عمران خان: احتجاجونو کې د ورانکاریو او پر خلکو د ډزو دواړو په اړه دې څېړنې وشي

عمران خان

د عکس سرچینه، Screen Grab/PTI

د خپرېدو وخت

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له خوشي کېدو وروسته ولس ته خپله لومړنۍ وینا کې دا رد کړه چې د هغه د تحریک انصاف ګوند غړو او ملاتړو دې په ګډوډیو لاس پورې کړی وي.

عمران خان په دې اړه د څېړنو غوښتنه وکړه، خو ویې ویل چې د څېړنو لپاره به ګومارنې د حکومت پر ځای ستره محکمه کوي ځکه دوی پر حکومت باور نه لري.

هغه وویل د ده ملاتړو ورانکاري نه ده کړې، بلکې اصلا حکومت پولیسو ته امر کاوه چې خلک وځپي.‌

عمران خان وویل "ګډوډۍ او تشنج ته واکمن ایتلاف لمن وهي او د ده په وینا اصلي‌هدف یې دا دی چې د ټاکنو مخه ونیسي."

د تحریک انصاف ګوند مشر وویل، دوی ټاکنې غواړي او څوک چې ټاکنې غواړي‌ هغه امنیتي‌ وضعیت نه خرابوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د خپل حکومت چارواکو ته امر کړی و چې هغه کسان دې په نښه کړي او ونيسي چې دا تېره اوونۍ د پخواني لومړي وزير عمران خان نيولو وروسته د اخ او ډب او ګډوډۍ پېښو کې ښکېل وو.

شهباز شريف لاهور کې د کورکمانډر کور سوځول خواشينوونکی عمل وباله او ګوتڅنډنه یې کړې، چې په دې کې ښکېل کسان به نيسي.

عمران خان د سترې محکمې په حکم تر خوشې کېدو وروسته تېره شپه د لاهور زمان پارک کې خپل استوګنځي ته ولاړ.

بلخوا د واکمن ايتلاف (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل رحمان د عمران خوشي کولو پرېکړې پر سر د سترې محکمې مخې ته د احتجاج او پرلت غږ کړی دی.

خو عمران خان وویل د احتجاجونو کې د ګډوډیو په اړه خپلواکې څېړنې باید ستره محکمه او د قاضي القضات لخوا ټاکل شوی ټیم وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د هغو خلکو په اړه باید څېړنې وشي، چې د امنیتي ځواکونو په مخامخ ډزو کې وژل شوي.

عمران خان وايي "د تحریک انصاف لسګونه کسان نیول شوي او ربړول شوي دی - د هغوی پوښتنه دې وشي."

نوموړي په دې لړ کې د ژورنالست عمران خان ریاض یادونه وکړه، چې د ده په وینا زور زیاتی ورسره روان دی،‌ خو پولیس وايي 'موږ خبر نه یو چې چېرته دی.'

عمران خان د القادر ټرسټ په اړه، چې دی پکې د مالي فساد په تور نیول شوی وو، وویل، القادر پوهنتون یې د سیرت النبي او د کمپیوټر زدکړو لپاره جوړ کړی.

هغه وویل دا یو خیریه او غیر انتفاعي بنسټ دی او دا چې ده ته ترې د پاکستان کې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د جوړو کړو روغتونونو په څېر هېڅ مالي ګټه نه ده رسېدلې.

د بنګله دېش یادونه او ای اېس پی ار ته خطاب

عمران خان

هغه خپل او د خپل ګوند وضعیت له ختیځ پاکستان (بنګله دېش) سره پرتله کړ. نوموړي وویل هغه هم د خلکو غږ نه اورېدل کېده او حقوق تر پښو لاندې وو چې پایله کې یې بنګله دېش جلا شو.‌ "هغوی هم ټاکنې ګټلې، خو واک ته نه پرېښودل کېدل."

عمران خان د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې 'ای اېس پي ار' ته خطاب کې وویل، چې ده ټول عمر د هېواد نوم او عزت لپاره هڅه کړې.

د پاکستان پوځ دوه ورځې مخکې ظاهرآ عمران په دوه مخيتوب او د واک هوس کې ګډوډیو ته په لمن وهلو تورن کړ.

اوس هغه وویل د دوه مخيتوب په اړه وايم چې دوه مخيتوب هغه څوک کوي،‌ له یوې خو یې ترهګرۍ پر ضد د مبارز په نوم پیسې اخیستې او له بلې خوا د ترهګرو د ساتلو او پاللو تور پرې پورې و.

نوموړي‌ په دې نژدې یوه ساعته وینا کې په ایبټ اباد کې پوځي‌ اکاډمۍ ته نږدې د القاعده شبکې د مخکیني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو یادونه هم وکړه، چې نړۍ یې د پاکستان پوځ د دوه مخیتوب بحث تود کړ.‌

"ازادي په اسانۍ نه ترلاسه کېږي.‌ باید واخیستل شي. هاند او هڅې پکار دي.‌‌ د حقیقي ازادۍ لپاره متحد اوسئ.‌"

هغه خپلو پلویانو ته وویل چې سبا یکشنبه مازیګر هر ځای چې وي، راووځي‌ او د حقیقي ازادۍ بنر پورته کړي.

هغه وویل د هېواد د ازادۍ او جمهوریت لپاره انصاف مهم دی او دی له ولس غواړي چې د انصاف لپاره ودرېږي.

نوموړي پولیسو او ژورنالیستانو ته هم وړاندیز وکړ، چې له کاره دګوښه کېدو لپاره دې هره ناروا دنده پر مخ نه وړي.