تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا وايي، د کرمان له چاودنو مخکې یې ایران ته د "ترهګريز ګواښ" په اړه خبرداری ورکړی و
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جنورۍ په ۱۳ مه په کرمان کې د قدس ځانګړي ځواک مشر قاسم سلیماني د تلین په مناسبت له چاودنو مخکې يې ته ایران د شوني "ترهګریز برید د ګواښ" په اړه خبرداری ورکړی و.
د جنورۍ پر ۲۵ د پنجشنبې په ورځ، یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې د امریکا حکومت په کرمان کې له ځانمرګي بريد یوه اوونۍ مخکې د ایران حکومت ته د "ترهګریز برید د ګواښ" په اړه معلومات ورکړي و.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، ایران کې "د پېښېدونکي ترهګريز ګواښ" په اړه خبرداری ورکول د دې ادارې د پالیسۍ له مخې شوي، دی وايي، کله چې د "ترهګريز بريد" په اړه معلومات ترلاسه شي د "بې ګناه وګړو د مړينې مخنيوي" په موخه له نورو هېوادنو سره شريکېږي.
له دغو څرګندونو څو ساعته مخکې وال سټریټ ژورنال هم په دې اړه راپور خپور کړی و.
ایران تر اوسه د دغو څرګندونو او د وال سټریټ ژورنال راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
وال سټریټ ژورنال په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې واشنګټن په کرمان کې له ځانمرګي برید مخکې ایراني چارواکو ته د کار وړ معلومات ورکړي وو.
د راپور له مخې د بريد د ځای او وخت په اړه دا معلومات ښايي د "پېښې مخنيوي" او یا د قربانیانو شمېر کمولو کې ګټور ثابت شوي وی.
د جنورۍ په ۱۳مه په کرمان کې د قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین پر مهال په دوو چاودنو کې ۸۴ کسان ووژل شول او ۲۸۴ نور ټپیان شول.
داعش ډلې د دغو دوو چاودنو مسوولیت منلی دی.
د ايراني چارواکو په وينا د کرمان په بريدونو کې لږ ترلږه ۱۲ افغانان هم وژل شوي وو چې شپږ تنه يې ښځې او شپږ نارينه ښودل شوي.
له دغو بریدونو یوه اوونۍ وروسته، د ایران د استخباراتو وزارت وویل چې د دغو چاودنو طراح یې پېژندلی چې يو تاجکستانی وګړی او د "عبدالله تاجکي" په نامه يادېږي.
تېره اوونۍ د ایران د استخباراتو وزارت په يوه اعلامیه کې وویل چې په خراسان ولايت کې یې د داعش یو قومندان نیولی دی.