تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې او سوریې زلزله کې د وژل شوو شمېر تر ۴۶ زرو واوښت
په ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې تېرېدو ۱۲ ورځې وروسته، د ترکیې انتاکیه ښار کې ژغورنډلې د ړنګو شویو ودانیو له کنډوالو د ژوندیو انسانانو رایستلو په هڅه کې دي او د ګڼو کسانو د تري تم کېدو له کبله د وژل شویو خلکو د ډېرېدو اټکل په ډېرېدو دی.
ترکیه کې د ژغورنې ډلې په زلزله کې د ژوندیو پاتې شوو خلکو د موندلو ځینې ځایونه په نښه کړي. په انتاکیه کې له یوې ودانۍ درې ژوندي کسان رایستل شوي چې یوه یې په روغتون کې سا ورکړې ده.
مړ شوی ۱۲ کلن ماشوم دی.
د ترکیې رسمي اناتولیا خبري اژانس د شنبې په ورځ وویل، د فبرورۍ د ۶مې له زلزلې ۱۲ ورځې وروسته، درې ژوندي کسان ارستل شوي.
تر اوسه په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د وژل شوو شمېر تر ۴۶ زرو اوښتی دی.
د تېرو څو ورځو پرتله تر کنډوالو لاندې د ژوندیو خلکو د رایستلو شمېر په کمېدو دی. د ترکیې د بېړنیو پېښو ادارې مشر یونس سیرز ویلي، د ژغورنې عملیات تر یکشنبې شپې پورې "تر ډېره حده بشپړ شوي" دي.
په انځورونو کې ښکاري چې یوه ښځه او یو سړی د تذکرې پر سر اچول شوي، دوی دواړه او یو ماشوم یې د ترکیې سوېل ختیځ انتاکیه ښار کې د یوې ودانۍ کنډوالو کې تر ۲۹۶ ساعتونو وروسته رایستل شوي.
اناتولیا وايي، ددغې جوړې درې بچیان وروسته مړه شول، چې یو پکې ۱۲ کلن ماشوم دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخر الدین قوچه د یوې ۴۰ کلنې مور یوه وېډیو خپره کړې چې په روغتون کې درملل کېږي او پر ټویټر یې لیکلي: "هغه په هوښ کې ده".
فرانس پرېس وايي، ژغورنډله له قرغیزستانه انتاکیا ته په دې هیله د مرستې لپاره رسېدلې ده، چې نور کسان ومومي.
د جمعې په ورځ هم د ژغورنې چارې روانې وې او په هاتای کې له کنډوالو یو ۴۵ کلن سړی او یو ۱۴ زلمی رایستل شوي وو.
په زلزله کې د فوټبال نړیوال لوبغاړی کریسټین اټسو هم مړی شوی. د ګانا ولسمشر نانا اکوفو ادو دی د لوبې له غوره سفیرانو ګڼلی دی.
د اټسو روزونکي د شنبې په ورځ وویل، چې د هغه مړی په انتاکیه کې د یوې ودانۍ له کنډوالې رایستل شوی.
د ترکیې پر حکومت نیوکه دا ده چې ولې یوې نامعیاري ودانیو جوړولو ته اجازه ورکړې ده.
ترکي چارواکو د ۱۹۹۹ کال له زلزلې وروسته – چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې وشوه او تر ۱۷ زرو ډېر کسان پکې ووژل شول، ژمنه کړې ه چې د ودانیزو چارو لپاره بله خپلې لایحې او مقررات سختوي، خو په واقعیت کې دا کار ونه شو.
له وروستي ناورین وروسته پولیسو لسګونه قرادادیان ونیول.
چارواکي وايي، په زلزله کې تر ۸۴ زرو ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې یا داسې زیانمنې شوې چې عاجلې ویجاړونې ته اړتیا لري او یا په زلزله کې سختې زیانمنې شوې دي.
انتاکیه یوه له هغو سیمو ده چې زلزلې ډېره وځپله.
په دې ښار کې نژدې هرو ۱۰۰ کلونو کې یوځل زلزله کېږي.
په سوریه کې د ژغورنې ډلو شکایت کړی چې د هېواد په شمال لوېدیځ کې د مخالفانو تر واک لاندې سیمو ته د رسېدو جازه نه لري.
د خوړو نړیوال سازمان له ترکیې نه سوریې ته د لا نورو سرحدي لارو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.