څېړنه: د سټون هېنج ډبرې لرغوني مصر پورې اړه لري

استون‌هنج

د عکس سرچینه، PA Media

د خپرېدو وخت

داسې ګومان کېږي چې څېړونکو اخر هم بريتانيا کې د سټون هېنج (Stonehenge) راز وموند او دا یې معلومه کړه چې دا د ډبرو لروغونی تاریخي اثر مصر پورې تړاو لري.

ګومان دا دی چې دا ځای د لرغوني جنتري کالیزه په توګه جوړ شوی ترڅو له انسانانو سره د وخت په پېژندلو کې مرسته وکړي.

د تیږو د ځای په ځای کولو شکل او ترتیب د کال تصور ښيي، چې په دې مرسته لرغونو خلکو د کال د میاشتو، اونیو او ورځو حساب برابراوه.

دا کالیزه د نن زمانې له کالیزې سره توپیر لري دا کالیزه د کلونو او لمریز کال پر بنسټ جوړه شوې.

پخوانیو مصریانو لمریزه کالیزه کاروله چې په هغه کې میاشت او کال د لمر د حرکت پر بنسټ محاسبه کېدل.

هره اوونۍ لس ورځې وې، او د هر کال د میاشتو شمېر د نن زمانې له میاشتو زیات و.

سټون هېنج څه شی دی؟

استون هنج

د عکس سرچینه، Getty Images

سټون هېنج د ډبرو منظمې ستنې او تبۍ دي چې د انګلستان په سويل لوېدیځ کې سالزبري وېلټ شاير کې موقعیت لري.

دا کلتوري میراث له تاریخه مخکینۍ زمانې څخه را پاتې دی او ډبرې یې له زیږدیزه ۲۵۰۰ کاله مخکې یادې سیمې ته را وړل شوې دي.

خلک د کال په ځانګړو وختونو کې د دې یادګار لیدو ته ورځي.

سیلانیان په ځانګړې توګه د مني او ژمي په پیل کې کله چې لمر د ډبرو ترمنځ واټن سره یو خط او یو برابر وي سیل ته ورځي.

نوې څېړنه څه وايي؟

مصر باستان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا څېړنه د بورنیموت پوهنتون د تاریخ پروفیسور تیموتي ډویل لخوا ترسره شوې.

هغه وايي، کیدای شي سټون هېنج د لرغوني مصر له کلتور څخه په الهام اخیستو جوړ شوی وي ځکه چې لرغونو مصریانو لمریزه کالیزه کاروله او همدا د هغوی لپاره د کال، میاشتو او ورځو ټاکلو رسمي ډول وه.

لمریز کال د ژمي او دوبي پر بنسټ محاسبه کېږي.

دا مهال لمر هر کال د دې ډبرینې ټولګې له ځانګړو ډبرو سره سمون پیدا کوي.

ډارویل وايي،"دې کالیزې د پوهې او درک وړ عملکرد درلود".

نوموړی وايي،"له دې ۳۰ ډبرو څخه هره یوه یې د ګردې کړۍ په شکل جوړه شوې چې د میاشتې یوه ورځ ښيي او هرې میاشتې درې اونۍ درلودې او هرې اونۍ ۱۰ ورځې درلودې. "