افغانستان کې واورې او بارانونه؛ مالداران وايي، اوږدې وچکالۍ دومره بې وسه کړي چې د څارویو لپاره د خوړو برابرولو توان نه لري

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په دا وروستیو ورځو کې د افغانستان مرکزي، لویدیځې او ختیځې سیمې د واورو او درنو بارانونو شاهدې وې. که له یوې خوا یو شمېر خلک او کارپوهان واورو او بارانونو ته خوښ دي چې راتلوونکی کال به د اوبو له اړخه ښه وي، له بله پلوه دې ورښتونو د یو شمېر بزګرانو او مالدارانو ټول شته ترې وتروړل.

ځیني مالداران وايي ډېر څاروي په واورو کې له مینځه لاړل او هغه چې پاتې هم د مرګ له خطر سره مخامخ دي. افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکي وايي طالب چارواکو له مالدارانو سره څارویو ته د خوړو برابرو برخه کې مرسته کړې، خو لا هم ګڼ شمېر مالداران مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پر خپل اېکس پاڼه د غلام او نصرالدین په نامه دوو مالدارانو ویډیوه خپره کړې چې د سخت واورو له امله په ژړغوني غږ د خپلو څارویو د له مینځه تللو کیسه کوي او وايي، نیمايي ساتلي څاروي یې د یخنۍ او خوړو نشتوالي له کبله تلف شوي دي.

افغان مالداران او بزګران وايي په تېرو څو کلونو کې وچکالیو دومره بې وسه کړي چې اوس په ژمي کې د خپلو څارویو لپاره د خوړو برابرولو توان نه لري. دوی د لاسنیوي غوښتونکي دي او وايي که مرسته ورسره ونه شي نو پاتې څاروي به یې هم له مینځه لاړ شي. دا مالداران وايي، څاروي مو مري، څه نه شته چې ور یې کړو، پر ځمکه هم واوره ده، واښه هم نه شته چې څارویو ته یې ورکړو، پيسې هم نه لرو چې غنم یا یو بل شی ورته واخلو.

کارپوهان وايي تېر کال په افغانستان کې تر څلویښت سلنې پورې په کې وچکالي وه او د کال په وروستیو کې وارو او بارانونو مالداران غافلګیره کړل. افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ خونې مشر خان محمد فروتن بي بي سي ته ویل چې له سختو وارورو وروسته د طالبانو حکومت تر خپله وسه له مالدارانو سره مرستې وکړې.

دی وايي: ''د اسلامي امارات حکومت د رییس الوزرا په مشرۍ بېړنۍ غونده وکړه او میلیونه افغانۍ یې څارویو ته د خوړو برابرولو لپاره ځانکړې کړې، دغه راز دفاع وزارت ان یوه الوتکه وګومارله چې څارویو ته واښه ورسوي. حکومت تر هغه ځایه چې شونې وه خدمات وړاندې کړل خو افغانستان کې غرني ولایتونه ډېر دي، ښايي اوس هم ځینې مالداران مرستې ته اړتیا ولري. هره موسسه او بنسټ چې کولای شي له افغان مالدارانو سره مرسته وکړي ډېره ښه ده ځکه چې دا ډېر بې وزله او بې وسه خلک دي.''

د سختو واورو، برف کچونو، د غره او ځمکې د ښوویدو په پېښو کې سږکال ژمی د مالي تاوانونو ترڅنګ لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله هم واوښته. په ځینو ولایتونو کې ان تر یو نیم مترو پورې واوره وشوه.

موږ هڅه وکړه چې له اړوندو طالب چارواکو د واورې او سړې هوا له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي تاوانونو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړو خو دوی په دې اړه څه ونه ویل.

د څو ورځې وړاندې د شمېرو له مخې سږکال په بېلا بېلو سیمو کې د سختو واورو، برف کچونو او سړې هوا له امله۳۹ تنو خپل ژوند بایللی، سلګونه خامه کورونه نړیدلي او څه باندې ۱۴ زره څاروي هم له مینځه تللي دي.

له دې سره هممهاله یو شمېر خلک او کارپوهان سږنیو واورو او بارانونو ته خوښ دي او وايي چې راتلونکی کال به د اوبو له اړخه ښه وي.