انوار الحق کاکړ: افغانستان کې ځینو ډلو ته په لاس ورغلې وسلې ټولې سیمې ته خطر دی

طالبان

د عکس سرچینه، PMO

د عکس تشریح، انوارالحق کاکړ - د پاکستان سرپرست لومړی وزیر
    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوار الحق کاکړ وايي د ناټو او امریکايي ځواکونو د بېړنیو وتلو له کبله په افغانستان کې له دوی ځینې پاتې شوې وسلې بېلابېلو ډلو ته په لاس ورغلې دي.‌

هغه زیاتوي چې دغه وسلې پاکستان، چین، ایران، د مرکزي اسیا هېوادونو او ټولې سیمې ته لوی خطر دی.

انوار الحق کاکړ ویلي پاکستان وار له مخه له دې اړخه له ستونزو سره مخامخ دی، خو د سیمې نور هېوادونه هم د اوږدمهال لپاره خوندي نه دي.

هغه دا څرګندونې پاکستان کې د جیونیوز په نامه د یوه خصوصي تلویزیون په جرګې خپرونه کې پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتونپالو د ډېرېدونکو فعالیتونو او مخنیوي لپاره یې د پاکستان حکومت د پالیسو په تړاو د ژورنالیست سلیم ساپي د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې.

نوموړي ویلي په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پاکستان کې د امنیتي پېښو د ډېرېدو په اړه د ده لیدلوری تر نورو یو څه جلا دی.

هغه وویل "ډېر خلک وايي، د دوی دا فکر و چې که له لوېدیزو پولو ورهاخوا (افغانستان کې) طالبان واک ته ورسېږي، نو د پاکستان لپاره به حالات نسبتآ ښه شي. خو وضعیت د ښه کېدو پر ځای لا نور ترینګلی شو."

خو نوموړی وايي د ده په فکر وضعیت په افغانستان کې د داخلي ادلون بدلون پرتله تر ډېره له دې کبله خراب شوی، چې د ناټو او امریکايي ځواکونو د بېړنیو وتلو له کبله په افغانستان کې د هغوی وسلې او جګړه ییز تجهیزات بې مدیریته پاتې شول او دا چې ګوندې د دغو وسلو یوه برخه ورانکاره وسله والو ډلو ته په لاس ورغلې دي.

ښاغلي کاکړ په دې لړ کې مشخصآ د شپنیو دوربینونو او نورو پرمختللو تجهیزاتو یادونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خودوی پخوا پاکستان ته د ځینو وسلو او تجهیزاتو د قاچاق او وړل کېدو په اړه رپوټونه رد کړي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، دغه وسلې او تجهیزات یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې ټولې سیمې لپاره خطر دی.

نوموړي وویل "موږ لپاره له دې اړخه ستونزې وار له مخه پیل شوې"، خو په راتلونکې کې چین، ایران او د مرکزي اسیا هېوادونه هم خوندي نه دي او منتظر دې اوسي چې کله دغسې وضعیت سره مخامخېږي.‌

انوار الحق کاکړ وايي، که امریکا او ناټو ځواکونو دغه وسلې او تجهیزات په مسوولانه ډول چا ته سپارلي وای، نو اوس به پاکستان لپاره هم اسانه وای چې له دغه مسوول اړخ سره یې خبرې اترې او اښتنې پوښتنې کړې وای.

هغه وویل د مسوولانه وتلو پر ځای د عجولانه وتلو پر خوا تګ دا زمینه برابره کړه چې دغه وسلې او تجهیزات خواره واره شي.

نوموړي زیاته کړه "هېڅوک نه پوهېږي چې د افغانستان د پخواني حکومت د ځواکونو وسلې چا ته په لاس ورغلي، چېرته تللې، یو څه یې طالبانو ته په لاس ورغلې، خو یو څه ښايي جرمي سازمانونو ته په لاس ورغلې وې"

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان ګڼو ملکي او پوځي چارواکو دغه هېواد کې زیاتېدونکو امنیتي پېښو ته له افغانستان سره تړاو ورکړی دی.

دوی ان دا دعا هم کړې، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک وسله وال افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او دا چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا تل دغه تورونه رد کړې.

د طالبانو حکومت دا هم وايي، چې له پخواني حکومت ورپاتې وسلې دوی سره ثبت او راجستر او په وسله کوټونو کې خوندي دي.

طالبان

د عکس سرچینه، TALIBAN MOD

د عکس تشریح، طالبانو خپل ځواکونه له پخواني حکومت پر ورپاتې امريکایي وسلو سمبال کړي دي

طالبانو ویلي،‌ د ۲۰۲۱ کال اګست کې د دوی لاس ته یو په بل پسې د ولایتونو د لوېدو او د پیل د ګډوډیو پر مهال ځینې تجهیزات ښايي بې ځایه شوي وي، خو پر ټول هېواد تر واکمنېدو وروسته یې دې برخې ته جدي پام کړی دی.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په مرکه کې دا هم ویلي،‌ چې د دوی پالیسي دا د ه چې دوی د یوه باثباته افغانستان غوښتونکي دي، ځکه پاکستان کې سوله او ثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلې دي.

نوموړي وویل افغانستان او پاکستان دواړو دا موضوع او دغو اهدافو ته د رسېدو پر وړاندې پراته خنډونه درک کړي او د حل پر لارو چارو یې هم غور کوي.

هغه په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې دوی د ټي‌ټي‌پي‌ او بلوڅ بېلتونپالو خلاف هممهاله د مذاکراتو او د زور کارولو پالیسي پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي ادارو په زغرده ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره خبرې پای ته رسېدلې او د زور له لارې به یې لمنځه وړي.