تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې 'سږ کال له واورو سره اوبه هم ډېرې شوې'
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي په هېواد کې واورینې سیمې ډېرې شوي چې ورسره د واورو له امله ترلاسه شوې اوبه هم ډېرې شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د یوې سروې په پایله کې موندلې ده چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د اورو له امله ترلاسه شوې اوبه د وړم کال پرتله ۲۷ سلنه ډېرې دي. د دې وزارت چارواکي وايي د پنج امو په سیندیزه حوزه کې د واورې د کچې معلومولو سروې د دوی د یخچالونو او واورې د سروې ډلې لخوا ترسره شوې ده.
چارواکي وايي دغه سروې په پلان شویو سیمو کې د واورې د لوړوالي او د هېواد د سیندیزو حوزو په کچه د معادل اوبو د معلومولو په موخه ترسره شوې چې د پایلو په رڼا کې یې د هېواد اوبیز وضعیت تنظم شي.
د افغانستان د اوبو اصلي سرچینې هم همدا واورې دي.
په وروستیو اونیو کې د افغانستان مرکزي، لویدیځې او ختیځې سیمې د واورو او درنو بارانونو شاهدې وې.
که له یوې خوا یو شمېر خلک او کارپوهان واورو او بارانونو ته خوښ دي چې سږکال به د اوبو له اړخه ښه وي، له بله پلوه دې ورښتونو د یو شمېر بزګرانو او مالدارانو ټول شته ترې وتروړل.
ځینې وايي داسې واورې یې په څو لسیزو کې نه وې لېدلې.
ګڼ شمېر افغان مالداران او بزګران وايي په تېرو څو کلونو کې وچکالیو دومره بې وسه او ناتوانه کړي چې په ژمي کې یې د خپلو څارویو لپاره د خوړو برابرولو وس نه درلود.
د طالبانو د حکومت کابینې له سختو وارو وروسته پرېکړه یې وکړه چې د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د اړو بزګرانو او مالدارانو څارویو ته خواړه برابر کړي.
کارپوهان وايي تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې تر څلویښت سلنې پورې په کې وچکالي وه او د کال په اخره کې وارو او بارانونو مالداران غافلګیره کړل.
په ځینو ولایتونو کې ان تر یو نیم مترو پورې واوره وشوه چې دا دی سږکال ورسره د وچکالۍ د اغیزو د کميدو شتونتیا ډېره شوې ده.