د 'تاسماني پړانګانو' لمنځه تللي نسل بېرته را ژوندي کولو هڅه

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا او اسټرالیا کې ساینسپوهانو په دې هیله یوه څو میلیون ډالري پروژه پیل کړې چې د تاسماني پرانګانو انقراض شوی یا لمنځه تللی نسل بېرته را ژوندی کړي.
د دغه نسل وروستی رسمي پېژندل شوی ژوی نږدې یوه پېړۍ وړاندې ۱۹۳۰مه لسیزه کې مړ شو.
اوس هغه ساینسپوهان چې دې پروژې ته یې مټې رانغښتي، وایي امکان شته چې دا ژوی د هغه د اساسي حجرو او جینونو اېډېټوونکې ټکنالوجۍ په مرسته بېرته رامنځته او لومړی تاسماني پړانک راتلونکو لسو کلونو کې د ژیو نړۍ ته وړاندې شي.
خو نور متخصصان بیا د دې پروژې پر بریا شکمن دي او له انقراضه د ژویو راګروځول یوازې ساینسي افسانه بولي.
د ژویو دا نسل چې علمي نوم یې تیلاسین دی، پر شا پړانګانو ته د ورته لیکو یا پټيو له کبله د تاسماني پړانګانو نوم ګټلی، خو اصلا د هغو اسټرالیايي تي لرونکو په څېر وو، چې ماشومان کڅوړه کې رالویوي.
د اسټرالیایي او امریکایي ساینسپوهانو یوې ډلې اوس پتیلې له هغو ژوندیو کیسه (کڅوړه) لرونکو چې تاسماني پړانګانو ته ورته "ډي این اې" لری، بنسټیزې حجرې راواخلي او د جینونو اېډېټوونکې ټکنالوجۍ په مرسته ترې دا یا دې ته ډېر ورنږدې ژوی جوړ کړی.
دا چاره ځینو علمي پرمختګونو ته اړتیا لري او بریالیتوب به یې دغو څېړونکو لپاره ستره لاسته راوړنه وی.
د مېلبورن پوهنتون استاد اندریو پاسک چې د دې پروژي مشري کوي، وايي "زه اوس باورمن یم چې کېدای شي د لسو کلونو موده کې به خپل لومړی ژوندی کوچنی تیلاسین چې نږدې یوه پېړۍ وړاندې د ښکار له کبله منقرض شوي، ولرو."
د تاسماني پړانګانو نسل لسګونه زره کال مخکې اسټرالیا ته د انسانانو له رسېدو او بیا هلته د وحشي 'ډینګو' سپیو د نسل له راپیدا کېدو سره په کمېدو شو.
بلاخره دغه کڅوړه لرونکي ژوي یوازې تاسمانیا ټاپو کې ازاد ژوند درلود او هلته هم د انقراض تر حده ښکار شو.
وروستۍ نیول شوی تاسماني پړانګ به ۱۹۳۶ کال هوبارت ژوبڼ کې مړ شو.

د عکس سرچینه، John Gould
که دا پروژه بریالی شي، نو دا به تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو منقرض شوی یا لمنځه تللی نسل بېرته را ژوندی کېږي.
له همدې کبله یو شمېر ساینسپوهان د دې پروژې په بریالي کېدو شکمن دي.
استاد جېرمي اسټن وايي "له انقراض راګرځول د ښاپېریو په څېر افسانه ده. "
د نوموړي په وینا دا پروژه د عملي کار پر تله تر ډېره د رسنیو پام جلبوولو لپاره پیل شوې.
د تاسماني پړانګانو د نسل بېرته راژوندي کولو نظریه نوې هم نه ده، بلکې ان شل کاله وړاندې مطرح شوې او د اسټرالیا موزیم په دې برخه کې ځینې علمي تجربې هم کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا نوې پروژه د مېلبورن پوهنتون او د امریکا ټکزاس کې د کولوسل کمپنۍ د ساینسپوهانو په ګډه پیل کړې.
دا امریکایۍ کمپنۍ تېر کال له دې کبله خبر سازه شوه چې د جینونو اېډیټ د ورته ټکنالوجۍ په مټ یې د وړۍ لرونکو پیلانو (ماموت) د نسل د بېرته را ژوندي کولو د پلان خبره وکړه.
تر اوسه دا شهکار نه دی شوی.




















