و، دوی په "کور کېنول شوي" او پر ځای یې د دوی په وینا داسې کسان ګومارل شوي چې "لږ زدکړې لري او کاري تجربه نه لري".
خو طالبانو هغه مهال وویل، قاضیان له دندو نه دي ګوښه شوي او دوی د قضايي نظام لپاره پر یوه پلان کار کوي او له مخې به یې هغه قاضیان چې سم کار یې کړی وي دندو ته را وغوښتل شي.
نژدې دوې میاشتې وړاندې یو شمېر ښځینه افغان قاضیانو هم له خپل پټن ځایه بي بي سي سره خبرو کې وویل چې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
هغه مهال د بي بي سي د څېړنو پایله کې وموندل شوه چې ۲۲۰ تنه ښځینه قاضیانو په ټول افغانستان کې ځانونه پټ کړي او د خپل امنیت اندېښمنې دي.