د فرانسې پر دېوالونو دیهودیت نښان؛ له روسیې سره تړاو لري؟

    • Author, هوغ شوفیلډ
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, پاریس
  • د خپرېدو وخت

فرانسوي پولیس وايي، دوی فکر کوي چې پر دېوالونو د داود ستوري (د یهودیت سمبول) رسمولو کمپاین د روسیې له استخباراتو سره تړاو لري.

د یادونې ده، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د پلازمېنې پاریس او شاوخوا سیمو پر دېوالونو داسې ۲۵۰ نیلي رنګه ستوري کښل شوي، چې د اسرائیل پر بیرغ د نښان په توګه لیدل کېږي.

یو شمېر فرانسوي سیاستوالو له همدې کبله لویه غوغا جوړه کړې، چې فکر کوي د دې ستورو راڅرګندېدل د یهودیت ضد نښه ده.

په داسې حال کې چې سیاستوال د دې ستورو راڅرګندېدل نازیانو له هغه کمپاین سره ورته بولي چې د یهودانو ایستلو لپاره یې پر مېشت ځایونو ټومبل، پلټونکي محتاطانه نظر څرګندوي او په وینا یې دا ستوري په ځانګړې توګه د یهودانو پر مېشت ځایونو نه دي کښل شوي.

د پاریس پر دېوالونو د دې ستوري راڅرګندېدل یو ډول ضد او نقیض پوښتنې راپورته کړې او د ځینو په اند داسې احتمال هم شته، چې د اسرائیل بیرغ نښان ته ورته دا ستوري د یهودانو په پلویتوب انځور شوي وو، ځکه که دا د یهودانو پر ضد د کرکې څرګندونه وای، ښايي پیغام یې له دې زیات څرګند لیکلی وای.

په داسې حال کې چې د مالدوا دوه وګړي فرانسوي پولیسو نیولي، پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې، پولیس او استخبارات داسې انګیري چې دا به د ناسمو معلوماتو خپرولو روسیې کلاسیک بڼې 'دیزانفارماتسیا' یوه هڅه وي.

د څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د اکتوبر وروستیو شپو کې دوو جوړو په ځانګړې توګه دا ستوري کښلي او د ټیلیفوني اړیکې له تعقیب وروسته دوی ته معلومه شوې، چې دواړو جوړو له یوه کسه لارښوونه اخیستله، چې په وینا یې ''له هېواده بهر اوسي.''

هغه فرانسوي رسنۍ چې د دې موضوع په تړاو پوښتنو، ګروېږنو ته لاسرسی لري، له دې هم یو ګام مخکې ځي او په وینا یې دې کې د مالدوا یو سوداګر لاس لري، چې د روسیې پلوی دی.

د لي موند ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، دا انځورونه د روسیې په یوه پروپاګند پروګرام پورې تړاو لري، چې له اوږدې مودې راهیسې فعال دی او د دوفیلګانګر په نامه یادېږي.