ګډ جومات او خپلمنځي ودونه: هغه کلی چې سني او شيعه پکې د يو بل ګاونډیتوب خوښوي

- Author, افتخار خان
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې د بېلابېلو مذهبي ډلو تر منځ تاوترېخوالی او شخړې په دې تېره څه موده کې لا ډېرې شوې دي. سوریه کې د اوسنۍ جګړې لوی لامل هم د فرقې پر اساس شخړې وې.
د پاکستان بېلابېلو سيمو او په ځانګړې توګه کرمه ضلع کې هم د سني او شيعه ډلو تر منځه په دې وروستيو کې تاوترېخوالی ډېر شوی دی، خو ورته وخت کې د خیبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې اوس هم يو داسې کلی شته چې د شيعه او سني ډلو ترمنځ د مينې او غوره ګاونډيتوب تارونه کلک دي او له یوه بل سره خواخوږي یې بې سارې بلل کېږي.
د جومات فولادي منار او په چت لوړ لګول شوی لاوډ سپېکر هغه څه دي چې پيرا کلي ته د راتلونکو پرې لومړی نظر پريوځي.
دا جومات د اسلامي مذهبونو دوه لويو ډلو "سني" او "شيعه" تر منځ د يووالي يوه کمسارې نخښه ده او د کلي دواړه ډلې يې عبادت لپاره يو شان کاروي.
د لمونځ لپاره له اذان سره سم يوه ډله په سملاسي توګه جومات ته راځي او پنځلس دقيقې وروسته کله چې خپل لمونځ ادا کړي، له جومات بهر وځي چې دا راز بلې ډلې ته پر جمعې د لمونځ کولو فرصت ورکړي.
پيرا کې د شيعه ډلې مذهبي مشر او خطيب سيد مظهر علي عباس وايي، دا عمل له تېرې يوې پېړۍ راهېسې روان دی.
دې لړ کې د جومات پخوانۍ ودانۍ نوې کړل شوه خو هيچا د دې عمل د بدلولو هڅه نه ده کړې او نه یې اړتيا احساس کړې ده.
د اسنادو پر اساس، دا جومات د شيعه ډلې ملکيت دی خو د برق بل او نور مصرفونه يې دواړه ډلې په ګډه پرېکوي. د جومات د ساتنې مسؤل مظهر علي عباس وايي، دا جومات همدومره د سنیانو هم دی، څومره چې د شعیهګانو دی.

دلته سني او شيعه دواړې ډلې د خپل دود او طريقو پر اساس لمونځ کوي او له دې ځايه کېدونکي اذانونه هر وخت بدل وي، ځکه چې کله يې يوه ډله وايي او کله بله.
د يوه نا ليکل شوي تړون له مخې، دې جومات کې د اذان نوبت او وختونه ويشل شوي دي. د سهار، ماسپښين او ماښام اذانونه د شيعه ډلې لخوا ترسره کيږي، او د مازيګر او ماسخوتن اذانونه بيا د سني ډلې لخوا کيږي.
په روژه کې لکه څرنګه چې اهل سنت د خپلې عقېدې له مخې له اهل تشيع څخه څو دقيقې مخکې روژه ماتوي نو دې مياشت کې بيا دواړه ډلې له دې ځايه د ماښام اذان کوي.
دې جمات کې که د یوې ډلې لمونځ کوونکي د جمعې له لمونځ پاتې شي، د بلې ډلې د جماعت په لمانځه کې ورګډېږي او په خپله طریقه یې ادا کوي.
پيرا کلي کې نور يو شمېر جوماتونه هم شته خو مرکزي او تر ټولو ستر جومات يې هم دا دی.
د دغه جومات په ګډه کارول په هغه لاملونو کې تر ټولو ستر دی چې دغه کلي کې په مذهبي بنسټ ويشل شوي پنځه زره نفوس د يو بل سره په امن او خوښۍ اوسيږي. پيرا کلي کې د اهل تشيع او اهل سنت هدیره هم د جومات په څېر ګډه ده او د دواړو مذهبي ډلو پلویانو په خپلو کې دوستۍ او ودونه هم سره کړي دي.
محمد صدیق خپله له اهل سنت سره تړاو لري خو مېرمن يې شيعه ده۔ صديق په خپله خوښه واده کړی دی او وايي د انجلۍ د کورنۍ په قانع کولو کې يې ډېره موده لګېدلې وه، خو زیاتوي د ځنډ دلیل یې د ده مذهبي تړاو نه و، بلکې دې ټولنه کې د مينې واده لپاره د کورنيو قانع کول تل يو ستونزمنه مرحله وي.
د هغه د واده نژدې اتلس کاله پوره کيږي او وايي دی او مېرمن دواړه یې د خپلو پخوانیو مذهبونو پر اساس عبادت کوي.
يو بل ځايي تن امجد حسېن شاه وايي، دغه کلي کې ځينې کورنۍ داسې دي چې مور او پلار يې يوې مذهبي ډلې سره تړاو لري او بچيان یې بلې سره.
امجد حسېن شاه وايي"دلته خلک په دې پوهېږي چې مذهب شخصي معامله ده"
پيرا کې مذهبي غونډې او دستورې هم د يووالي يوه بېلګه ده

