ایران وايي له اروپا سره د مذاکرې لپاره کره نېټه نه ده ټاکل شوې، ټرمپ: نه له ایران سره خبرې کوم او نه کوم امتیاز ورکوم

د عکس سرچینه، irna
- Author, لیزدوسیت- بي بي سي تهران او الیکس بوایډ بي بي سي- لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل: "موږ له اروپا سره د خبرو اترو لپاره هېڅ کره نېټه نه لرو."
له دې څرګندونو څو ساعته مخکې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي وو: "نه له ایران سره په خبرو بوخت یم او نه کوم امتیاز ورکوم." هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران اټومي پروګرام "په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی."
ټرمپ د جمعې په ورځ د هغو راپورونو رد کړل چې ویل شوي وو، د هغه اداره له ایران سره د یوه غیرنظامي اټومي پروګرام لپاره د ۳۰ میلیارده ډالرو مرستې په اړه خبرې کړې دي، چې ایران د انرژۍ د تولید لپاره اټومي بڼه وکارولی شي.
نوموړي څلور ورځې وړاندې ویلي وو، له ایران سره به خبرې راتلونکې اونۍ پیل شي.
په ورته وخت کې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکوف هیله څرګنده کړې وه چې له ایران سره به یو "هر اړخیز د سولې تړون" ته ورسېږي او ویلي یې وو داسې انګېري چې ایران د دې لپاره چمتو دی.
خو ایران لا هم وايي چې له امریکا سره د خبرو په اړه یې لا کومه پرېکړه نه ده کړې او هېڅ ډول نېټه یې نه ده ټاکلې.
نن اسماعیل بقایي وویل: "د ایران او اروپا اړیکې روانې دي او تېره شپه مسعود پزشکیان هم د فرانسې له خپل سیال سره خبرې وکړې، خو د اروپا سره د راتلونکو خبرو وخت لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی."
هغه زیاته کړه: "موږ له اروپایي خواوو سره ډیپلوماټیکې اړیکې او خبرې لرو، خو دا چې خبرې اترې به په ځانګړي ډول کله او په څه ډول او بڼه دوام ومومي، دا مسله لا تر اوسه تر څېړنې لاندې ده او موږ تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه یو رسېدلي."
ایراني وزیر بي بي سي ته وویل، امریکا باید د نویو خبرو له پيل مخکې د نورو بریدونو احتمال رد کړي

د تهران بهرنیو چارو مرستیال وزیر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، که امریکا غواړي چې دیپلوماتیکي خبرې بیا پیل شي، نو پر ایران باید د نورو بریدونو احتمال رد کړي.
مجید تخت روانچي وايي، ټرمپ ادارې ایران ته د منځګړو له لارې ویلي، چې غواړي مذاکراتو ته ستانه شي، خو په خبره یې په داسې حال کې چې خبرې روانې وي، د نورو بریدونو په تړاو یې د ''ډېرې مهمې پوښتنې په هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی.''
د جون پر ۱۳مه د اسرائیلي پوځي عملیاتو له کبله د غیر مستقیمو خبرو شپږم پړاو په ټپه درېدلی و، چې دوې ورځې وروسته به په مسقط کې پیل کېدې.
د تېرې اونۍ په پای کې بیا امریکا متحده ایالات د اسرائیل او ایران تر منځ جګړه کې هغه مهال مخامخ ښکېل شول، چې د ایران پر درې اتومي کارځایونو یې بمبارۍ وکړې.
تخت روانچي دغه راز وویل، ایران به د یورانیمو بډایه کولو لړۍ پر روان ساتلو هم ''ټینګار'' وکړي، چې د ده په خبره د سوله ییزو هدفونو لپاره ده او هغه تورونه ردوي چې وايي، ایران په پټه د اتومي بم چمتو کولو پر لور سفر کوي.
دی وايي، د خپل څېړنیز پرواګرام لپاره "اتومي توکو ته د ایران لاسرسي مخه نیول شوې" ځکه نو "موږ پر ځان تکیه یو. "
نوموړی زیاتوي:
"د دې پر کچه خبرې کېدای شي، د دې پر وړتیا خبرې کېدای شي، خو دا چې تاسې به بډاینه نه کوئ، تاسې به د بډاینې صفر کچه لرئ، او که تاسې نه منئ، نو موږ درباندې بمباري کوو- دا نو د ځنګله قانون دی. "
اسرائیل د جون پر ۱۳مه پر ایران برید وکړ، اتومي او پوځي تاسیسات یې په نښه کړل، قوماندانان او ساینسپوهان یې ووژل او ادعا یې وکړه چې ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی دی.
ایران پر اسرائیل ځوابي توغندیز بریدونه وکړل.
دې کړکېچ تر ۱۲ ورځو پورې دوام وکړ او بیا امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اتومي تاسیساتو بمباري وکړه.
د امریکايي بمبارۍ له کبله د ایران اتومي پروګرام ته د اوښتي زیان کچه معلومه نه ده او تخت روانچي وايي، دی نه شي کولای د اټکل له مخې په دې هکله څه ووايي.
د نړیوال اتومي انرژۍ سازمان (ای اې اي اې) مشر رافایل ګروسي وايي، د بمبارۍ له کبله ''سخت زیان'' اوښتی، خو په خبره یې ''بشپړ ویجاړی'' نه دی رامنځته شوی، خو د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا ویلي، د ایران اتومي تاسیسات ''په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.''
د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي: ''همدا اوس موږ د دې پوښتنې لپاره ځواب غواړو: ایا موږ به په داسې حال کې د یرغل بیا تکرار وینو، چې موږ په خبرو بوخت یو؟''
تخت روانچي زیاتوي، ''امریکایان باید د دې مهمې پوښتنې په هکله ښه څرګند واوسي'' او ''دا چې د دې خبرو لپاره د اړین باور پیدا کولو لپاره دوی موږ ته څه راکولای شي؟''
له نوموړي پوښتنه وشوه چې د بندیزونو لېرې کولو بدل په احتمالي جوړجاړي په صورت کې ایران د خپل اتومي پروګرام په هکله له سره د غوره کېدو لپاره چمتو کېدای شي، نوموړي د ځواب په توګه پوښتنه وکړه، ''ولې باید موږ داسې وړاندیز ومنو؟''
ښاغلي تخت روانچي هغه خبره تکرار کړه، چې تر ۶۰ سلنې پورې د یورانیم بډاینې په ګډون د ایران اتومي پروګرام ''د سوله ییزو موخو لپاره دی.''
د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، د مذاکراتو لپاره هېڅ نېټه نه ده ټاکل شوې او زیاتوي چې اټکل نه شي کولای د خبرو اجنډا کې به کوم موضوعات شامل وي.
د یادونې ده، چې ولسمشر ټرمپ ویلي و، له ایران سره مذاکرات روانه اونۍ بیا پیل کېدای شي.
له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون له مخې، ایران ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د یورانیمو غني کول د ۳.۶۷٪ څخه پورته کړي - هغه کچه چې د سوداګریزو اتومي انرژۍ بټیو لپاره د سون توکو په توګه اړین دی. دغه راز اجازه نه وه ورکړل شوې چې د ۱۵ کلونو لپاره په فردو بټۍ کې هیڅ ډول غني کول ترسره کړي.
خو ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له دې تړونه لاس واخیست، ویل یې چې دې هوکړې د بم لارې بندولو لپاره ډېر لږ کار کړی، او پر ایران یې د امریکا بندیزونه بیا ولګول.





















