د کرېکټ د نړیوال جام سیالیو کې افغانستان بنګله دېش ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه

هند

د عکس سرچینه، AfghanistanCricketBoard

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, درم شالا، هند
  • د خپرېدو وخت

د هندوستان د درم شالا ښار کې ددې لوبې ټاس یا پچه د بنګله دېش کپتان وګټله او خپله یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ۳۷ اعشاریه دوو اوورونو کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۵۶ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

دواړه لوري به هڅه کوي چې د نړیوال جام د پیل د لوبې ګټلو سره په دې سیالیو کې ښه مورال سره راتلونکې لوبې وکړي.

پرون د افغان لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي خبري کانفرانس ته ویلي وو چې بنګله دېش سره لوبې ته بشپړ چمتو والی لري، د اسیا جام کې بنګله دېش سره له خپلو لوبو زده کړه کړې او د مقابل لوري کمزوري ټکي يې په نښه کړې دي.

ده وویل ټیم به پوره هڅه کوي چې دا سیالي وګټي.

دا د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو دریمه لوبه ده.

له دې وړاندې لومړنیو دوو سیالیو کې نیوزلینډ انګلستان او پاکستان هالیڼد ته ماتې ورکولو سره دوه دوه پواینټوڼه ترلاسه کړي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان په ننني ټیم کې رحمان الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، راشد خان، محمد نبي، حشمت الله شهیدي کپټان، نوین الحق، فضل حق فاروقي، نجیب الله ځدران او عظمت الله عمرزی دي.

د افغانستان ددې جام دویمه لوبه به د چارشنبې په ورځ له کوربه هندوستان سره وي.

تر اوسه پورې تېرو دوو نړیوالو جامو کې افغانستان ۱۵ لوبې کړې او یواځې یوه یې ګټلې ده.