تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد عبدالکبیر د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي محمد عبدالکبیر د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی.
د ښاغلي عبدالکبیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی نن د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په "رسمي بلنه" سفر وکړ.
دا تهران ته د مولوي عبدالکبیر لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.
نوموړی به په دغه درې ورځني سفر کې له ایراني چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت او د افغان کډوالو د "ستونزو د حل" په موخه وګوري.
سبا (سېشنبه) د اسلامي شورا په انګړ کې د ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کېږي.
په وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشار او ځورونې په کمسارې توګه ډېرې شوې دي او ځینو ایرانیانو په یو شمېر ښارونو کې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو کمپاینونه پیل کړي دي.
په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې وېډیوګانې هم په دې ورځو کې په پراخه کچه لاس په لاس شوې دي چې پر خواله رسنیو یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت بيبيسي ته وویل، د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پلاوی به په دې درې ورځني سفر کې د همکارۍ د دوه اړخیزو پر ټینګښت هم بحث وکړي.
په ایران کې د افغان کډوالو یو فعال رامین کبیرزاده ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بيبيسي ته وویل له افغانانو سره په وروستیو کې د ناوړه چلن پېښې په ډېرېدو دي چې مخکې یې موږ شاهد نه وو.
نوموړی وايي له افغانانو سره د ایراني پولیسو چلن او رویه د هر ډول نړیوالو قوانینو خلاف دي.
"مخکې هغه کډوال ایستل کېدل چې قانوني اسناد یې نه لرل، خو اوس ان قانوني اسناد لرونکي کډوال هم په ناوړه ډول له ایرانه شړل کېږي."
په ورته وخت کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تېرو درېیو ورځو کې یوازې له ایران څخه د څه باندې اته زره افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
د اسلام کلا له لارې د افغان کډوالو د راستنېدو نوملړ چې یوه کاپي یې بيبيسي هم ترلاسه کړې، ښيي چې تېره یوه اونۍ کې له ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.