د ترکیې لوېدیځ 'دوزجه' ښار کې زوروره زلزله شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې د تر ټولو ستر ښار استانبول ختیځ خوا دوزجه ښارګوټي کې د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزله شوې ده.
رپوټونه وايي دا زلزله دومره زوروره وه چې ټکانونه یې شاوخوا ۲۱۰ کیلومتره لېري د استانبول مرکز او پلازمېنه انقره کې هم محسوس شوي دي.
د دې زلزلې ژور والی د ۲ او ۱۰ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی.
رپوټونو کې راغلي چې په سیمه کې د برېښنا جریان ټکنی شوی او یو شمېر کسانو د کورونو له برنډو ځانونه غورځولې دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي تر اوسه د مړینې کوم راپور نشته.
پر خواله رسنیو د دې زلزلې ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دوزجه کې په ۱۹۹۹ کال هم د رېښتر په کچه یوه ۷ اعشاریه ۲ درجې زلزله شوې وه.
دې زلزله کې لږ تر لږه ۸۴۵ کسان وژل شوي وو.
تر هغې څو میاشتې وړاندې په اېزمیت ښار کې یوې بلې تر دې زورورې زلزلې له ۱۷ زرو ډېر کسان وژلي وو.
د دوزجه ښاروال رسنیو ته ویلي د دغه ښار شاوخوا ۸۰ سنله ودانۍ د ۱۹۹۹ کال تر زلزلو وروسته رغول شوې دي.





















