ایران د اسرائیلو برید کې د خپلو وژل شویو پوځي مشرانو جنازې وکړې

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په ایران کې د کابو ۶۰ کسانو د جنازو لپاره دولتي مراسم ترسره شول. په دوی کې هغه پوځي قوماندانان او اټومي ساینس پوهان هم شامل دي، چې د اسرائیل او ایران تر منځ په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې وژل شوي وو.

د دوی تابوتونه د ایران پر بېرغ پوښل شوي وو. د وژل شویو قوماندانانو پر تابوتونو د هغوی انځورونه هم لیدل کېده. دا مراسم په تهران کې د انقلاب څلور لارې ته نژدې ترسره شول، چې په کې لوی شمېر خلکو ګډون کړی وو.

شخړه د دې اونۍ په پیل کې پر اوربند سره ختمه شوه. دا هر څه وروسته له هغه شونې شول، چې امریکا په ایران کې د مهمو اټومي ځایونو په بمبارۍ کې مخامخ برخه واخیسته.

ماتم کوونکو، چې تورې جامې یې اغوستې وې، شعارونه یې ورکول، د ایران بېرغونه یې رپول او د وژل شویو کسانو انځورونه یې په لاسونو کې وو.

له مراسمو مخکې، د رسنیو له لارې له خلکو د ګډون غوښتنه وشوه. ګډونوالو ته هلته د ور تګ لپاره چارواکو د بس او میټرو وړیا اسانۍ چمتو کړې وې او دولتي دفترونه هم ور ته رخصت وو.

د هغو کسانو په منځ کې، چې خاورو ته سپارل شوي، محمد باقري هم دی. هغه په ایران کې د وسله والو ځواکونو لوړ رتبه مشر و.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د باقري میرمن او لور، چې هغوی هم د اسرائیلو په برید کې وژل شوي، خاورو ته وسپارل شوې. ایراني چارواکو ویلي، له اسرائیلو سره یې په جګړه کې په ټولیزه توګه ۶۲۷ کسان وژل شوي دي. اسرائیل وايي، د ایران له خوا د توغندیزو بریدونو په پایله کې یې ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د شنبې پر ورځ دغو مراسمو کې د اسلامي انقلابي ګارد قوماندان حسین سلامي او همدارنګه یو شمېر اټومي ساینس پوهان لکه محمد مهدي تهرانچي، چې په تهران کې د آزاد پوهنتون مشر و جنازې هم وشوې.

دا هرڅه په داسې حال کې پېښېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، هغه به "حتمن" پر ایران د بمبارۍ بیا کولو په اړه فکر وکړي.

د جمعې پر ورځ د سپینې ماڼۍ په رسنیزه ناسته کې، د بي بي سي د خبریالې نومیا اقبال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که یې استخبارات دې پایلې ته ورسېږي، چې ایران بیا د دې وړتیا پیدا کړې، چې د یورانیم غني کول د اندیښنې وړ کچې ته رسولای شي، نو هغه به "له پوښتنې پرته" پر دغه هېواد برید وکړي.

ټرمپ هغه خپله ادعا تکرار کړې، چې ویلي وه، د ایران اټومي تاسیسات "له منځه تللي" دي. نوموړي لیکلي: "ولې د جنګ ځپلي هېواد ایران تش په نامه 'روحاني مشر' آیت الله علي خامنه يي دومره په ښکاره او احمقانه ډول له اسرائیلو د جګړې ګټلول ادعا کوي، په داسې حال کې چې هغه پوهېږي، د هغه دغه بیان دروغ دی."

د ویډیو تشریح،

ټرمپ دا هم ادعا وکړه چې هغه د خامنه يي، "د پټنځایه په اړه کره مالومات لري". نوموړي وویل، هغه به "اسرائیلو یا د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو ته د خامنه یې د وژلو اجازه ور نه کړي."

ټرمپ، د حقیقت په نوم پر خپله ټولنیزه رسنۍ لیکلي:

"ما هغه له ډېر بد او سپکاوي مرګه وژغوری او هغه مجبوره نه دی، چې ما ته ووایي، 'مننه ولسمشر ټرمپ!'".

د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ټرمپ ته خبرداری ورکړی، ترڅو د دوی د روحاني مشر خامنه يي په اړه له "سپکاوي" ډکو څرګندونو ډاډ وکړي.

ښاغلي عراقچي ادعا کړې، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونو کې متحده ایالاتو او اسرائیلو " هېڅ پام وړ لاسته راوړنې نه درلودله".

عراقچي پر ایکس لیکلي: "که ولسمشر ټرمپ هوکړې ته د رسېدو په اړه ریښتینی وي، نو هغه باید د ایران د روحاني مشر، لوی آیت الله خامنه يي، په هکله له سپکاوي او نه منلو وړ څرګندونو ډاډ وکړي."

"د ایران پیاوړیو او سترو خلکو نړۍ ته وښودله، چې اسرائیلي رژیم زموږ له توغندیو د چپه کېدو له وېرې، بله چاره نه درلودله، پرته له دې، چې 'پلار' ته ور منډې کړې. ګواښونو او سپکاویو ته د مهربانۍ په سترګه مه ګورئ."

خو عراقچي ومنل، چې په ایران کې پر اټومي تاسیسات د وروستیو بمباریو له امله "ډېر او جدي" زیان اوښتی.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مشر ویلي، دا لا نه ده څرګنده، چې د ایران څومره اټومي وړتیاوې – په ګډون د لوړ غني شوي یورانیمو او د فلزاتو د پاکولو لپاره اړین سنټرفیوجونه - ویجاړ شوي یا لیږدول شوي دي.

د دغې ادارې عمومي مشر رافیل ګروسي دا هم ويلي، د ایران له خوا د اټومي وسلو جوړولو مخنیوی، د پوځي بریدونو له لارې نشي کېدای.

هغه په امریکا کې د بي سي سي همکارې رسنۍ، سي بي ایس نیوز(CBS News) ته وویل: " تاسو به هېڅکله دا ستونزه له نظامي لارې هواره نه کړې، نو باید د حل لپاره یې هوکړه وکړي."

په خواله رسنیو کې، ټرمپ ادعا کړې، چې په وروستیو ورځو کې یې پر ایران "د بندېزونو د احتمالي لیرې کېدو او نورو شیانو په اړه کار کاوه. کوم چې په پایله کې به یې ایران ته په بشپړ او ګړندۍ توګه د بیارغېدو ډېر ښه چانس ورکړل شي."

خو هغه وویل، د خامنه يي څرګندونو زړه نا زړه کړ او زیاته یې کړ: " زه د غوسې، کرکې او کرکې له بیان سره مخ شوم او سم لاسي مې د بندیزونو د کمولو او نورو ټولو کارونو مخه ونیوله."