د طالبانو حکومت لومړي وزیر مرستیال د اسماعیل هنیه په جنازه کې ګډون کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.

ټاکل شوې د حماس د سیاسي مشر د جنازې مراسم سبا جمعه په قطر کې ترسره شي.

د ارګ ماڼۍ پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼې د مولوي عبدالکبیر عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي، نوموړی د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته، د هنیه په جنازې کې د ګډون لپاره دوحې ته خوځېدلی دی.

وړاندې تر دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسماعیل هنیه پر وژنه خواشیني ښوولې وه. ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه د هغه وژنه یوه ستره ضایعه بللې او پر فلسطین یې د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اسماعیل هنیه "یو مسلمان، هوښیار او با تدبیره مشر" بللی او د هغه مړینه یې "د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره یوه ستره ضایعه" بللې ده.

بل خوا د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای نن پنجشنبې د تهران په پوهنتون کې د اسماعیل هنیه جنازه وکړه. د هغه تر څنګ د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان هم ولاړ و.

د جنازې تر لمانځه وروسته د اسماعیل هنیه او د هغه د ساتونکي تابوت د ازادۍ څلورلارې ته یوړل شول او له هغه ځایه به قطر ته، د خاورو سپارلو لپاره ولېږدول شي. ایران چې د دې برید پړه پر اسرائیلو اچوي، ګواښ کړی، د هغه د وژنې لپاره به په "سختو مجازاتو" غور وکړي. د اسرائیلو مشرانو مخامخ د پېښې په اړه تبصره نه ده کړې، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې "ننګونکې ورځې" په مخ کې دي.

د فلسطیني سیاستوال او د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وژنې ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي. نوموړی د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د استوګنې په ځای کې وژل شوی دی.