تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا وايي، له ایران سره نژدې راتلونکې کې د هوکړې امکان نه شته
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له ایران سره د اټومي هوکړې په هکله وویل، چې له ایران سره په لنډ مهال کې هوکړې ته رسیدل لرې خبره ده.
انټوني بلېنکن وايي:"هغه غبرګونونه چې ایران په تېره یوه اوونۍ کې یا له دې هم زیات وخت کې د اروپايي ټولنې وړاندیز شوې طرحې ته وښوده، په ښکاره دا په ډاګه کوي چې موضوع یو ګام لا شا ته پاتې ده."
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "په لنډه موده کې د یوې هوکړې امکان ناشونی دی."
ایران د دې هېواد د اتومي پروګرام اړوند هوکړې پر سر د مذاکراتو بیا پیلولو لپاره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسول جوزپ بوریل لخوا وړاندیز شوي پلان کې یو لړ ننګونې را برېسره کړې دي.
همدارنګه ایران غوښتي، د هغو دریو ځایونو قضیې هم باید وتړلی شي، چې د یورانیمو اړوند ثبت شوې دي.
اروپايي حکومتونو او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې دا غوښتنه رد کړې او ترڅنګ یې له ایرانه غوښتي، چې د یادې ادارې اړوند څاروونکو سره مرسته وکړي.
د امریکا لخوا په ایران د بندیزونو ختمولو لپاره د ایران د اټومي پروګرام محدودولو اړوند هوکړې پر سر مذاکرات د ۱۴۰۰ کال په حمل میاشت کې پیل شوې خو تر اوسه بې پایلې دي.
د ایران او امریکا ترمنځ دا ناندرۍ له اوږدې مودې راهیسې روانې دي خو تل په بېلابېلو بڼو راڅرکندېږي.
دوه ورځې مخکې ایران د امریکا تازه بندیزونه وغندل.
تهران د امریکا لخوا د دوی پر اطلاعاتو وزارت او وزیر د بندیزونو تر اعلان یوه ورځ وروسته د سپتمبر په ۱۱ مه دغو بندیزونو ته غبرګون وښود.
هغه مهال د ایسنا خبري اژانس په حواله د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي و: " امریکا لخوا پر ایران د البانیا د بې بنسټه تور د سملاسي ملاتړ اعلان او ورپسې د همدغه بې بنسټه او نا ثابت شوي تور له مخې د ایران د اطلاعاتو پر وزارت او وزیر د بندیزونو لګولو لپاره د واشنګټن چټک اقدام دا ښکاره کوي چې د دې سناریو طراح د البانیا حکومت نه بلکې امریکا ده."
ښاغلي کنعاني ایران "واشنګټن لخوا د طراحي شوې سناریو قرباني" بللی و.
د امریکا خزانې وزارت د تېرې جمعې پر ورځ اعلان وکړ ، چې د ایران پر اطلاعاتو وزارت او وزیر یې 'اسماعیل خطیب' پر امریکا او د دوی پر متحدانو سایبري بریدونو کې د لاس لرلو په تور بندیزونه لګوي.
د امریکا مالیې وزارت زیاته کړې وه، چې د ایران اطلاعاتو وزارت "لږترلږه له ۲۰۰۷ کال" راهیسې د نړۍ بېلابېلو برخو کې پر دولتي او خصوصي ادارو او موسسو سایبري بریدونه کړي.