تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا یو شمېر افغان ښځینه قاضیانو ته سياسي پناه ورکوي
کاناډا وايي، هغو افغان ښځینه قاضیانو، د دوی کورنیو او د قضايي ادارو کارکوونکو ته پناه ورکوي، چې په افغانستان کې د غچ اخیستنې له ډاره بهر ته تللې دي.
د کاناډا کډوالو چارو ادارې یوه مسوول کس د جمعې پر ورځ ویلي، د افغانستان قضايي ادارو هغو نژدې ۲۳۰ پخوانیو ښځینه کارکوونکو او د دوی کورنیو ته به کاناډا کې د اوسېدو اجازه ورکړي، چې اوسمهال په یونان کې اوسي.
یو شمېر افغان قاضیانې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده د خلکو ایستلو بهیر کې ووتلې.
د کاناډا حکومت ویندوی کس په خبره کاناډا به یو شمېر هغو افغان 'ایل جي بي ټي ' کسانو ته هم په هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکوي، چې د یوه خیریه سازمان له لوري یې سپارښتنه شوې.
کاناډا ته د دې کسانو رسېدو نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي.
کاناډا ۴۰ زره افغانانو ته د پناه ورکولو ژمنه کړې، خو د دې پروګرام د نېټې په هکله یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کاناډا حکومت ۳۹۱۵ افغانان په خپل هېواد کې مېشت کړي او د بشري مرستو غیر حکومتي پروګرام له مخې دې هېواد ته ۲۵۳۵ افغان کډوال لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې نژدې ۲۷۰ ښځینه قاضیانې پر دنده ګومارل شوې وې، دوی ته په ټولنه کې د ځواکمنو شخصیتونو په نظر کتل کېدل او ډېر خلک یې پېژني، خود سپتمبر وروستیو کې شپږ ښځینه قاضیانې چې په هېواد کې دننه پټ ژوند کوي، د افغانستان بېلا بېلو سیمو کې له بي بي سي سره وغږېدلې او د طالبانو واکمنۍ کې یې د غچ اخیستل کېدو وېره څرګنده کړه.
د سپتمبر میاشتې وروستیو کې د بي بي سي په یوه څېړنه کې معلومه شوه، چې داسې ۲۲۰ افغان ښځینه قاضیانې چې مخکې یې بېلا بېلو جرمونو له کبله طالبان زندان ته استولي دي، اوس د افغانستان بېلا بېلو سیمو کې پټې ګرځي.
څېړنه کې دا هم معلومه شوې چې دوی ټولو ته له ګواښونو ډک پیغامونه رسېدلي دي.
د طالبانو د ویاند سکرتر بلال کریمي بیا هغه مهال بي بي سي ته په دې هکله وویل:
''ښځینه قاضیانې باید له هر ډول وېرې او ترهې پرته د نورو کورنیو په څېر ژوند وکړي، هیڅوک باید دوی و نه ګواښي. زموږ نظامي کسان د داسې شکایتونو ارزونې لپاره ګومارل شوي دي او که چېرې سرغړونه شوې وي، دوی به لاس په کار شي. ''
له لسیزو راهیسې افغانستان د بشري حقونو درجه بندۍ کې یو ستونزمن هېواد بلل کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان وايي، د دې هېواد ۸۷ سلنه ښځې او نجونې په خپل ژوند کې له یو نه یو ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.
دې کې د جنسي تېري، تشدد، زورکي واده او له ښځو د جایداد، زدکړو او کار حق اخیستو په څېر ټولې قضیې راتلې.
دې ښځینه قاضیانو بیا د هېواد هغه قانون پلي کاوه، چې له ښځو سره تاوتریخوالی یې د سزا وړ جرم باله، خو اوس یې ګڼ شمېر یا د سر خوندیتوب په پار یا له هېواده تېښتې ته اړ شوې او یا په هېواد کې دننه پټ ژوند کوي.