د سي آی اې یو پخوانی مامور په ۴۰ کاله بند محکوم شو

د خپرېدو وخت

د امریکا د استخباراتي ادارې ( سي آی اې) یو پخوانی مامور له دې کبله په ۴۰ کاله بند محکوم شوی چې وېکيلیکس ته یې د تلیفونونو د هک کولو محرمانه وسیلې په واک کې ورکولې.

جاشوا شولت په دې هم محکوم شوی، چې له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې انځورونه یې درلودل.

څارنوالانو هغه په دې تورن کړی و، چې د سي آی اې د والت ۷ په نوم محرمانه وسیلې یې افشا کړې دي.

له والت ۷ څخه په ګټې اخیستو سره د استخباراتو مامورین کولی شي ځېرک تلیفونونه هک کړي او خبر یې واوري.

دوی وايي، د امریکا په تاریخ کې دا یوله ډیرو بیباکه افشاکولو څخه دی.

د عدلیې وزارت وايي، ۳۵ کلن شولت په ۲۰۱۷ کال کې وېکيلیکس ته شاوخوا ۸۷۶۱ سندونه ورکړي دي، چې دا د سي آی اې په تاریخ کې د جاسوسي په معلوماتو کې تر ټولو لویه لاسوهنه ده.

نوموړي دا تورونه رد کړي خو په ۲۰۲۰، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په دریو فدرالي محاکمو کې په بیلابیلو تورونو مجرم ګڼل شوی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په جاسوسۍ، کمپیوټر هک کولو، محکمې ته سپکاوی، ایف بي ای ته دروغ ویلو او له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې د انځورونو په درلودلو محکوم شوی.

د متحده ایالاتو څارنوال دامیان ویلیامز وویل:

"جاشوا شولت د امریکا په تاریخ کې د ځینو بی پروا کړنو او جاسوسي جرمونو سره یې خپل هېواد ته خیانت کړی دی. "

څارنوالانو وايي، چې نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې یې غلا شوي معلومات وېکیلیکس ته ورکړي او بیا یې ايف بي ای ته د خپل رول په اړه دروغ ویلي دي.

دوی وايي، چې ظاهرا د دې کار لپاره د هغه انګیزه په کار ځای کې د اختلاف له کبله را پورته شوې غوسه ده.

څارنوالان وايي، چې شولت غوښتل هغو کسانو ته سزا ورکړي، چې د ده په ګمان ظلم یې ورسره کړی دی.

"په دې انتقام سره، هغه د خپل هېواد ملي امنیت ته ډیر زیان اړولی دی."

وېکيلیکس په ۲۰۱۷ کال کې د دغو محرمو سندونو خپرول پیل کړل.

د څارنوالانو په وینا:

"دې سمدلاسه له بهره د امریکا د دښمنانو په اړه جاسوسي معلوماتو راټولو اړوند د سي آی اې وړتیا ته زیان واړوه. پرسونل، پروګرامونه، او شتمنۍ یې په مستقیم ډول په خطر کې واچولې. او سي آی اې ته یې په سلګونه میلیونه ډالره تاوان واړوه. "

د دې لېک یا افشا کېدو وروسته ایف بي ای څو ځلې له ښاغلي شولت سره مرکې وکړې خو هغه په دې برخه کې له هر ډول مسولیت څخه اوږه خالي کړه.

څارنوالان وايي، چې له نیول کېدو وروسته یې د نورو معلوماتو د خپرولو هڅه وکړه.

نوموړي زندان ته یو تلیفون قاچاق کړ او هڅه یې وکړه، چې د سي آی اې اړوند سایبري معلومات یوه خبریال ته ورکړي.

نوموړی له ۲۰۱۸ کال راهیسې په زندان کې دی.