"اور وژنونکې ښځې"؛ اندونیزیايۍ‌ ښځې بزګرانو سره د اقلیمي بدلون په مبارزه کې مرسته کوي

بزګرانې

د عکس سرچینه، ،تصویر کا ذریعہVICTOR FIDELIS SENTOSA

د خپرېدو وخت

ستی نوریني ځنګل ته نږدې په یوه لرګین کور کې اوسېږي، هغې ځاتنه په خپل کور کې د لمر ضد کریم جوړ کړي چې له کوره له وتلو مخکې یې کاروي.

نوموړې وايي: "که دا کریم و نه کاروو، سور لمر مو سوځوي."

نوریني د اندونیزیا په لویدیځ کې د کیتاپانګ سیمه کې د رضا کارې اور وژونکې په توګه کار کوي.

نوریني د "ښځې ځواک" په نامه د هغې ډلې همغږې کوونکې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې اور وژنې سره د مبارزې لپاره جوړه شوې.

نوریني وايي: "هر کال د اور وژنې پېښې تجربه کوي، لوګی یې دومره ډېر وي چې د سیمې اوسیدونکي اړ کېږي کډه وکړي او ښوونځي وتړي. ډېر ماشومان تنفسي ستونزو سره مخ دي."

د نوریني کلي ته نږدې د پېماتنګ ګډونګ ځنګل دی، چې د اندونیزیايي اورانګوتانو(د بیروګان یو ډول نسل) د کور په نامه یادېږي.

دې ځنګل کې خورا ډېر شمېر اورانګوتان اوسېږي.

دا سیمه لندبل ده، چې د کاربن یو تر ټولو مهمه زېرمه جوړوي، خو په وروستیو کې کرنیزو ځکمو لپاره د تقاضا زیاتېدو په موخه نړۍ کې د ځنګلونو ډېرې برخې له منځه یوړل کېږي.

اندونیزیا نړۍ کې د ډبرو سکرو یو تر ټولو بډایه هېواد دی.

دا سیمې د وچکالي له امله ډېر کله د اور لګېدنې ګواښ سره مخ دي او د سیمې خلک یې هم له سخت کړاو سره مخ کړي دي.

نوریني وايي: "اور لګېدنه ډېر کله له همدې وچو سیمو راپیلېږي او بیا هغو سیمو ته غځېږي چې اوبه لري."

د "ښځو ځواک" اور وژونکې ډله

بزګرانې

د عکس سرچینه، VICTOR FIDELIS SENTOSA

د پاور آف ومن "یا د ښځو د ځواک" په نامه د اور وژنې دغه رضا کاره ښځینه ډله په ۲۰۲۲ کال کې جوړه شوه.

پیل کې ۴۴ رضاکاره ښځو پکې کار کاوه، خو اوس دې ډله کې ۹۲ ښځې دي چې عمرونه یې د ۱۹ او ۶۰ کلونو تر منځ دي.

ډېرې یې واده کړي ښځې دي،‌ خو وروستیو کې ځينې پیغلې نجونې هم ورسره یو ځای شوي دي.

نوریني سهار وخته له خوبه راویښېږي، وریژي پخوي او کور پاکوي. په ۹:۳۰ بجو خپل موټر سایکل را اخلي او شپږو نورو ښځو پسې ځنګل ته ځي.

هغې د دې ډلې ځانګړی لباس هم اغوستی وي.

اوس د بارانونو موسم دی، نو ځکه د اور لګېدنې پېښې راکمې شوې دي. دا ښځې په هغو بزګرانو ګرځي چې لوبیا، کدو، مرچ او کیلې یې کرلي وي.

دا بزګران د محصولاتو له ټولولو وروسته ځمکې ته اور ورته کوي، چې پاتې شوني او نور اضافي توکي یې وسېځي او ځمکه بیاځلي کرکیلې ته چمتو کړي.

دې طریقې ته حکومت په هغو سیمو کې جواز ورکړی، چې د کرنیزې ځمکې مساحت له ۲۰ زره متر مربع لږ وي.

د "ښځو ځواک" په نامه دا ډله د کلي له مسولینو سره کار کوي او پر هغو ځمکو ګرځي، چې بزګران پکې خپلې ځمکې سوځوي او بیا کرکیلې ته یې برابروی. دوی بزګران هڅوي چې د خپلو ځمکو اور کنټرول کړي او د ځمکې د سیځلو پر ځای نورې پخوانۍ دودیزې لارې وکاروي.

له دې ډلې د کروندګرو ملاتړ

بزګرانې

د عکس سرچینه، VICTOR FIDELIS SENTOSA

د رضا کاره ښځو دا ډله بزګران هڅوي چې عضوي سرې وکاروي، چې ځمکې ته نایتروجن بېرته راولي او د ځمکو د سوځولو پر ځای حاصلاتو ته وده ورکړي.