په لوی اختر کې دلته ډيری سني او شيعه کورنۍ په شريکه د قربانۍ څاروي اخلي او د ابراهيم پېغبمر سنت ژوندي کولو لپاره په ګډه قرباني کوي.
دې کلې کې ډېری اهل سنت بريليان دي. د اهل سنت خطيب سيد سجاد حسين کاظمي وايي کله چې دوی د اسلام پغمبر حضرت محمد (ص) د (مېلاد النبي) غونډې کوي نو د شيعه ډلې پلویان هم پکې ګډون ورسره کوي. دغه راز د محرم په مياشت کې بيا اهل سنت هم د اهل تشيع غونډو او جلسو ته ورځي او يووالی ورسره ښيي.
هم دا راز د دې کلي اوسيدونکي د يو بل غم او خوشالو کې شريک وي.
پيرا کلي ته د بي بي سي د ورتګ پر ورځ ځايي مشرانو د زکات کمېټې د مشر لپاره ټاکنې کولې. تېر څو کلونه یو اهل سنن د دې کمېټې مشر و خو دا ځل له اهل تشيع یو تن د دې کمېټې مسؤل وټاکل شو.
مظهر علي وايي د دوی کورنۍ په دې ټاکنو کې د اهل سنت د (پاتې شوي) تن ملاتړ کوه خو د ډېرو کسانو رايې له دوي بدلې وې.
ده وويل "موږ په ټاکنو کې کله هم د مذهب په بنسټ د يو چا ملاتړ يا مخالفت نه دی کړی بلکې تل هغه تن ګمارو چې زموږ په فکر د ټولنې ته د خدمت او ښېګڼې جوګه وي"
خو دا دود او تاريخ تل داسې نه دی پاتې. نژدې شل کاله وړاندې په بلدياتي ټاکنو يا د ځاي استازو په ټاکنو کې د دواړو ډلو تر منځه د کرکې پېدا کولو هڅه شوې وه.

پيرا نه يواځې د کلي نوم دی بلکې دغه يونين يونسل ته هم دا نوم ورکړل شوی. يونين کونسل کې په ټوله کې يوولس کلي دي او يواځې دې کلي کې اهل تشيع اباد دي. د دې کلي د شيعه ډلې سره تړون لرونکی سيد منير شاه هم دغه ټاکنو کې د تحصيل کونسل غړيتوب لپاره برخه اخستې وه. هغه وايي چې "دغو ټاکنو کې د مذهب پر اساس مخالفتونو او اړخ نیولو ته هڅه شوې وه، خو وروسته د هغو خلکو دا هڅې ناکامه شوې چې د دواړو ډلو تر منځ د اختلاف لامل کېدای شوای."
سيد منير شاه باوري دی چې هم دا ګډ جومات لوی لامل دی چې دې ټولنه کې يې د یووالي ساتنه کړې ده.
دا جومات څنګه ګډ شو؟
نژدې سل کاله وړاندې د پيرا کلي ډيری اوسيدونکي اهل سنت وو او له تصوف سره يې ډيره علاقه لرله. دوی د دې کلي د بنسټګر سید شاه محمد صغیر اولاد بلل کېږي.
د سيمې ځايي څېړنکار او تاريخ پوهه ډاکټر سبطين بخاري وايي، د سيد شاه محمد صغير اولادونو بيا په ۱۹۲۰یمو کلونو کې د شعیه مذهب پلوۍ ته مخه کړه او نن دغه کورنۍ ټولې شيعه دي. خو له دغه کورنيو پرته نور خلک په خپله عقيده پاتې شول او د دې جومات کارونه همداسې چې پخوا کارول کېده، اوس هم هماغسې روان پاتې شول.
کال نولس سوه اتيايمه لسيزه کې ځايي شيعه مشرانو د جومات بيا رغونې وړاندیز وکړ او د جومات سني خطيب مولوي ګلاب شاه په دې شرط اجازه ورکړه چې جومات به د تل په څېر دواړه ډلې کاروي. د جومات بيا رغونې لپاره لګښت شيعه ډلې تر سره کړ، نو ځکه اوس په رسمي توګه د دوي ملکيت دی خو په عملي توګه دا هيڅ توپير نه لري ځکه چې دا اوس د يوې متحدې ټولنې زړه ګرځېدلی دی.


















