لرغونو مصریانو د مړو مومیا کولو کې کوم ډول طبیعي مواد کارول؟

EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

د عکس سرچینه، EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

    • Author, عطية نبيل
    • دنده, بي بي سي، قاهره
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په ساینسي (نېچر) مجله کې د لرغونو مصریانو د واکمنۍ پرمهال د مړو مومیا کولو کې د کارېدونکو موادو په اړه څېړنه خپره شوې، په هیرګلیفي ژبه پر خټینو لوښو ځینې لیکنې شوې چې څنګه دوی مړي مومیا کول.

په څېړنه کې ویل شوي چې د جرمني یوې څېړنډلې د مصر د څېړنو له ملي مرکز سره په همکارۍ هغه کیمیاوي مواد په ۲۰۱۸ کال کې کشف کړل چې لرغونتوب یې له میلاد ۶۰۰ کاله مخکې د (صاوي). پېر ته رسېږي. دا مواد د مصر الجیزه سوېلي سقاره سیمې په یوه مقبره کې کشف شول.

څېړنډلې بېلابېل خټین لوښي وموندل او ۳۱ یې څېړنې ته غوره کړل شول چې له زرګونو کلونو راهیسې یې منځ کې ځینې مواد پاتې وو.

د مومیا په یوه مرکز کې پاتې شوني

EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

د عکس سرچینه، EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

د عکس تشریح، په څېړنه کې هغه بېلابېل خټین لوښي کشف شوي چې مومیا کېدو کې ګټه ترې اخیستل کېده

د مصر د لرغونو اثارو د شورا عمومي منشي مصطفی وزیري د پنجشنبې په ورځ د سیاحت او لرغونو اثارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جرمني څېړنډلې د مومیا په عملیه کې د کارول شویو موادو نومونه موندلي، چې پر خټینو لوښو د مصر په لرغونې ژبه لیکل شوي وو.

څېړنډلې په کشف شوو لوښو کې موندل شوي مواد وڅېړل او دې پایلې ته ورسېدل چې لرغوني مصر د انسان د جسد ساتلو کې ډېر زیار ایستلی.

په یوه ځای کې د مومیا کولو د عملیې په اړه درې ډوله مهم معلومات تر لاسه شوي، پخپله کارول شوي مواد، په لرغونې مصري ژبه یې نومونه او د مومیا پر جسد یې د کارول کېدو ځای.

سپېڅلي غوړ

EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

د عکس سرچینه، EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

د عکس تشریح، متخصصې څېړنډلې په موندل شویو لوښو کې د کارول شویو موادو پاتې شوني څېړنلي دي

له بي بي س‍ي سره خبرو کې د ملي څېړنو د مرکز غړي دوکتور محمد ابراهیم وویل، دا لومړی ځل دی چې مومیا کولو کې کارول شوي لوښي کشف شوي او ټول سالم دي او پر هر لوښي یوه کلمه لیکل شوې ده.‌

حېړنډلې پر لوښو له بهره لیکل شوی نوم د لوښي منځ‌ کې له نامه سره د مطابقت لپاره وڅېړه.

نېچر مجلې د جرمني د څېړنډلې د یوې غړې سوزانا بیک له قوله ویلي دا څېړنه د (کروموتوګرافي ګاز) د ټیکنالوجۍ په مټ ترسره شوې ده.‌

په څېړنه کې موندل شوې چې لرغونو مصریانو د مړو په مومیا کولو کې یو ډول سپېڅلي غوړ، حیواني وازده او د ځینو بوټو ایستل شوې اوبه کارولې دي.

ابراهیم زیاتوي، سپېڅلي غوړ یا تېل په کیندنو کې مشهور نه وو، خو دې څېړنې دا کشف کړای شو چې دا غوړ یا وازده د حیوان ده.‌

ناڅرګنده ماده

EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

د عکس سرچینه، EGYPTIAN MINISTRY FOR ANTIQUITIES

جرمنۍ څېړونکې سوزانا بیک وايي د (عنتیو) په نامه ماده چې د مومیا کولو په عملیه کې یې نوم ډ‌ېر یاد شوی، داسې ژباړل شوې چې دا د کنډ وزمه عطرو یو ډول ماده ده،‌ خو نویو څېړنو مومونده چې دا د وریجو له لرګیو رایستل شوي یو ډول غوړ یا تېل دي چې د سدر او (عرعر) لرګي له غوړو او حیواني غوړو سره یوځای شوي دي.

څېړنې موندلې چې د لرغوني مصر او بهرنیو دولتونو لکه منځنی بحر، افریقا او سوېلي او ختیځې اسیا ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره وه.

دوی له له هغه ځایه د مومیا لپاره بېلابېل مواد واردول او ځینې یې د مصر چاپېریال کې هېڅ موجود نه وو.‌