د پاکستان پوځ یو بلوڅ قومندان ګلزار امام نیولی دی

د عکس سرچینه، ISPR
د پاکستان پوځ د اړیکو اداره وايي، "په لوړه کچه د بریالیو استخباراتي عملیاتو" په ترڅ کې یې د "بلوڅ ملتپاله پوځ" مشر ګلزار امام نیولی دی.
د یادولو ده چې تېر کال نومبر میاشت کې دغه سخت دریځه تنظیم ویلي وو چې مشر یې د پاکستان حکومت په بند کې دی. هغه مهال یوه چارواکي ادعا کړې وه، ګلزار امام چې د شمبې په نوم مشهور دی په ترکیه کې تر نیول کېدو وروسته پاکستان ته سپارل شوی.
د پوځ د اړیکو ادارې په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وسله وال تنظیم په پنګور او نوشکي سیمو کې د لیوي پولیسو پر پوستو د بریدونو تر څنګ په پاکستان کې د بېلابېلو خونړیو بریدونو مسوول دي.
دې ادارې همداراز ادعا کړې چې ګلزار امام افغانستان او هند ته هم سفر کړی او د پاکستان د دوښمن هېواد له څارګرو ادارو سره یې اړیکې لرلې چې اوس یې پلټنه کېږي.
د پاکستان پوځ وايي، د هغه نیول کېدو د بلوڅ ملتپاله پوځ تر څنګ هغو ټولو وسله والو مخالفانو ته هم ټکان ورکړی دی چې بلوچستان نا امنه کوي.
"نه د ګلزار امام ډله او نه یې هم نیول کېدل مهم پرمختګ دی"
خو بریتانیا کې مېشت یو کارپوه فاران جعفري بیا ویلي چې دا کومه لویه لاس ته راوړنه نه شي بلل کېدلی.
دی وايي، "ګلزار امام خپلو څو ژمنو ملګرو سره په ګډه دا ډله جوړه کړې چې یو څو بریدونه یې کړي خو کومه لویه او مهمه ډله نه ده او نه یې هم د یو دوو قومندانانو نیول کېدل کومه لویه لاس ته راوړنه بلل کېدای شي"
ښاغلی جعفري همدا راز وايي، "یو وخت د دې ډلې د یوه بل غړي اسلم وژل کېدل هم مهم پرمختګ بلل شوی خو وروسته مو ولیدل چې کوم ځانګړی توپير یې په فعالیت کې رانغی. سمه ده چې اوس به یې یو څه مورال کمزوری شي خو لږ وروسته بېرته له یوه نوي ځواک سره راپورته کېږي."
ګلزار امام څوک دی؟
ګلزار امام د بلوچستان د پنجګور پروم اوسېدونکی دی. په ۲۰۰۳ کې یې سیاست ته مخه کړه او د بلوڅ محصلانو ټولنې او امان ګروپ غړی شو. په ۲۰۰۶ کې دا دواړه ټولنې د بي.ایس.او په نوم سره یو ځای شوې او دا یې مشر وټاکل شو.
د ده ورور ناصر امام هم د سخت دريځې وسله والې ډلې مجید بریګېډ تنظیم غړی و. هغه تېر کال په پنجګور کې پر یوې پوځي پوستې برید کې ووژل شو.

د عکس سرچینه، ISPR
کله چې د پاکستان پوځ د دې ډلې پر ضد عمیات پیل کړل نو ګلزار امام غرونو ته وخوت او په بلوڅ ملتپاله پوځ کې شامل شو. وروسته یې قومندان شو.
په وروستیو کې یې له دریځه داسې ښکارېدل چې د تنظيم له مشرانو سره د نظر اختلاف لری.
ده په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې د پاکستان حکومت سره د خبرو په تړاو د تنظیم مشرانو تر منځ اختلافونو بنسټيزې ستونزې راټوکولې. په خبره یې، کله چې د تنظيمونو او قومونو پرېکړې "درباري" خلک کوي نو هلته د تنظيم او قوم سمبالول ناشوني شي.
د پاکستان د سولیزو مطالعاتو انسټټيوټ مشر عامر رانا د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې له بي بي سي سره په خبرو کې د ګلزار امام نیول د پاکستان حکومت لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړ.
ده ویل چې ګلزار امام د بلوڅ ملتپال پوځ بنسټ ایښی او د فعالیت کړۍ یې تر لاهور او سویلي پنجاب غځولې ده.
د ښاغلي رانا په وینا، په افغانستان کې طالبان له دغه هېواده بلوڅ سخت دریځي باسي نو ځکه اوس یوازې دوه غوراوي لري؛ یا به ایران ته ځي چې هلته شرايط ډېر ورته سخت دي او یا به پاکستان ته ستنېږي.





















