د اذربايجان په ولسمشريزو ټاکنو کې د پنځم ځل لپاره د الهام علي اف بريا او د نړيوالو نيوکې

د خپرېدو وخت

د اذربايجان د ولسمشريزو ټاکنو د چارواکو په وينا د دغه هېواد ولسمشر الهام علی اف د ۹۲ سلنه رايو په ترلاسه کولو په پرلپسې توګه د پنځم ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې وګټلې.

نړيوال څارونکي وايي چې په ټاکنو کې د ده پر وړاندې کوم قوی کس نه و ولاړ. په دې هېواد کې د اپوزيسيون لويو ګوندونو له ټاکنو سره بايکاټ کړی دی.

د ښاغلي علي اف پر وړاندې شپږ کانديدان ولاړ وو په داسې حال کې چې هېچا يې پر حکومت نيوکه نه ده کړې.

ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې په ۲۰۲۵ کال کې ترسره شي خو وروسته له هغه چې پوځ د ارمنيا بېتلون غوښتونکو تر ولکې لاندې سيمه ونيوله، ټاکنې له وخته مخکې ترسره شوې.

د ښاغلي علي اف په زرګونو پلويان د پلازمېنې باکو سړکونو ته راوتلي وو او د هغه د بريا لمانځنه يې کوله.

دولتي رسنيو د ټاکنيزو چارواکو له خولې لیکلي چې د ۹۳ سلنه رايو په شمېرل کېدو سره ښاغلي علی اف ۹۲.۰۵ سلنه رايې ګټلې دي. په ټاکنو کې د ګډون کچه ۷۶ سلنه ښودل شوې ده.

ښاغلی علي اف معمولا په ټاکنو کې ۸۵ سلنه رايې ترلاسه کوي چې د بشري حقونو سازمانونه يې غيرعادلانه بولي.

نوموړي تېر کال وروسته له هغه د ټاکنو اعلان وکړ چې د ناګورنو قره باغ سيمې له نيولو وروسته يې په شهرت کې زياتوالی راغی.

د دې سيمې له ۱۲۰ زره ارمنيانو ډېری ارمنيا ته وتښتېدل، لوړ پوړي چارواکي ونيول شو او په بېلابېلو جرمونو تورن او محاکمې ته په تمه دي.

ښاغلي علي اف د ناګورنو قرباغ بريا د اذربايجان په تاريخ کې يوه بې سارې مهمه پېښه ګڼي او دا ټاکنې يې د "نوې دورې" پيل وباله.

په هېواد کې د اپوزيسيون يو له مهمو ګوندونو د ولسي جبهې مشر علي کریمي ویلي، چې په هېواد کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو شرایط نشته.

هغه زیاته کړې، "د غونډېدو ازادي محدوده ده، رسنۍ د حکومت تر فشار لاندې دي او سیاسي اختلافونه ځپل کېږي."

ښاغلی علي اف لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې د خپل پلار حیدر علي اف له مړینې وروسته واک ته ورسېد. د هغه کورنۍ په ۱۹۹۳ کې وروسته له هغه چې اذربايجان له شوروي اتحاد خپلواکي ترلاسه کړه د واک پر ګدۍ کېناسته.

ويل کېږي په وروستیو میاشتو کې چارواکو پر خپلواکو رسنیو فشارونه زیات کړي او یو شمېر خبریالان یې بندیان کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د چین ولسمشر شي جین پینګ او د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون یو شمېر بهرنیو مشرانو ښاغلي علي اف ته د بریا مبارکي ورکړې ده.