د مصر "طلايي بچي" مومیا شوی جسد له طلايي زړه او ژبې سره

مومیا شوی جسد

د عکس سرچینه، S.N. SALEEM, S.A. SEDDIK, M. EL-HALWAGY

د عکس تشریح، هغه انځور چې د مومیا شوي مړي طلايي زړه پکې ښکاري
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د مصر توت عنخ امون سیال پیدا شو. دا سیال یو زلمی دی چې د مصر له لرغوني پېر سره تړاو لري او ۲۳۰۰ کاله مخکې د طلا له زړه او ژبې سره مومیا شوی دی.

ددغه زلمي جسد چې اټکل کېږي په ۱۴ یا ۱۵ کلنۍ کې به مړ شوی وي، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۶ کال پیدا شو.‌ د ده د مړي پاتې شوني له لسګونو نورو جسدونو سره د کارپوهانو له بشپړې ارزونې پرته د مصر قاهرې موزیم په امبارونو کې ساتل کېده.

کله چې د قاهرې پوهنتون د ډاکتر سحار سلیم په مشرۍ یوې ډلې هوډ وکړ چې دا مومیا شوی جسد د سي ټي سکنر په مټ وپلټي، وضعیت ورسره بدل شو.

انځورونو کې ښکاري چې د مړي جسد ۴۹ تعویذونه لري چې ډېری یې له طلا جوړ شوي. ډاکتر سلیم د (طب پولې) مجلې ته یوه مقاله کې لیکلي، همدا لامل دی چې دا مومیا (طلايي بچی) نومول شوی دی.

دا کشف ددې لامل شو چې یاد مومیا د مصر په موزیم کې وساتل شي او هلته به نندارې ته وړاندې شي.

پټه خزانه

مومیا

د عکس سرچینه، S.N. SALEEM, S.A. SEDDIK, M. EL-HALWAGY

د عکس تشریح، دا مومیا تر کشفېدو وروسته کابو یوه پېړۍ د موزیم په امبار کې و

سکنونو دا شونتیا رامنځ ته کړه چې ومومي دا مومیا د هغه وخت د ټولنې د شتمنو او تندرستو کورنیو له غړو و، ځکه چې غاښونه او هډوکي یې سالم وو او د خوارځواکۍ یا ناروغۍ کومه نښه پرې نه ده لیدل شوې.

بله دا چې مړی یې په ډېرو قېمتي موادو مومیا شوی دی.‌

دا انځورونه ښيي چې له بنډاج لاندې چې د مړي بدن یې پوښلی دی، ‌د نا سُنت شوې تناسلي الې څنګ ته د دوو ګوتو په اوږدوالي یو څیز شته. دغه مومیا په خوله کې طلايي ژبه لرله او د زړه په بڼه د جواهرو ټوټې یې تر سینه لاندې اېښودل شوې دي.

ډاکتر سلیم زیاتوي چې لرغونو مصریانو د مړو پر جسدونو تعویذونه اېښودل.

مومیا

د عکس سرچینه، S.N. SALEEM, S.A. SEDDIK, M. EL-HALWAGY

د عکس تشریح، څېړنو وښوده چې دا زلمی د لرغوني مصر د ټولنې د لوړې طبقې غړی و

دغه کارپوه وايي: "په خوله کې طلايي ژبه د دې ډاډمنتیا لپاره وه چې مړ شوی له مرګ وروسته ژوند کې خبرې وکړي".

په دې انځورونو کې دا هم ښکاري چې د مړي پښې ته څپلکه ور په پښو کړل شوې او پر سر یې د سرخس ګلانو تاج اېښودل شوی.

اټکل کېږي چې دا مومیا د بطلیمیوسي پېر وروستیو کې (له کابو ۳۳۲ تر ۳۰ میلاد وړاندې) جوړه شوې، په ۱۹۱۶ کال د مصر سوېل ادفو کې کشف شوه. دا کشفونه د مشهور بریتانیايي لرغونپوه هاوارډ کارټر په مشرۍ له هغې کشفونې شپږ کاله وروسته وه چې د پاچاهانو دره کې یې د تون عنخ امون مقبره پیدا کړه.

د (طلايي بچي) پاتې شوني په دوو تابوتونو کې ساتل شوي: بیرونۍ کتیبه یې په یوناني ژبه ده او منځ‌ یې لرګین دی.