کاناډایۍ پېغلوټه له ۵۴ ګړۍ لټون وروسته بېدیا کې وموندل شوه

کاناډا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

یوه کاناډایۍ پېغلوټه په یوه پراخه بېدیايي پارک کې له دوو ورځو ترۍ تم کېدو وروسته موندل شوې ده.

۱۶ کلنه ایستر وانګ له خپلې پلې ډلې نه د برېټېش کولمبیا په ګولډن ایرز پارک کې جلا او لا درکه شوې وه.

چارواکو ټیک ۵۴ ګړۍ هغه ولټوله، چې د لټون چارو کې یوه چورلکه، یوه بې پیلوټه الوتکه او ۱۶ مرستندویان هم وو.‌

پولیسو ویلي، اغلې وانګ له خپلې کورنۍ سره یوځای شوې ده.

د کاناډا سلطنتي پولیسو یوه مرستیال ونډي مهات په یوه بیانیه کې ویلي: "هغه روغه او خوشحاله ده،‌ له خپلې کورنۍ سره یې ده.‌ دا ښايي زموږ لپاره یوه غوره تجربه وي".

سوپت مهات زیاته کړه:‌ "د ایستر کورنۍ د زړه له تله له مرستندویې او لټونګرې ډلې مننه وکړه.‌"

چارواکو ویلي، اغلې وانګ د جمعې په ورځ په ځايي وخت ۲۱:۳۰ بجې (شنبه ګرینویچ ۰۴:۳۰ بجې) له ایسټ کانین لارې نه له خپلې ډلې جلا شوې وه.‌

څرګنده نه ده چې هغه څنګه او ولې له خپلې ډلې او ملګرو جلا شوې وه.‌ سیمه ییزو رسنیو ویلي، دا ډله د سې شنبې په ورځ ۱۴:۴۵ بجې د لیدنې له ځایه وتلې وه او نژدې ۱۵ دقیقې وروسته یې پام شو چې اغلې وانګ له دوی سره نه شته.‌

د دې ډلې مشر بېرته لومړي ځای ته ستون شوی، خو هغه یې پیدا نه کړی شوه نو ځکه یې د خطر زنګ وواهه.‌ همدا وو چې ژر د هغې لټون پیل شو.

بېړنیو خدماتو اغلې وانګ معاینه کړه او پام یې شو چې هغې ته د ورکېدو په موده کې د ماشې له یوه چیچ پرته کوم زیان نه دی اوښتی.

بیا هغې ته اجازه ورکړل شوې چې خپل کور ته ستنه او له خپلې مور او پلار سره یوځای شي.

د ژغورنډلې او لټونګرې ډلې ویاند رایان سمېت ویلي: "موږ د لټون له پایلې خوشحاله یو او هدف مو کورنۍ ته د ایستر ستنول وو".‌

"موږ تر خپله وسه له ډېرو سرچینو ګټه واخیسته. غواړم په دې لټون او ژغورنه کې د ار سي اېم پي، د لومړي غبرګون له ادارې او مل چورلکې ورکوونکو مننه وکړم."