د امریکا د جورجیا ایالت یوه ښوونځي‌ کې ډزې؛‌ څلور کسان وژل شوي، ۹ ټپيان دي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت د وینډر ښار یوه ښوونځي‌ کې په ډزو ۴ کسان وژل شوي‌ او ۹ نور ټپيان دي.‌

وینډر د جورجیا د مرکز اتلانتا شمال ختیځ ته په شاوخوا ۷۲ کیلومترۍ کې پروت دی او دا پېښه د دغه ښار په اپلاچي‌ نومي ښوونځي‌ کې شوې ده.‌

چارواکي‌ وايي،‌ ټپيان ځايي‌ روغتونونو ته لېږدول شوي‌ او درملنه یې روانه ده.‌

په ډزو کې د وژل شویو کسانو په اړه ویل شوي چې دوه زدکوونکي‌ او دوه ښوونکي‌ دي.‌

چارواکو‌ ويلي‌ د کلوت ګری په نوم یو ۱۴ کلن زدکوونکی د ډزو دې پېښې په شک نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.‌

د امریکا لوی څارنوال مېریک ګارلنډ‌ اعلان کړی چې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې "اېف‌بي‌ای" مامورین سیمې ته رسېدلې او د پېښې په تړاو څېړنې کوي.‌

هممهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن پر دې پېښه خواشینې ښودلې او ویلي یې دي، د دغو کسانو پر مړینه چې "ژوند یې د وسلو د ډېر بې معنی تاوتریخوالي‌ له کبله رالنډ‌ شو" غمجن دی.

هغه همدا راز یو ځل بیا امریکا کې د دا وړ پېښو مخنیوي‌ لپاره پر وسلو د کنټرول ډېرېدو غوښتنه کړې ده.‌

د امریکا په ښوونځيو کې د ډزو خونړۍ پېښې

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحد ایالتونه په ښوونځیو کې د ډزو اوږده او خونړۍ مخینه لري.

  • ۲۰۲۲ کال د دغه هېواد د ټکزاس د یووالدې ښار یوه لومړني ښوونځي کې د یوه ۱۸ کلن وسله وال لخوا ډزو کې ۱۹ زدکوونکي‌ او ۲ ښوونکي ووژل شول.‌
  • د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې د همدغه ټکزاس په 'سانتا فې' ښار کې یوه ۱۷ کلن هلک ښوونځي‌ کې پر خپلو ټولګیوالو ډزې وکړې او ۱۰ کسان یې ووژل.
  • همدا کال تر دې ورمخکې د فلوریډ پارک‌لنډ کې هم یوه ۱۹ کلن هلک چې مخکې زدکوونکی و،‌ په یوه ښوونځي‌ کې ډزې وکړې، ۱۴ زدکوونکي‌ او ۳ اداري کارکوونکي یې ووژل.‌
  • ۲۰۱۲ کال د کنېټيکټ ایالت د نیوټاون ښار په 'سنډهوک' لومړني ښوونځي کې د یوه ۲۰ کلن وسله وال لخوا ډزو کې ۲۰ ماشومان او ۶ لویان وژل شوي وو.
  • ۲۰۰۷ کال د ویرجینیا ایالت د بلکس‌برګ ښار په پولیتخنیک اېنسټیټیوټ کې یوه زدکوونکې ډزې وکړې - ۳۲ زدکوونکي او استادان یې ووژل.
  • ۱۹۹۹ کال بیا د کولوراډو په کولمباین کې دوو هلکانو چې پر وسله سمبال وو، ښوونځې کې په ډزو لاس پورې کړ - ۱۲ زده کوونکي‌ او ښوونکي یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل.

امریکا کې وسله وال تاوتریخوالی یوازې په ښوونځيو پورې محدود نه دی،‌ بلکې په نورو پېښو کې یې هم هر کال زرګونه کسان وژل کیږي.‌

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د تازه رسمي‌ شمېرو له مخې ۲۰۲۱ کال دغه هېواد کې په ټولیز ډول له ۴۸ زرو ډېر کسان په ډزو د لګېدو له کبله وژل شوي وو.‌

په دوی کې شاوخوا ۲۰ زره د وژنې پېښې وې.‌

امریکا کې د هغو خلکو شمېر ډېر دی چې شخصي وسله ساتي.

په‌ ۲۰۱۸ کال کې د سویس د یوې څېړونکې ادارې موندنو ښودلې وه چې دغه هېواد کې له خلکو سره شاوخوا ۳۹۰ میلیون میله وسله موجوده وه.‌

په دې څېړنه کې جوته شوې وه چې له امریکا وروسته په یمن او صربیا کې ډېر غیر نظاميان وسله لري.‌