د اسرائیل او غزې جګړه؛ قاهرې ته د حماس د استازي سفر او په مصر کې د اوربند لپاره د خبرو بیا پیل

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, ډېویډ ګریتن
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرائیلو د بریدونو له کبله په غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ کسان وژل شوي دي.

د فلسطين د سرې مياشتې ټولنه وايي، د فلسطين په سویلي ښار رفح کې تېرو دوو ورځو کې ۴۱ کسان وژل شوي او له دې سیمې په دا وروستیو کې له یو لک زیات کسان بې ځایه شوي دي.

د اسرائیلو پوځ وايي، د خان یونس ښار ته څېرمه خپل عملیات پراخ کړي.

د راپورونو پر بنسټ په ورته مهال کې مصر کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې بیا پیل شوې دي.

ویل کېږي، چې د حماس استازی د مصر د اوربند وړاندیز ته د ځواب ویلو لپاره قاهرې ته رسیدلی دی.

غزه

د عکس سرچینه، .

له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و، نژدې ۱۵۰ زره فلسطینیان له دې سیمو وتلو ته اړ شوي دي.

عیني شاهدانو او د حماس وسله والې څانګې ویلي و، ټانکونه د البریج کمپ څنډو ته رسېدلي دي.

اسرائیلي ځواکونو په دا وروستیو کې خپل ځمکني عملیات د دې لپاره پراخ کړي دي، چې البریج او نژدې نصرت او مغازي کمپونه په نښه کړي.

اسرائیلي ځواکونو د مرکزي غزې اړوند تړانګې اوسېدونکو ته چې البریج او النصرت کمپونه هم پکې راځي، نژدې ۹۰ زره اوسېدونکو او نژدې ۶۱ زره اوسېدونکو ته ویلي، چې د سویل پر لور دیر البلاح ښارګوټي پر لور لاړ شي.

خو ملګرو ملتونو پر پنځشنبه خبرداری ورکړی و، چې دا کسان د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري، ځکه په وینا یې په دیر البلاح کې وار له مخه خورا ډېره ګڼه ګوڼه ده او دا ښارګوټی د څو زره بې ځایه شویو کسانو کوربتوب کوي.

د غزې لپاره د ملګرو ملتونو خیریه ادارې یو این راوا مشر ټام وهائټ ویلي و، ګڼ شمېر نور خلک د سویلي غزې رفحه پر لور شړل شوي دي، چې په وینا یې: ''نو نور خلک د ځمکې یوې خورا کوچنۍ برخې ته شړل کېږي، چې د سمبالولو وړتیا یې نه لري.''

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا مسوولین ویلي، پر پنجشنبه اسرائیلي ځواکونو پر پنجشنبه د غزې بېلا بېلو سیمو کې لسګونه کسان وژلي دي.

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې وه، پر پنجشنبه د رفحه پر یوه ودانۍ د اسرائیل هوايي ځواک د بمبارۍ له کبله ۲۰ کسان وژل شوي دي، چې د رپوټونو له مخې په دې ودانۍ کې بې ځایه شوي خلک اوسېدل.

اسرائیليانو د یرغمل شویو کسانو راخوشي کولو لپاره مظاهره کړې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اسرائیليانو د یرغمل شویو کسانو راخوشي کولو لپاره مظاهره کړې.

د غزې جګړه د تېر اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس له یوه ناڅاپي برید وروسته سخته شوه، چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول. دا ډېری کسان ملکیان وو او له دې سره نژدې ۲۴۰ کسان د یرغمل په توګه غزې ته ولېږدول شول.

د حماس عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په غزه کې د ۱۱ اونیو دې جګړې له کبله تر اوسه پورې ۲۱ زره ۳۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.