نوريني وايي :"دا طریقه نه یوازې زمونږ د چاپیریال ساتنه کوي، بلکه د اوږدې مودې کرنې ته زمینه برابروي او د اقلیمي بدلون اغېزې راکموي."

۶۰ کلنه جوریا چې "د ښځو ځواک" ډلې تر ټولو پخوانۍ غړې ده وايي : "مونږ ښځينه بزګرانې هڅوو، چې خپلې ځمکې هغسې مدیریت کړي لکه پخوا به چې خلکو څنګه کولې."

دلته حاصلات په وچ موسم کې د اور لګېدنې له خطر سره مخ دي، نو ځکه د اور وژنې دا ښځینه ډله هره ورځ پر کرنیزو ګزمه کوي، چې ډاډ ترلاسه کړي او د اور لګېدنې له احتمالي پېښو ځان خبر کړي.

دوی ډېر کله د سیمې له اوسېدونکو هم د اور لګېدنې په اړه خبر ترلاس کوي او دا خبرونه بیا کله دوی ډېرو لیري پرتو سیمو ته بیايي.

کله چې او لګېدنه وشي، نوریني د ډلې نورو ښځو ته لارښوونه کوي چې د اوبو پایپونه اور ته ونیسي او اوبه پرې وشیندي.

له غرمې مخکې ښځې ټولې د نوریني کور ته راټولېږي او ناشته کوي او له هغې وروسته بیا د غرمې تر درې نیمو بجو خپلې ګزمې ته دوام ورکوي.

"د ښځو ځواک" دا ډله اندونیزیا کې د "یاري" په نامه د چاپیریال او حیواناتو د ساتنې غیر انتفاعي بنسټ له خوا جوړه شوې چې دا په دې برخه کې یو لوی نوښت ګڼل کېږي.

پیل کې "د ښځو ځواک" پر ډلې ملنډې وهل کېدې

بزګرانې

د عکس سرچینه، VICTOR FIDELIS SENTOSA

نوریني وايي، کله چې ښځې دې ډلې سره یو ځای شوی، لومړیو کې پرې خلکو ملنډې وهلې.

هغه وايي: "مونږ د خپل یونیفورم او ګزمې له امله مسخره کېدو او ملنډې راباندې وهل کېدې، خلکو به ویل چې ښځې ولې ګزمې کوي؟ له دې ښه کارونه نشته چې تاسې یې وکړئ؟"

جوریا هم له هغې دورې ترخې تجربې لري. هغه وايي، تېر کال یې هڅه کوله اور مړ کړي خو یوه بزګر پرې د دروغو تور پورې کړ او د اناناس په غلا یې تورنه کړه. هغه په دې کار ډېره خپه وه او له هغې کرکیلې لاړه.

خو کله چې پ هغې سیمه کې بیا اور لګېدلی و د سیمې خلکو له جوریا مرسته غوښته. نوموړې وايي: "کله چې د اوبو له پیپ سره هغې سیمې ته لاړم سړی ډېر خجالته و."

د یاري بنسټ‌ مشر کارمیلا لانو سانچیز وايي هغو کسانو چې یو وخت به یې پر دې ښځو ملنډې وهلې، اوس هغوی په سخت وخت کې خپلې مرستې ته راغواړي، د هغې په وینا:"بدلون سخت دی خو د سیمې په کچه یو کوچنی بدلون هم یو ښه پیل دی."

نوموړی وايي:"دلته د اوږدې مودې لپاره ښځې له پامه غورځول شوې وې، خو اوس ټول پوه شوي چې په ټولنه کې ډېره مهمه ونډه لري."

دې سیمې ته لنډ د سونګای بسار کلي د مالي چارو مشر زکریا دا ښځې "د سیمې اتلانې او د ټولنې رهبرې" یادې کړي دي. هغه وايي، تېر کال د همدې ښځو د زیار له برکته کلي کې هېڅ د اور لګېدنې پېښه نه ده رامنځته شوې.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې "د ښځو ځواک" دې ډلې د خپلو هڅو له امله د ۲۰۲۳ کال د اندونیزیا د پاکې هوا د اتلولۍ جایزه ترلاسه کړه.

نوریني وايي، مونږ په دې کار کې د حیواناتو او چاپیریال ساتنې په برخه کې ډېر څه زده کړي او دا چې څه ډول د ایکو سیسټم ساتنه وکړو او د هغه څه مخه ونیسو چې دا سیستم ګواښي.

هغه وايي: "زه یوه پنځه کلنه لور لرم، هغې ته دا ور زده کوم چې څنګه باید د ژوو او چاپیریال ساتنه وکړي."

سانچر ته د دې ډلې کار یوازې اور لګېدنې سره مبارزه نه ده، هغه وايي: "په دې کار د ښځو پر ځان باور لوړېږي او خپلې ټولنې ته خدمت کوي."