له ۳۰ کاله مخکې کنګل شوي جنین دوه غبرګوني زیږېدلي

ماشومان

د عکس سرچینه، NATIONAL EMBRYO DONATION CENTER

د خپرېدو وخت

د امریکا ټینیسي ایالت کې دوه غبرګوني د دوی د جنینونو تر ۳۰ کاله کنګل کېدا وروسته پیدا شوي دي.

اټکل دی چې د جنینونو د کنګل کېدو دا اوږده موده د یوه طبیعي ماشوم د زیږېدو پایله ګرځېدلې ده. جنینونه په اوبلن نایټروجن کې د ۱۹۹۲ کال د اپرېل میاشتې له ۲۲ نېټې ساتل شوي وو.

ریچیل ریګوای چې څلور ماشومان لري،‌ د اکتوبر پر ۳۱مه دا دوه غبرګوني ماشومان وزیږول. پلار یې فیلیپ ریګوای وویل دا کار حیرانوونکی دی.

د لیډیا آن او ټموټي رونالډ ریګوای زیږېدو کې یوه خصوصي بنسټ (د جنینو د خیرات ملي مرکز) مرسته کړې ده.‌

دوی ته تر ۱۲۰۰ د ډېرو ماشومانو ژنونه ورکړل شوي دي.

کورنۍ

د عکس سرچینه، NATIONAL EMBRYO DONATION CENTER

په ۲۰۲۰ کال د جنین له کابو ۲۷ کلونو کنګل کېدو وروسته یو ماشوم زیږېدلی و.‌

دا دواړه جنینونه د یوې داسې جوړې ده چې لا تر اوسه یې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

سړی شاوخوا پنځوس کلن او ښځه څلور دېرش کلنه ده.

دواړه جنینونه تر ۲۰۰۷ کاله د ژنونو د بډایه کولو یوه ازمېښتځي کې ساتل شوي. یاد سړی وايي دا جنینونه یې د یوې بلې جوړې د ساتلو لپاره کړي دي.

مېړه ریګوای سي اېن اېن ته ویلي: "پنځه کلن وم چې خدای لیډیا او تیموتي ته ژوند ورکړ، دواړه تر اوسه وساتل شول. که څه هم دوی زموږ کوچني اولادونه دي، خو دا په حقیقت کې زموږ تر ټولو مشران بچیان دي، چې دا پخپله حیرانوونکې خبره ده".