عمران خان: حکومت او اېسټبلېشمېنټ رانه وېره کې دي؛ بلاول بوټو هغه سیاسي ترهګر بللی

عمران خان او بلاول بوټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي د دغه هېواد حکومت او اېسټبلېشمېنټ ترې په وېره کې دي‌ او دا چې ګوندې ده سره ټاکنو کې له شرموونکې ماتې ډارېږي.

هغه دا څرګندونې تر خوشې کېدو وروسته د بریتانیا 'سکای نیوز' تلویزیوني شبکې سره لومړنۍ مرکه کې کړي.

عمران خان په دې مرکه کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې د ده د نیولو حکم د پوځ مشر عاصم منیر ورکړی و.

هغه وايي "زه د پوځ د مشر په حکم وتښتول شوم."

هغه ویلي چې پاکستان کې دمګړۍ جمهوریت د تاریخ تر ټولو کمزوري حالت ته رسېدلی او دا چې ګوندې ټولې هیلې اوس یوازې په قضایه قوې پورې تړلې دي.

د یادونې ده چې سترې محکمې وړمه ورځ د عمران خان ضمانت منظور کړ او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ.

د تحریک انصاف مشر دا ادعا هم کړې چې د پاکستان اوسنی حکومت له ټاکنو د ده او د ده د ګوند د اېستلو هڅې کوي.‌

خو بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند مشر او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري عمران خان سیاسي ترهګر بللی او ویلي یې دي چې نوموړی هر ځای اسانچاري‌ لري.

bilawal

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه کراچۍ کې یوې جلسې ته ویلي که قضايي قوه سیاسي‌ لاسوهنو ته دوام ورکړي، دوی به ټاکنې ونه مني.

بلاول بوټو د محکمې لخوا د عمران خان ضمانت هم غېر قانوني بللی.

نوموړي ‌ویلي د سترې محکمې کار دا دی چې پر قانون عمل وکړي، نه سیاسي مداخلې یا دا چې عمران سره په نازولي چلن پر قانون ملنډې ووهي.‌

د پاکستان پیپلز ګوند مشر دلته د خپلې مور 'بېنظر بوټو' د وژل کېدو، د خپل نیکه 'ذلفقار علي بوټو' د اعدامېدو او د خپل پلار 'اصف زرداري' د بندي کېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل د دوی د ګوند غړو ‌او پلویانو هېڅکله ورانکاریو ته لاس نه دی اچولی، خو د عمران خان ملاتړي د ده په وینا پر ملکي‌ او پوځي ادارو ور وختل.‌

لاهور

د عکس سرچینه، EPA

د یادونې ده چې تازه د پنجاب حکومت اعلان کړی چې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته یوازې په دغه ایالت کې له تاوتریخوالي په‌ ډکو احتجاجونو کې له ۶ میلیارد کلدارو ډېر زیان اوښتی دی.

د پنجاب سرپرست اعلی وزیر محسن نقوي ویلي‌،‌ چې احتجاج کوونکو میانوالې کې د الوتکو د سوځولو هوډ هم درلود.

د دغو احتجاجونو پر مهال سلګونه کسان نیول شوي او ښاغلي نقوي زیاته کړې تر هغه چې د اوښتو زیانونو حساب نه وي شوی، نیول شوي کسان نه خوشې کېږي.

هغه ادعا کړې چې پر پوځي تاسیساتو بریدونه د یوه منظم پلان له مخې شوي.

بلخوا پولیس وايي راولپنډۍ کې یې د پوځ پر مرکزي قومندانۍ "جي اېچ کیو" برید کې ۷۶ ښکېل کسان نیولي دي.‌