" افغانستان کې د تېر نظام قاضیان او مدافع وکیلان له جدي خطر سره مخ دي"

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو دوه ځانګړي راپور ورکوونکي وايي، په افغانستان کې د تېر نظام قاضیان او مدافع وکیلان له جدي خطر سره مخ دي او اړ ایستل شوي چې د طالبانو د قضايي نظام پېروي وکړي. 

دغو ځانګړو راپورترانو په دې برخه کې د نړیوالو بېړنۍ مرسته غوښتې ده.

دا اندېښنې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ او د قاضیانو او وکیلانو د خپلواکۍ په برخه کې ځانګړې راپور ورکوونکې مارګریت ساټرتوېټ په یوه ګډه اعلامیه کې په ډاګه کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، "د افغانستان په [تېر] حقوقي نظام کې ښکېل وکیلان، قاضیان، څارنوال او نور کسان له جدي خطر سره مخ شوي دي. هغه حقوقپوهان چې تر اوسه دنده ترسره کوي، یوه داسې حقوقي نظام ته غاړه اېښودو ته اړ شوي چې خپلواک نه دی او سختې ننګونې راولاړوي"

د جنورۍ میاشتې ۲۴مه له خطر سره د مخ وکیلانو نړیواله ورځ ټاکل شوې  او د ملګرو ملتونو دغو دواړو کارپوهانو په دې اړه په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي، "موږ په افغانستان کې د وکیلانو ناوړه وضعیت ته سخت اندېښمن یو او له دې فرصته په ګټنې سره په افغانستان کې بشري حقونو ته د ورپېښو پراخو خطرونو په اړه پرخپلو اندېښنو ټينګار کوو"

"څارنوالانو ته ورپېښ د غچ اخیستنې خطر"

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا راسېدو راهیسې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د جمهوریت د مهال حقوقي او قضايي نظام له منځه وړی.

د ملګرو ملتونو د دغو دوو راپور ورکوونکو په وینا، نوی قضايي نظام "په ډاګه نړیوال معیارونه تر پښو لاندې کوي"

د دوی په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي "وکیلان او د حقوقي برخې نور کارکوونکي له داسې خنډونو سره مخ شوي چې باور به مو رانه شي. خو له دې سره سره دوی د افغانانو د قانوني اړتیاو د پرځای کولو لپاره پر ځان فشار زغملی و. د قانون مختصصان، په ځانګړي ډول ښځې چې په دې برخه کې یې کلیدي رول درلود، ډېرې سختۍ او خطرونه ګاللي او ورسره مخ دي"

ریچارډ بېنېټ او مارګاریت ساټرتوېټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغوی د ملاتړ او ژوند لپاره دې هلې ځلې وکړي. 

دوی په خبرپاڼه کې زیاته کړې، هغه څارنوالان چې په تېر کې یې د طالبانو غړو دوسیې څارلې او یا یې له دوی تحقیق کړی و، اوس د خپلې تېرې دندې له کبله له جدي خطر سره مخ شوي دي.

" د قضا برخې ځينې کارکوونکي پټ ژوند کولو ته اړ شوي"

خبرپاڼه کې راغلي چې اوس د دوی له ډلې یې ګڼ هغه پټ ژوند کوي او "د رپوټونو له مخې، هغه تورن کسان چې د طالبانو له لوري له زندانونو ازاد کړای شوي دي، د انتقام لپاره د څارنوالانو او قاضیانو په لټه دي"

د ملګرو ملتونو د دغو ځانګړو راپور ورکوونکو په خبره، "د رپوټونو له مخې لسګونه څارنوالان په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې د نامالومو کسانو له لوري وژل شوي‌دي او احتمال شته چې ځينې پېښې ښايي له شمېر پاتې شوې هم وي"

ویل شوي چې ځينې څارنوالان هغه مهال د طالبانو لاس ته ورغلي چې کور په کور یې تلاشي کوله.

طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو په وروستیو کې یې یاده کړې چې د دوی تر مدیریت لاندې  زندانونو کې ۱۲ بندیان شته خو ټينګار یې کړی چې "سیاسي بندیان" نه لري.