د ترکیې زلزله؛ امریکا له انقرې سره نوره سل میلیون ډالره مرسته اعلان کړې

د خپرېدو وخت

د امریکا متحده ایالتونو له ویجاړوونکې زلزلې وروسته له ترکیې سره د نورو سل میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.‌ دا پیسې به د اوږدمهال لپاره د بیارغونې پر چارو ولګول شي.

دا دوه کاله مخکې واک ته له رسېدو وروسته ترکیې ته د ښاغلي بلېنکن لومړنی سفر دی.

نوموړي خبریالانو ته د نوې مرستې په اړه وویل: "ژر به لاس په کار شو. له بده مرغه دا د لټون او ژغورنې په اړه لږ دي خو د اوږدمهاله بیارغونې اړوندېږي. دا به اوږدمهاله یوه هڅه وي."

ده زیاته کړه چې سوریې ته مرسته رسول "ډېره، ډېره چواښونکې" وه.

ښاغلی بلېنکن به د دوشنبې په ورځ له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدنې مخکې د انساني هڅو د لیدو پخاطر هاتای ته ولاړ شي. په پام کې ده چې دواړه به په ناټو کې د سویډن او فینلنډ د غړیتوب د غوښتنې په تړاو د ترکیې د امتناع په شمول پر یو لړ مسلو خبرې وکړي.

په ترکیه کې چارواکو ویلي، له کهرمان مرعش او هاتای سیمو پرته د زلزلې په ډېری اغېزمنو شویو سیمو کې یې د ژغورنې او لټون عملیات پای ته رسولي، خو لا هم هیله شته چې د ړنګو شویو ودانیو له کنډ و کپرو نور ژوندي خلک وموندل شي.

د شنبې ورځې له لومړیو ګړیو راهیسې له کنډوالو تر اوسه کوم ژوندی انسان نه دی رایستل شوی.

لاهم ژغورندویې ډلې په کهرمان او هاتای ولایتونو کې ژوندي خلک لټوي.

په کهرمام مرعش ښار کې – چې د زلزلې مرکز ته نژدې دی - چارواکو ویلي، د ۸۰ بهرنیو ژغورنډلو کارونه تر ډېره له یوې اونۍ فعالیت وروسته پای ته رسېدلي او خپلو هېوادونو ته ستنې شوې دي.

په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د شپږمې نېټې خونړۍ زلزله کې شاوخوا ۴۶ زره خلک ووژل شول.

سوریه کې د مرستې هڅې

د بې‌پولې ډاکټرانو ټتولنې ویلي، د مرستو ۱۴ بار لارۍ د یکشنبې په ورځ د سوریې شمال لوېدیځ ته رسېدلې دي.

دا سیمه تر زلزلې مخکې کورنۍ جګړې هم سخته ویجاړه او زیانمنه کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان پر سوري چارواکو فشار راوړی چې له خونړۍ زلزلې وروسته سلګونه زره اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو کاروانونو ته اجازه ورکړي.

په میونیخ کې د خوړو نړیوال سازمان مشر ډېوېډ پیزلي وویل، د سوریې او ترکیې حکومتونه په ښه توګه مرسته کوي، خو د ژغورنې او مرستې رسولو عملیات د شمال لوېدیځې سیمې له کبله معطل شوي دي.

تېره اونۍ دغه سازمان ویلي وو چې زېرمې یې په ختمېدو دي او ترکیې او سوریې ته یې د نورو لارو پرانیستل کېدو غوښتنه کړې وه.

میلیاردونه تاوان

د ریختر په کچه د ترکیې او سوریې ۷٫۸ درجې زلزلې لسګونه زره کسان ووژل او نژدې یو میلیون خلک یې بې‌سرپنا کړل، اټکل دی چې د اقتصادي زیان کچه به میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.

د ترکیې د بېړنیو چارو ادارې مشر یونس سیزر وویل، د لټون او ژغورنې عملیات امکان لري د یکشنبې تر ماخوستنه پای ته ورسېږي.

د زلزلې د قربانیانو د ډېرېدو شونتیا لا هم شته. اټکل شوی چې په ترکیه کې ۳۴۵۰۰۰ استوګنیز‌ ځایونه ویجاړ شوي او ګڼ خلک لا هم د تري تم شویو په لېست کې دي.