طالبانو ته ورپاتې امریکایۍ وسلې؛ پنټاګون یې ارزښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس د هغه رپوټ په اړه څېړنه پیل کړې چې وايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې د شاوخوا اووه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.
دغه تجهیزات امریکا تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړي وو.
د امریکا حکومت د تېر ۲۰۲۱ کال اګست کې له افغانستان خپل ځواکونه وایستل او په دې توګه یې دغه هېواد کې خپل شل کلن پوځي حضور ته پای ټکی کېښود.
خو د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو لنډو ورځو کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.
له افغانستانه په دا ډول د ځواکونو ایستلو امریکا کې دننه او بهر توند غبرګونونه راوپارول.
د دغو تجهیزاتو ارزښت څنګه مالوم شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سي اېن اېن خبري شبکې د رپوټ له مخې د امریکا کانګرس د دغه هېواد له دفاع وزارته غوښتي و چې افغانستان کې ترې د پاتې پوځي تجهیزاتو راپور ورکړي. د دغه راپور تر خپرېدو وړاندې طالبانو ته د افغانستان له مخکني حکومته د ورپاتې پوځي تجهیزاتو کره ارزښت مالوم نه و.
سي اېن اېن ویلي چې پنټاګون دغه راپور یې لیدلی دی.
د امریکا دفاع وزارت دغه رپوټ کې ویلي چې "افغانستان کې د پاتې پوځي تجهیزاتو د موندلو او لمنځه وړلو لپاره دغه هېواد ته د ورګرځېدو کوم پلان نه لري."
د دغه راپور له مخې امریکا له ۲۰۰۵ د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو (ANDSF) ته د ټولټال ۱۸ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات ورکړي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات پاتې دي.
کوم تجهیزات پاتې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنټاګون راپور کې افغانستان کې طالبانو ته د ورپاتې الوتکو ارزښت یو میلیارد ډالر ښودل شوی.
په راپور کې راغلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال افغانستان ۷۸ الوتکې موجودې وې.
خو د امریکا د دفاع وزارت راپور کې دا یادونه هم شوې چې هلته پاتې الوتکې یې له کاره غورځولې دي.
دغه راپور راغلي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال افغانستان کې د الوتکو په وسیله ۹ زره کارېدونکې تجهیزات پاتې وو چې ارزښت یې پر ۶ نیم میلیون ډالرو اوړي.
پنټاګون ویلي د دوی لخوا د افغانستان د پخواني حکومت ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له سپارل شویو ۹۶ زرو پوځي ګاډو، تر ۴۰ زرو ډېر د طالبانو لاس ته کیوتي چې ۱۲ زره پکې زغره وال هاموي موټرونه دي.
متحدو ایالتونو دې موده کې افغان ځواکونو ته ۴۰۰ زره ډول ډول ټوپکونه هم ورکړي چې ویل شوي ۳۰۰ زره ترې افغانستان کې پاتې دي.
د امریکا د دفاع وزارت دغه راپور کې راغلي چې د ګرځنده او ځای پر ځای مخابرو او سیستمونو په ګډون "نږدې ټول" ارتباطي تجهیزات هم افغانستان کې پاتې شوي.
دغه راپور کې زیاته شوې چې طالبانو ته د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو نږدې ټول شپني دوربینونه او د څارنې، بیومېتریک او موقعیت موندنې تجهیزات هم ورپاتې دي چې شمېر یې نږدې ۴۲ زره ته رسېږي.
ایا پاتې تجهیزات د کارېدو وړ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د مخکني حکومت ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ورکړل شویو چورلکو، الوتکو او نورو ډول ډول وسلو او تجهیزاتو د ساتنې او رغونې قراردادونه د امریکا له خصوصي قراردادیانو سره شوی وو.
ګڼ خلک له افغانستانه د امریکا د دغو تخصصي قراردایانو وتل هم د افغان ملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو یو عمده دلیل ګڼي.
له دې سره ځینو نړیوالو بسنټونو د دې احتمال هم ورکړی چې ګوندې "طالبانو د ورپاتې الوتکو د رغونې او کارولو لپاره بهرنۍ، د ساري په ډول د چین او روسیې تخنیکي مرستې ته مخه کړې ده."
د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو او نورو نړیوالو متحدانو یې په ۲۰۱۴ کال افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه، او د امنیت ساتنې چارې یې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارلې.
د امریکا دفاع وزارت د رپوټ له مخې دغه هېواد د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر پورې افغانستان کې پر پوځي برخه ۸۲۵ میلیارد ډالر لګولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دغو پیسو ۱۳۰ میلیارد ډالره د بیارغونې پر پروژو لګول شوي.
خو د امریکا لخوا تېر شل کاله افغانستان کې د شوې جګړې د ټول مالي لګښت مالومېدل ستونزمن ښکاري.
امریکا کې د براون پوهنتون د یوې څېړنې له مخې د دغه هېواد لخوا پر دې جګړې تر دوو تریلیونو ډېر ډالر لګېدلي.



















