د امریکا د ولسمشر جو بایډن په کور کې نور پټ اسناد موندل شوي

د ویډیو تشریح، پر جو بایډن فشارونه؛ کور کې یې پټ اسناد موندل شوي
د خپرېدو وخت

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن په کور کې – چې په ډېلاوېر کې دی – پنځه مخه نور "پټ" اسناد موندل شوي.

د بایډن ځانګړي وکیل ریچرډ سوپر ویلي، د اضافي اسنادو خبره د پنجشنبې په ورځ ډاګیزه شوه او دا اسناد سم لاسي عدلیې وزارت ته سپارل شوي دي.

ښاغلی سوپر وايي، دا اسناد د هغه مهال دي چې بایډن د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و.

د امريکا لوی څارنوال د دې مالومولو لپاره يوه ځانګړی پلاوی ټاکلی چې ایا ښاغلي بايډن د مرستيال ولسمشر دندې پر مهال د خپل پټ کاري ريکارډ سره په چلن قانون مات کړی، که څنګه.

د پټو اسنادو لومړۍ ټولګه د واشنګټن يوه څېړنيز مرکز کې د بایډن پخواني دفتر کې موندل شوې وه.

د دې اسنادو موندل کېدو له سیاسي اړخه پر ولسمشر جو بایدڼ فشار ډېر کړی.‌

مخکې پټ‌ اسناد د بایډن د هغه سپورتي موتر په ګیراج کې موندل شوي وو چې د شپېتمې لسیزې پېر ته ورګرځي.

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خبري رپټونه وايي، ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته بایډن شاوخوا ۲۰۰ یا ډېرې ورځې د دېلاوېر پخپل پلرني کور کې تېرې کړې دي.

د بایډن وکیل پر ټویټر لیکلي، د ولسمشر وکیلانو د هغه ځای د تلاشۍ لپاره لازم امنیتي جواز نه درلود چې د دغو "پټو" اسنادو لومړۍ پاڼه پکې تېره چارشنبه موندل شوې وه.

وکیل سوپر چې امنیتي جواز لري، ویلي په وېلاوېر کې د بایډن کور ته د پنجشنبې په ماښام ورغی چې دا اسناد چمتو او عدلیې وزارت ته وسپاري،‌ چې نور اسناد یې هم وموندل.‌

دی وايي "د عدلیې وزارت هغو مسؤلینو ته مې دا اسناد سپارل چې له ما سره ملګري وو، چې پنځه پاڼې نور پټ اسناد وموندل شول او پرې د (پټ اسناد) ټاپه وهل شوې وه، په دې سره ټول شپږ پاڼې شوې".  

وکیل وايي، سپینه ماڼۍ په دې مسله کې له ګومارل شوي ځانګړي سلاکار سره په څېړنه کې مرسته کوي.

دا شپږ پاڼې به له هغو اسنادو سره یوځای شي چې په ډیسمبر کې د هغه د کور په ګیراج او د بایډن مخکني دفتر (بن بایډن) مرکز کې نومبر کې موندل شوي وو.

د جمعې په ورځ سي بي اېس خبري اژانس وویل،‌کابو لس اسناد د بن بایډن مرکز کې د (پټ)‌ سند په کتګورۍ کې موندل شوي چې (ډېر پټ) اسناد هم پکې وو.

په امریکا کې د منځپانګې له اړخه پټو اسناد پر دریو کتګوریو وېشل کېږي: "بند" مواد،‌ "پټ" او "ډېر پټ".‌

د "ډېر پټ" اسنادو افشا کېدل د "ډېر لوی زیان" اړولو لامل هم کېدای شي.

خبري رپټونه وايي، ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته بایډن شاوخوا ۲۰۰ یا ډېرې ورځې د دېلاوېر پخپل پلرني کور کې تېرې کړې دي.